<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-08 16:19:40    
د بيدى هه د سفر پاتې كيسه

cri

درنو اوريدونكو ښې چارې ،هيله ده چې دبشپړې روغتيا خاوندان اوسۍ،په همدې هيله به راشو بهرنيان په چين كې د نننۍ برخې وړاندې كولو ته،عزتمندو اوريدونكو په تيره اونۍ كۍ مو بيدى هه ته د خپل سفر كيسه تر يوه ځايه درته وكړه او ژمنه مې درسره كړې وه چې پاتې كيسه به په دې خپرونه كې درته وكړم،نو خداي د وكړي چې ددې پرخې تر پايه هم زما ملتيا وكړى،

كله چې موږ د شان هاي ګوان په لوري حركت وكړ،نو د سهار شاوخوا اووه نيمې بجې وې او بيا هم له ښكليو سيمو او منظرو څخه تيريدو، د لارې په اوږدو كې په سلګونو نور سيلانيان هم ليدل كيدل چې د همدې موخې په لور روان وو څه باندې يو ساعت وروسته د شان هاي ګوان سيمې ته ورسيدو، دا هغه سيمه ده چې د چين د لوي ديوال دخيتځې برخې پاي هم پكې ليدل كيږي،هلته يوه ستره كلا او په هغه سيمه كې د چين د لوي ديوال وروستۍ برخه وه نو بايد دغې سيمې ته د ننووتلو لپاره ټكټ واخيستل شي،چې زموږ لپاره له مخكې څخه اخيستل شوي وو، د ديوال پلنوالى خورا ډيروو،د پخوانيو سرتيرو مجسمې جوړې او د هماغه وخت جامې يې وراغوستل شوې او وسلې يې په لاس وركړې وې،لږ څه وړاندې ولاړو هلته د درنو وسلو ليږدونكې پخوانۍ وسيلې او توپونه ښكاريدل، كله چې يوې خونې يا كوټې ته ننوتو نو هلته مو د سرتيرو د اوسيدو او ويده كيدو ځايونه،د دوي بسترې او د خوراك لوښي لكه لوي ديګونه څمڅۍ لويې او كوچنۍ لرګينې كاسې او داسې نور شيان وليدل چې ډير ښه ساتل شوي وو.د سرتيريو د پهرې له ځاي څخه چې تير شولو نو يوه لوي انګړ ته ورسيدو چې په سلګونو رنګه بيرغونه پكې ولاړ وو، كله مې چې هغه ځاي وليد نو د فلمونو هغه صحنې را په ياد شوې چې پكې د سلو او لازياتو مخكنيو كلنو د امپراطورانو د پادشاهۍ دربارونه ښودل شوي،شا وخوا لويه كلا ،لوړ ديوالونه او مورچې ليدل كيدې، د كلا په شمالي خوا كې د ځينو كسانو په لاس كې ليندۍ ليدل كيدې چې غشي يې پرې ويشتل،خو غشي او ليندۍ يې په نوې بڼه جوړ شوي و، زموږ څو تنه ملګري هم همغې خواته ورغلل او نښې يې وويشتې،چې د برياليتوب په وخت كې به نورو ورته لاسونه پړكول او شاباس به يې ورته وايه. كله چې دا ننداره ترسره شوه ما غوښتل چې دلوي ديوال سرته پورته شم ځكه هلته ډير نور خلك هم تر سترګو كيدل، دغې موخې د رسيدو لپاره بايد لمړى تر ځمكې لاندې يو پوړ ښكته شوي واي اوبيا بيرته له بلې لارې پورته وخيژو چې موږ هم همداسې وكړل،په رښتيا هم چې ډير په زړه پورې ځاي دي،ديوال ډير مظبوط، پلنوالى يې هم ښايسته زيات چې كه د چا خبره يو موټر وغواړي پرې تير شي نو كولاى شي،كله مې چې د ديوال له مورچې څخه بهر وكتل نو ښكلې او شنې سيمې يې تر شا معلوميدې ،د ديوال پر سر پخواني توپونه هم ولاړ وو.او ګڼ شمير كسانو يې په شاوخوا كې عكسونه اخيستل او ځينو كسانو خو د خپلو ويديويي كمرو په وسيلې فلمونه اخيستل.په چين كې يو متل دى چې وايي كه څوك لوى ديوال ته ولاړ نه شي او سر ته يې ونه خيژي نو ريښتينى اتل ندى،نو ځكه موږ له اړوندو مسؤولينو وغوښتل چې د ديوال سر ته به ولاړ شو چې دا دود پر ځاي كړو خو هغوي راته وويل چې اوس په بيړه كې يو او بايدد نورو ځايونو ليدلو ته هم ولاړ شو، او د لوي ديوال لپاره به بل ځانګړى پروګرام په پام كې ونيسو،په همدې خبرې سره موږ هم خپل هوډ بدل كړ،او ورو ورو سره راټول شولو چې د بلې ښكلې سيمې په لور ولاړ شو.

