<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-10 18:18:34    
د چين د تايوان مشهوره سندرغاړی شون ځه او دهغی

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم!

د چين د تايوان سندرغاړی شون ځه په دی وروستيو ورځو کی خپل نوی البوم خپور کړی ٠هغی د جاز د سبک په واسطه لس مشهوری انګليسی او فرانسوی سندری بيا ثبت کړی٠ په نننۍ پروګرام کی به تاسو ته د دغه البوم ٣ خوندوری سندری وړاندي کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس له نوی البوم څخه د لومړۍ ځل لپاره وړاندی شوی سندره واوريده چی نوم يی دی سترګی خلاصی کړی٠ دغه سندره په لرغونی فرانسوی ژبی ليکل شوی او د فرانسی په کليو کی ډېره مشهوره ده٠ که څه هم په دغه البوم کی ټولی سندری پخوا د بهرنيو مشهورو سندرغاړيو لخوا ويل شوی، سندرغاړی شون ځه يوازی يو ځل بيا ثبت شوی، خو هغی خپل نوی نظر پکی شامل کړی او سندرو ته يی نوی ژوند ورکړی٠ اوس به مونږ په ګډه د شون ځه په اواز يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی زما محبوبی مينې ( my funny valentine )٠ دغه سندره پخوا د امريکا د مشهور فقيد سندرغاړی چيت بېکر وويل شوه٠

( سندره ٢ )

په ٢٠٠٠ کال کی شون ځه د تايوان د طلايی سندرو جايزی په سيالی کی د سندرو د جوړولو او ويلو جايزه ترلاسه کړه ، د هغی په سندرو کی د جاز له سبک

څخه ګټه اخيستل شوی او هغه هيله لری چی د دغه البوم په خپرولو سره د جاز

موسيقی چينی خلکو ته خپره کړی٠ د پروګرام په پای کی به تاسو ته يوه ډېره خوندوره سندره وړاندی کړی چی نوم يی دی bizarre love triangle او دغه سندره د استراليا د frente په نامه يوه هنری ډلی له خوا لومړۍ ځل ويل شوی وه٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! ستاسی د نيکمرغۍ په هېله !