فو دان پوهنتون په ١٩٠٥ کال کی جوړ شوی او د چين يو ډېر مشهور او اوږد تاريخ لرونکی پوهنتون دی چې په شانګهای کی پروت دی. د دغه پوهنتون نوم د ده جوړونکی او د چين په نژدی تاريخ کی د تعليم د مشهور پوه ما شيانګ بو لخوا وټاکل شو او معنی يی زيار ايستل وو او له دې څخه په هغه خت کی د زده کړو له لارې د هېواد پرمختګ موندلو په اړه د منورينو هيله څرګنديده.
له سل کلونو راهيسی، فو دان پوهنتون ډېرې اصلاحاتي دورې تېرې کړي. په ١٩١٧ کال د دغه پوهنتون نوم په شخصی فو دان پوهنتون بدل شو او پکی د سوداګرۍ په شمول درې څانګې او لوړ منځنی پوهنځی شامل شول. په ١٩٣٧ کال کی د جاپان د تيرۍ پر ضد د جګړې له پيل کېدو وروسته، دغه پوهنتون چونګ چينګ ښار ته وليږدول شو او په ١٩٤١ کال يی نوم بيا په دولتی فو دان پوهنتون بدل شو. په ١٩٤٦ کال کی دغه پوهنتون بېرته شانګهای ته راوليږدول شو. تر ١٩٤٩ کاله پکی شل څانګې شاملې شوې. د لو شون او ګو مو ژو په شمول مشهورو پوهانو په دې پوهنتون کی ويناوې وکړې او يا د ښوونکو په توګه يی دندې تر سره کړی.
د شلمې پېړۍ له اتيايمې کليزې راهيسی، د چين د پوهنې وزارت او شانګهای ښار د ګډ ملاتړ له امله، فو دان پوهنتون ګام په ګام د انساني ، ټولنيزو ، طبيعی، تکنولوژی او ادارې علومو په شمول يو مجموعی پوهنتون وګرځېد. د ٢٠٠٠ کال د اپريل په اوه ويشتمه نېټه د شانګهای طبی پوهنتون هم په فو دان پوهنتون کی ورګډ شو، نو اوسنی فو دان پوهنتون ډېر زيات عمومی ځواک لری.
فو دان پوهنتون له جوړېدو راهيسی يو سلو اتيا زره زده کوونکی منلی چې پکی ډېر لايق پوهان شامل شوی او د هېواد د پرمختګ لپاره يی ستر رول لوبولی دی.
اوس په دغه پوهنتون کی اوه لس پوهنځی او اويا څانګې شته او پکی څه دپاسه دوه زره دری سوه ښوونکی شته چې لوړه علمی سويه او ښه تعليمی کيفيت لری. پکی يو زر دری سوه پنځوس تنه پروفيسران او يا د پروفيسرانو مرستيالان دي او دېرش تنه پروفيسران د چين د علمونو او انجنيرۍ د اکاډميو غړی دي او د ډاکترۍ درجې د زده کوونکو اوه سوه شپږ څلويښت تنه ښوونکی پکی شته. د پوهنې د وزارت د يانځه سيند پوهانو د جايزې ورکولو پلان څلويښت تنه ځانګړی پروفيسران او د دولت په کچه د سترو خدمتونو په نامه يو دېرش تنه ځوان پوهان هم له دې پوهنتون څخه دي.
په وروستيو کلونو کی دغه پوهنتون په فعاله توګه لايق کسان راجلب کړی او ډېر ښه ځوانان ښوونکی لری چې د ښوونکيو عمومی سويه يی نوره زياته ښه شوې. دغه پوهنتون خپل نهه روغتونونه لری چې پکی طبی خدمت، بستريزه ښوونه او علمی څېړنې شامل دي.
فو دان پوهنتون په جدی توګه ښوونيزې چارې تر سره کوی او د بشپړ او لوړ کيفيت لرونکی کسانو روزل د خپلې موخې په توګه بولی. دغه پوهنتون د خپل ريښتنې حالت له لحاظه د کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو د ډېرو برياليو تجربو زده کړې لری او د پوهنې يو خپل ځانګړی بشپړ پلان او د ادارې سيستم يی جوړ کړی. اوس دغه پوهنتون د پر له پسی پرمختګ په حال کی دی.