وروسته تر يو څه ځنډه ټول ملګري سره راغونډ شول اود لاولونګ تاو په لوري مو حرکت وکړ،تر شاوخوا نيم ساعت وروسته هلته ورسيدو،زموږ موټرونه يو څه ليرې ودريدل ځکه تر موږ مخکې ډير نور خلک هم هلته راغلي وو او خپل موټرونه يې هلته درولي وو،له ښکته کيدو سره سم يو شمير کسانوسيلانيانو ته د سيمې ځينې توکي وروښودل او پرې پلورل يې، هلته هم يوه ډيره ستره کلا وه، خو ددې کلا په مخکې د اوبو يو لوی ډنډ يا حوض ليدل کيده چې په يوه برخه کې يې رنګارنګ کبان موجود وو چې د سيلانيانو پام يې ځان ته وراړاوه،كه څه هم هوا توده خو په سلګونو تنه چينايي او بهرني سيلانيان ددغه ځاي ليدلو ته راغلي وو او خپلې نندارې يې كولې،تر لږ ځنډ ورسته مو له هغه ځاي څخه هم حرکت وکړ ځکه چې د غرمې د ډوډۍ وخت وو خو ډير شمير کسانو د ښکليو ځايونو په ليدلو سره حتي د لوږې احساس هم هير کړی وو، د غرمې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مو د لنډې شيبې لپاره استراحت وکړ او بيا د نورو ملګرو په ګډون د سمندر غاړې ته ولاړو، زما خو لامبو نه وه زده ،خوهغو کسانو چې لامبو يې کولاي شوه ډير ژر يې اوبو ته وروادنګل ،لويو او کوچنيو بيړيو هرې خوا ته سيلانيان ليږدول ،چې ډيره ګڼه ګوڼه پكې ليدل کيده،بلې خوا ته يو شمير بهرنيانو پر شګو يا د ريګ پر سر د واليبال لوبه کوله چې دا هم يو ډول ځانګړې لوبه ده، او تر مازديګر پورې هملته وو،خپلو خونو ته بيرته راستانه شولو ما لمونځ وکړ چې ځينو ملګرو راته ټيليفون وکړ چې غواړو بهر بازار ته ووځو،تر ماښامه په بازار کې وګرځيدو او ځينې سيمه ايز توليدات مو واخيستل،هلته د توکيو بيه هم يو څه ښه وه يعنې هرڅه نسبتآ ارزان وو.د سيمې د خلکو چلند زموږ سره ډير ښه او تود وو، تر ښايسته ځنډ وروسته بيرته راستانه شولو،د شپې شاوخوا اته بجې هغې ميلمستيا ته وروبلل شولو چې ځانګړي ډول کبابونه پکې پخيدل البته نور ډول ډول خواړه هم موجود و خو خاص خوراک يې کباب و،موږ د غوښو په هکله پوښتنه وکړه نو راته لارښونه وشوه چې د مسلمانانو لپاره يوه برخه غوره شوې او مسلمانان کولاي شي چې له هماغه ځايه خپله ډوډۍ او يا هم کبابونه واخلي،د شپې تر ډوډۍ وروسته آن تر يولس بجو هملته پاتې شولو او هر چا د خپل هيواد ،دودونو او خانکړيتاوو په اړه نورو ته معلومات ورکول،سبا ورځ مو بيا په شاوخوا سيمې کې په چګر وهلو او د سوغاتونو په اخيستلو پيل وکړ،د غرمې تر ډوډی مخکې مو د خپلو خونو کلي اړوندو کسانو ته وسپارلې او خپل وسايل مو له ځان سره واخيستل. شاوخوا دوه بجې وې چې بيدی هه ته ټول تللي ملګري بيرته د راستنيدلو لپاره تيار شول، او د مازديګر شاوخوا شپږ بجې وې چې بيا د بيجينګ له ګڼې ګوڼې ډک ښار ته راننوتوو. درنو اوريدونکو دا وو بيدی هه د سفر بشپړه کيسه چې ستاسو قدرمنو سره مې شريکه کړه. نور مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.