<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-10 18:11:03    
د ونی د جګوالی اندازه يو سلو دېرش متره ده

cri

پوښتنه دا ده چی د يوې ونې د جګوالی وروسته اندازه څو متره ده؟ په ظاهره د دی پوښتنی ځواب مشکل دی، خو د امريکا د کليفورنيا ايالت کارپوهانو د څيړنو وروسته د يوی ونی د جګوالی اندازه د يو سلو دېرشو مترو په شاوخوا کی ټاکلی ده په بله ژبه د يوی ونی وروستی جګوالی د پنځه دېرش پوړيزی ودانۍ سره برابردی٠ څرنګه چی د کليفورنيا په شمالی برخه کی هوا معتدله ده او ځمکی يی حاصلخيزی دی، نو په دی سيمه کی هر ډول ونی د نړۍ د نورو ځايونو نه لوړی دی، د ډېری جګی ونی د ودی د څېړنی لپاره کارپوهانو په يوه باغ کی د چينی لارچ په نامه يو ډول ونه چی په نړۍ کی تر ټولو جګه ونه ده، اندازه وکړه چی په نتيجه کی دا څرګنده شوه چی دغه ونه يو سلو دولس اعشاريه اوه متره جګوالی لری چی د دوی د اټکل نه څه نا څه لس متره ټيټه ده٠ د کارپوهانو په نظر که د ونی جګوالی د يو سلو دېرشو مترو نه اوښتی وی، نو ريښی به يی اوبه د ونی سر ته نشی رسولی٠ د بيلګی په توګه د چينی لارچ ونه د ځمکی د جاذبی قوی، اوبو او په ونه کی د ګرديش د لارو ترمنځ د قوی تر اغيزو لاندی اوبه د يو سلو دوه ويشتو نه تر يو سلو دېرشو مترو پوری لوړ ځای ته نشی جذبولی ، حقيقت دا دی چی د يو سلو دوولسو مترو په جګوالی د چينی لارچ په نامه ونه چی په دنيا کی تر ټولو جګه ونه ده ، د پورتنی لوړوالی نه لږ څه ټيټه ده، خو د کارپوهانو په اټکل د چينی لارچ دغه ونه دوه زره کاله عمر لری سره له دی چی مخکی له دی نه يو شمېر طبيعی پېښی مثﻵ وچکالی يا تايلندی د دی ونی په ودی باندی احتمالی اغيزه اچولی وه٠ د انګريزی کارپوهانو په نظر دغه جګه ونه چی د نورو ونو نه ډېره لوړه ده ، د وچکالی نه پرته د سخت باد له حملی سره هم مخامخه

شوی وه٠ د امريکايی کارپوهانو د څېړنی له مخی وچکالی د چينی لارچ د ونو په ودی باندی ډېره ناوړه اغيزه اچوی لنډه دا چی ونه چی جګوالی يی له يو سلو دېرشو نه زيات وی، ريښی يی له ځمکو څخه اوبه نشی جذبولی، نو په نړۍ کی تر ټولو لوړه ونه له يو سلو دېرشو مترو نه ټيټه وی٠

د چای پاڼې

ټولو ته معلومه ده چی د چايو سرچينه چين دی او چينايانو په لومړی ځل چای پيژندلی او هغه يی استعمال کړی دی٠ خو چای په لومړی وخت کی د يوه ډول دوا په توګه استعماليده ٠ دوه زره کاله دمخه د چين په تاريخی اسنادو کی د چايو تيارولو او خرڅولو په اړه يادونه شوی او يو زرو دری سوه کاله وړاندی د چين په لسو ولايتونو کی د چايو روزنه مروج شوی وه٠ نن ورځ په چين کی د چايو ډولونه له درو سوو پنځوسو نه زيات او کيفيت يی هم ډېر ښه دی او سلو هېوادو ته صادريږي، دغه راز په چين کی د چايو د باغونو مساحت په نړۍ کی لومړی مقام نيسی٠