<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-11 18:58:42    
د روغتون مشر وانګ فا شينګ له ولسونو سره مينه لری

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ولسی روغتون مشر وانګ فا شينګ تل له کمزورو وکړو او بی وزلو ناروغانو سره د زړه له کومی مرستې کوی ، نو له ولسونو سره مينه لرونکی مشر ګڼل کيږی ٠

ښاغلی وانګ فا شينګ چې پنځوس کلن دی، ميانه ونه لری او تل يې پر خولې مسکا دی٠ د ده له څيرې څخه څرګنديږی چه هغه يو عفيف او مهربان سړی دی٠

څرنګه چې وانګ فا شينګ له کوچنيتوب څخه په يوه بی وزلی کلی کښی وده کړې، نو د نورو ډاکټرانو په پرتله په لا ښه شان سره د بی وزلو ناروغانو غمونه احساسولای شی ٠ پخوا ښاغلی وانګ فا شينګ د شينجيانګ د جنوب د اقسو سيمې په يوه ولسوالۍ کښی د روغتيا د ادارې مرستيال و ٠ هغه وويل :

ٌ په هغه وخت کښی ما د خپلې ولسوالۍ په يو سل او شپږويشتو کليو او علاقه داريو کښی د ناروغيو د مخنيوۍ او مصونيت کارونه وکړل او و می ليدل چې په کليو کښی زياتو بزګرانو د ناروغۍ د درملنې د لګښت ورکولو توان نه درلود او د ناروغۍ له امله بی وزلی شول٠ نو فکر می کاوه چې که زه د روغتون مشر شم، هرومرو به له طبی کارکوونکو سره يو ځای د خپل طبی مهارت په وسيله د ګڼ شمير بزګرانو او مالدارانو لپاره ښه خدمتونه ترسره کړم ٠ ٌ

په ١٩٩٨کال کښی وانګ فا شينګ د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د ولسی روغتون د مرستيال په توګه وګمارل شو او اوس د دغه روغتون مشر دی٠ له اتو کلونو راهيسی هغه تل د خپلې ژمنې د پلی کولو لپاره هڅې کوی٠ ده وويل :

ٌ زه په يوازی توګه زيات کارونه نشم کولای ، خو د روغتون د مشر په توګه به د ټولو ډاکټرانو او کارکوونکو په وړاندی د بيلګې رول ولوبوم او له دوی سره به يو ځای ناروغانو ته لا زيات خدمتونه وکړم ٠ٌ

که څه هم وانګ فا شينګ اوس په لوی ښار کښی کار کوی، خو بيا هم د کليوالو لپاره د ناروغيو د درملنې د ستونزو د ليری کولو مسئله په نظر کښی نيسی٠ نو هغه کله نا کله د طبی ډلو په ليږلو سره د ولسواليو او علاقه داريو له روغتونونو سره مرستې کوی٠ له اوږدې مودې راهيسی وانګ فا شينګ يو شمير ګرځنده طبی ډلې روزلې دی٠ ددغو طبی ډلو ډاکټران په منظمه توګه د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو روغتونونو ته ځی چې ځايی طبی کارکوونکو ته درسونه ورکړی او د ناروغيو د درملنې پرمختللی مهارت ورزده کوی٠

يوه ورځ وانګ فا شينګ د کار لپاره د ختان ښار ته ورغی او وروموچی ته د بيرته ستنيدو په الوتکه کښی يې د ويغوری قوم يوه انديښمنه ښځه او د دې خاوند وليد٠ د دوی د دری کلن زوی يوه پښه په يوه ترافيکی پيښه کښی ماته شوې وه، د ځايی روغتون لخوا د ټپ له تړل کيدو نه وروسته چمتو وو چې د همدغې الوتکې په وسيلې خپل زوی د وروموچی لوی روغتون ته وليږی چې عمليات پری ترسره شی٠ د طبی تيورۍ له پلوه د ماتې شوې پيښې د بيا يو ځای کيدو عمليات بايد له ټپی کيدو څخه وروسته په لسو ساعتو کښی وشی٠ وانګ فا شينګ وويل :

ٌ ما سمدلاسه د الوتکې د عملې له لاری د خپل روغتون له مرستيال سره اړيکې ټينګې کړې او له هغه څخه می غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره يو امبولانس د وروموچی هوايی ډګر ته وليږی٠ له الوتکې څخه له ښکته کيدو نه وروسته می پخپله ټپی شوی ماشوم امبولانس ته وليږه او پرته له راجستر څخه می په مستقيمه توګه هغه د عملياتو کوټې ته ورساوه٠ د ديارلسو ساعتو له عملياتو نه وروسته د ماشوم ماته شوې پښه په بری سره يو ځای شوه او اوس په بشپړه توګه جوړه شوېده ٠ د ماشوم مور او پلار بی وزلی کليوال دی، نو مونږ يوازی له دوی څخه ډير کم طبی لګښت واخيست٠ ٌ

ناروغ شاه بوت ايی له قزاقستان څخه راغلی او د دماع په يو ډول هغه ناروغۍ اخته شوی چې ډير لږ ليدل کيږی٠ هغه په خپل هېواد کښی له دی څخه خبر شو چې د ده د يو خپلوان ناروغی د چين د شينجيانګ د ولسی روغتون لخوا په لږ لګښت جوړه شوې، نو په خاصه توګه دغه روغتون ته راغلی او ناروغی يې په ښه شان سره درملنه شوېده٠ هغه وويل :

ٌ زمونږ د هېواد ډاکټرانو ما ته وړانديز وکړ چې د ناروغۍ د درملنې لپاره مسکو ته ولاړ شم ٠ خو زما دوستانو ما ته خبر راکړ چې د ناروغۍ د درملنې په برخه کښی د چين کچه نسبتأ لوړه ده، د شينجيانګ دوستانو ما ته وويل چې د شينجيانګ د ولسی روغتون طبی سويه لوړه ده٠ رښتيا ده چې د دغه روغتون ډاکټران له ما سره ډير تود چلند وکړ او لوړ طبی مهارت يې ښودلی دی٠ ډير خوشحاله يم چې اوس زما د ناروغۍ حالت د پخوا په پرتله جوړ شويدی ٠ ٌ

د شينجيانګ د طبی او روغتيايی چارو د پرمخبيولو لپاره ښاغلی وانګ فا شينګ کله نا کله له طبی کارپوهانو سره يو ځای کليو ته ځی چې د کليوالو لپاره د ناروغيو درملنه وکړی او پرمختيايی طبی تکنولوژۍ د شينجيانګ بېلا بېلو ځايونو ته خپروی٠