د چين د بين المللی راډيو خبر له مخې، د ناتو د اروپا د ګډو ځواکونو قوماندان جبمز جونس د سپتمبر په اومه نېټه د بيلجم په مونس ښار کی د افغانستان په جنوب کی د جګړې د سختېدو په اړه حيرانتيا څرګنده کړه او د دغه سازمان له غړيو هېوادونو څخه يی افغانستان ته د ډېرو زياتو سرتيرو د ليږدولو غوښتنه وکړه.
جونس وويل ناتو به د روانې مياشتې په اتمه او نهمه نېټه په وارسا کی د لويو درستيزانو په غونډه کی د نوموړی وړانديز په هکله بحث وکړي . هغه هم وويل چې هغه به لومړی په افغانستان کی د امنيت ساتنې په نړيوالو ځواکونو کی له ګډون کوونکو هېوادونو څخه هم غوښتنه وکړي.