د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم امسلم د سپتمبر په يوولسمه نېټه دغه خبر رد کړ چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد د عملياتو د تر سره کولو لپاره يی امريکا ته اجازه ورکړې ده او په همدې وخت کې يی وويل چې د القاعدې سازمان مشر بن لادن او د طالبانو مشر لا عمر په پاکستان کې نه دي. وياندې وويل چې په پاکستان کې د امريکا ځانګړی استخباراتی ارګان نه شته او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد ټول عمليات د پاکستان په مشرۍ دي. هغه زياته کړه هغه شواهد نه شته چې بن لادن او ملا عمر په پاکستان کې پټ دي.
|