<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-08 14:39:37    
په لرغوني زمانه کې د چين مشهور جغرافياپوه شيو سيا که

cri

ښاغلی شيو سيا که د چين په ١٧ پيړۍ کې يو مشهور کشف کوونکی او جغرافيه پوه ؤ او د ٣٠ کلن سفر او کشف له لارې يې يادپاڼې وليکلې چې تر اوسه دغه کتاب لا هم علمي ارزښت لري.

په ١٥٨٦ کال کې شيو سيا که د چين په ختيځ ولايت جيانګ سو کې وزېږېد. د چين په لرغونی زمانه کې پوهانو دغه هيله درلوده چې د ماموريت په ساحه کې پرمختګ وکړي. د شيو سيا که نيکه ګان حکومتي چارواکي وو. خو شيو سيا که له زده کړو څخه کرکه درلوده او د خپل پلار تر اغېزې لاندی يې له طبيعت او سفر سره مينه درلوده.د ده پلار د ازادۍ او طبيعت مينوال و او کله کله يي له خپلو ماشومانو سره يو ځای بېلا بېلو نامتو ځايونو ته سفرونه کول. شيو سيا که له ماشومتوب څخه د خپل پلار لخوا ساتل شوي کتابونه ولوستل او د سفرونو يادپاڼې او په بېلا بېلو ځايونو کې د شخصيتونو په اړه خوندوری کيسې ډېرې خوښې وی. د ده مور يوه هوښياره ښځه وه او د خپل زوي د غيرعادی خيال درناوي يي وکړ د چين د لرغونی دود دستور له مخی،که پلار او مور مړه شي، زوی بايد د دريو کلونو لپاره د دوی هديره وساتي. خو د شيو سيا که د پلار تر مرګ وروسته مور يي په ټينګه توګه د ده له سفرونو څخه ملاتړ وکړ ځکه چې ددې په اند ښه او هوښيار هلک بايد د کورنيو ستونزو له امله له خپلو هيلو څخه لاس وانه خلي. شيو سيا که د خپل مور تر ملاتړ لاندی پر خپلو هيلو باندی ټينګار وکړ او د حقيقت د پيدا کولو لپاره يي نه ستومانه کيدونکي هڅې وکړې.

نوموړی له ٢٢ کلنۍ څخه تر ٥٦ کلنۍ پوری له شمالي صحرا څخه تر جنوبي تودې ځمکې پوری، له ختيځ سمندر څخه تر لوېديځ لوړې ځمکې پوری د چين په هر ځای کې سفرونه کړی دی. هغه هيڅکله په هواره لار رهی نه شو او د تل لپاره يې تر ټولو لوړ غرونه او ژور سمڅې ولټولې. هغه تل پر دې ټينګار وکړ چې له خپل ځان سره د سفرونو له لارې لومړني معلومات تر لاسه کړي ،ورپسی يي ازموينې ترسر ه کړې او په پای کې يي د طبيعت عامې قاعدې پيدا کړې. يو ځل هغه د هو نان ولايت ته سفر وکړ او وا يي وريدل چې په دغه سيمه کې په يو غرنۍ سمڅه کې غټه بلا شته. خو شيو سيا که په دغه سيمڅه کې ډېرې ښکلی کاڼې پيدا کړل.کله چې هغه په ارامه توګه له سمڅې څخه راووت، نود سمڅې په غاړو کې راغونډ شويو کسانو دده د زړه ورتوب درناوی وکړ.

شيو سيا که د خپلو سفرونو په بهير کې په دې ټينکار کاوه چې د ورځې به يې لار وهله او په شپه يې د سفر يادپاڼې ليکلې.دده لخوا ليکل شوي زياتره يادپاڼې د ده له مړينې وروسته ورکې شوی او پاتې برخه يې د ده د ملګری له خوا تنظيم او د شيو سيا که د سفرونو د يادپاڼو په نامه چاپه شوی دي په هغه وخت کې په دغه کتاب کې د بېلا بېلو ځايونو د هوا، ژويو او نباتاتو،ټولنيزو، اقتصادی حالاتو او دودونو په اړه څه معلومات ليکل شوی چې د اوسنی څيړنې لپاره ارزښتناک سندونه برابر شوی دی.

له سل ګونو کلونو راهيسی شيو سيا که يو افسانوی شخص کس ګڼل شوی دی.د ده د يادونې لپاره د ځه جيانګ ولايت د نينګ های ښار حکومت د شيو سيا که په نامه د سيلانی فسټيوال تر سره کړ.