<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-08 14:46:17    
په روسيه کې د چيني ژبې د زده کړې څپه توده شويده

cri

د روسيې د سنت پيترزبورګ په ښار کې يو ځانګړی ښوونځی يعنی د چينی ژبې کونفوسيوس ښوونځی شته. دلته روسيي زده کوونکی چينی شعرونه لولی او په ځانګړی چينی قلم چې د وزې له وړيو څخه جوړ شوی،چينی کرکترونه ليکي. د اګست په دوه ويشتمه نېټه د چين او روسيې ترمنځ د دوستانه سفر د راپورتاژ يوه پلاوي دغه ښوونځی ته تللی او دا معلومات يې مونږ ته راکړی دی.

په ښوونځی کې د کانفوسيوس يوه مجسمه د ډيرې پاملرنې وړ ده چې نه يوازی په دغه ښوونځی کې يې چينی نښې رسم کړی بلکې زده کوونکيو ته يې د چينی ژبې د زده کړې په اړه هڅونکې ځواک هم وربښلی دی. د ښوونځې مشرې مېرمن هان دان سينګ وويل

-----اواز ١-----

زمونږ په ښوونځی کې هر زده کوونکی د عمر،کار او تعليمی کچې نه غير په يو وړ چاپيريال کې زده کړې کولی شی.

د روسيې په سنت پيترزبورګ کې د چيني ژبې کانفوسيوس ښوونځی په دوه زره لومړی کال کې جوړ شوی او د چينی ژبې لومړنی او يوازنی ښوونځی دی چې په دی ښار کې د چينی اوسېدونکو له خوا جوړ شوی دی.د دغه ښوونځی د اداره کولو موخه د چين او چينی کلتور پرمختګ دی يعنی د غه ښوونځی د چينی اوسېدونکو او هغو روسانو ته چې له چين سره مينه لري، د چينی ژبې د زده کړې سره مرسته کوی. په دغه ښوونځی کې نه يوازی د چينی ژبې بلکې د چينی خطاطی، ملی

انځورونو،موسيقي او تای جي چيوان لوبی په ګډون يو لړ کورسونه برابريږي. بر سيره

پردی کله کله د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه لکچرونه هم تر سره کيږي.

ولي دغه ښوونځی د کانفوسيوس په نوم ياديږی ؟ په دې هکله مشرې هان وويل:

----اواز ٢----

ځکه په دغه سيمه کې خلک د کانفوسيوس ډير درناوی کوی. هر کس دغه نوم پېژني او په لومړنی ښوونځی کې زده کوونکی هم د کانفوسيوس له فلسفی څخه زده کوي.د روسانو په أند د کانفوسيوس تيوري ډيره ژوره او باوری ده.

اوس دغه ښوونځی د پنځه کلن ماشوم او پنځه پنځوس کلن سپين ږيری په ګډون څه د پاسه سل تنه زده کوونکی لري. په ټولګی کې يو هلک چينی کرکترونه ليکي. د ده ليکلو حرکت او ليکل شوی چينی کرکتورونه ډېر سم دی.د رومان په نامه دغه هلک وويل :

----اواز ٣---

زما نوم رومان او زه نه کلن يم. زما د چينې ژبې په ښوونځی کې زده کړې ډېر خوښيږي.

د کانفوسيوس ښوونځی نه يوازی روسې کوچنيان بلکې لويان هم جذبوي. د انني په نامه يوي نجلۍ وويل

----اواز ٤---

ما د دوو کلونو لپاره چيني ژبه زده کړه. زه غواړم چې چين ته لاړه او په بېجينګ پوهنتون کې چينی ژبه زده کړم.

که څه هم دغه ښوونځی اوږد تاريخ نه لري، خو دری تنه زده کوونکی ور څخه فارغ

شوی او په مستقيم ډول د چين په پوهنتونونو کې داخل شوي دي.د دغه ښوونځی اغېزې ورځ په ورځ پراخېږي چې د سنت پيترزبورګ په ښار کې د چينی ژبې دښوونې او د چينی کلتور د خپرولو په ساحو کې مهم رول لوبوي.