<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-09 17:42:58    
خبريال د ګوی جو د ولايت کليوالو سيمو څخه ليدنه وکړه

cri

خبريال د چين د ګوی جو ولايت په بی وزلو سيمو کې د مرکې په ترڅ کې داسی حالت ليدلی چی که څه هم حکومت کرهڼيز ماليات لغوه کړی او د غلودانو د کرلو لپاره يی له بزګرانو سره مرستې کړې ،خو په دغو سيمو کې بزګران لاهم نه دی شتمن شوی .د دغه حالت په وړاندی په ځينو سيمو کې هغه تکړه کسان شته چې د شتمنۍ د تر لاسه کولو په بهير کې لوی لاس لري ،نو حالت يی هم بدل شوی .

د مثال په توګه د دغه ولايت د تيان جو ولسوالی د لی ځای په کلی کی څه د پاسه زر غنی کورونه شته او غنی ژوند لري چې علت يی د دوو دغه شان تکړه کشانو له مرستو څخه ګټه اخيستل وو.د بی وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د مشرانو په توګه ښاغلی اويانګ کيچين او اوپانګ ګوانګ چوانګ په وروستيو کلونو کې په نورو ولايتونو کې د اخيستل شويو يو غوره ډول هيلی او د خپلی سيمی د هيلی سره د يو ځای کيدو له لاری هګۍ توليد کړې او په ځايی سيمه کې يی غوره هيلی روزلی دي او د هيلی ښه بازار يی تر لاسه کړی دی .

اويانګ کيچين وويل چی د حکومت د ملاتړ له امله د دوی له خوا د روزل شويو هيلو شمير لس زرو ته رسيږي او په هر ينځو ورځو د هيلی ديرش زره هګۍ توليديږي .د ده په کلی کی شل کليوال سوداګرو په ځانګړه توګه د دغو هګيو د پلورلو دنده پرغاړه اخيستی او دغه هګۍ يی د دی ولسوالی پر ١٦ علاقه داريو برسيره د شاو خاوو ولسواليو او د چين د هو نان ولايت په ځينو کليوالو بازارونو کی پلورلي دي .د دوی

کلنی عايدات سل زره يوانو ته رسيږي .د دوی تر اغيزې لاندی په دغه کلی کی

لازيات بزګران د هيليو د روزلو له لاری شتمنۍ تر لاسه کړې او د ځينو بزګرانو کلنی عايدات يی شل زره يوانو ته رسيدلی دی .

د هيليو د روزلو له امله نه يوازی ښی سرې برابريږي بلکه د کرهڼيزو توکيو د کرلو لپاره ګټور دی ،نو د بزګرانو لګښتونه هم کم شوی دی .

د دغه ولايت د ژونګ جيانګ ولسوالی لو شا هوا د کريديت د سيمه ايز موسسې تر مرستې لاندی د پورونو پر اخيستلو سره د غره په اجاری اخيستی او د څه د پاسه ٢٠ هکتارو په مساحت مځکه کی له تايوان ،جاپان او امريکا څخه د راوړل شويو ګيلاس او شفتالو ونی کيښنولي .د چين د چونګ چين او وو هان ښارونو په شمول زياتو سوداګرانو نوموړی ميوی واخيستلی .ښاغلی لو وويل چې د اټکل له مخې به د روان کال کلنی عايدات نژدی دوه لکه يوانو ته ورسيږي .هغه هم د دغو ونو د روزلو لپاره فنی کارکوونکو ته بلنه ور کړه او دغه ونی يی په امتيازی بيمی سره په شاو خوا بزګرانو باندی وپلورلې او څلور سوه کورنيو له دی څخه زياتې ګتې اخيستی دی .

په دغه کلی کی ځينو مسئولينو وويل چی د لږ کيو په بی وزلو سيمو کې د دغو تکړه کسانو روزل نه يوازی د شاو خا بزګرانو د شتمن کيدو يوه ښه لاره ده بلکې د سيمه ايز اقتصاد د پرمختګ او د کليوالو سيمو د أبادی د پرمخبيولو لپاره هم يوه اغيزمنه لاره د ه.