<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-11 19:17:41    
چين به د معلوماتی چارو د پرمختګ لپاره د خپلو اختراعاتو توان لوړ کړي

cri

د چين د معلوماتو چارو د علمي اختراعاتو غونډه د اګيست په ٣٠ نېټه په بيجينګ کې پای ته ورسيده .په دغه غونډه کې د چين د معلوماتی چارو د وزارت اړوندو چارواکو وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين د معلوماتی چارو د خپلو اختراعاتو توان لوړ شوی خو چين په دغه برخه کې له پرمختلليو هېوادونو سره زيات واټن لري .نو د چين حکومت به له نن څخه د تصديو د اختراع کولو توان د لوړوالی لپاره زيات تدبيرونه ونيسی او په دغو چارو کې به په لازياتو نړيوالو تبادلې او همکارۍ لاس پوری کړي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته په معلوماتی چارو کې د چين د اختراع او نوښت د توان د لوړوالی په هکله معلومات وړاندی کړو .

د چين د معلوماتی چارو وزير وانګ شودونګ وويل چې اوس په چين کې معلوماتی چارو چټک پرمختګ کوي .په ٢٠٠٥ کال کې د چين د دغو چارو ارزښت د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کې ٧ برخه نيولی ده ،خو په همدی وخت کې يی هم وويل چې د اختراع کولو په بهير کې يي زياتې ستونزې موجودې دي

(اواز................)د چين د معلوماتی چارو مهمې تاکنالوژۍ د بهرنيو چارو تر کنترول لاندی دی او د اختراع کولو توان کمزوری دی ،نو د تصديو پياوړی توان ځواکمن نه دی .په ځينو مهمو ساحو کې په عمده توګه د بهرنيو هېوادونو تکنالوژۍ کارول کيږي .د استعداد لرونکی کسانو جوړښت نا معقول دی او شمير يی کم دی .په علمی چارو کې پانګونه کمه ده او په نظام او سيستم کې زياتې نيمګړتياوی موجودې دي .

د معلوماتو له مخې د چين په معلوماتی چارو کې د موبيل تيلفون ،کمپيوټر او رنکه

تلويزيون په شمول د ديرش ډوله توليداتو توليدی اندازې په نړۍ کې لومړنی مقام نيولی دی خو له دغو توليداتو څخه يوازی په سلو کې لس برخه خپل مارک لري .

ښاغلی وانګ وويل چې د چين حکومت بايد له نن څخه په معلوماتی چارو کې د مهمو تکنالوژيو د څيړنې او اختراع کولو توان لوړ او د تصديو په مرکزيت دی د تکنالوژيو د اختراعی سيستم د جوړولو ګامونه اوچت کړي ،د دی ترڅنګ په دغو چارو کې دی د علمی څيړنې لپاره لازياتې پيسی ولګوي او د اختراع کولو د توان د لوړوالی لپاره دی اړوندې تګلارې او قوانين بشپړ کړي .برسيره پردی چين بايد د پوهنې د مالکيت حق ساتنه پياوړی کړي او له قوانينو سره سم دی د پوهنی د مالکيت پر حق بيلا بيلو تيری کوونکو عملياتو ته سزا ور کړي او هغه لا زيات او ښه کيفيت لرونکي توليدات جوړ کړي چې د پوهنې د مالکيت حق يي له ځانه لری .

ښاغلی وانګ زياته کړه چين به په دوامداره توګه د اختراعاتو د ملاتړ په همدی وخت کې په معلوماتی چارو کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي .(اواز......)

د چين حکومت بايد د مساوت او متقابلو ګټو پربنا له څو ډوله اغيزمنو لارو چارو په نړيوالې او سيمه ايزې همکارۍ او تبادلې لاس پوری کړي او د همکارۍ ساحې او کچې دی پراخې کړي چې له امله له نړيوالو شرکتونو سره د کورنيو تصديو همکارۍ او تبادلې پياوړی شی .

د معلوماتو له مخې چين به د کورنيو تصديو د څيړنيزې سويې د لوړوالی لپاره کوشش او د دغو تصديو د پرمختلليو تکنالوژيو د لازياتو صادراتو ،په بهرنيو هېوادونو کې د توليداتو د څيړنيزو او جوړونکو موسسو د تاسيس او د توليداتو د ميعار کيدو په اړه د نړيوالو سازمانونو له خوا په جوړ شويو فعاليتونو کې د ګډون

ملاتړ وکړي .برسيره پردی د معلوماتو چارو په سترو پروژو کې د ستونزو د حل لپاره دی کوشش وکړي او د معلوماتی تکنالوژيو خدمتی مرکزونه دی جوړ کړي څو چې علمي برياليتوبونه په توليدي چارو کې وکارول شي او د معلوماتي چارو د تخنيکي نوښت لپاره مساعده زمينه برابره شي .