محترمو اوريدونکو ، اوس د ښځي او ټولنې د برخې د خپريدو وخت راسيدلی دې . په تېرو څو نژديو ورځو کې زمونږ خبريال د چين د هه نان ولايت د شين شيانګ په ولسوالی کې يوه مرکه کړی او دا ورته جوته شوی چې په دغه ولسوالۍ کې د جينګ هوا په نامه يو ډېر شتمن کلی شته . ځايی بزګرانو وويل چې دوی د کلې د مشرې ليو جي هوا په مشرۍ د خپلو کوښښونو له لارې نننۍ ښه ژوند تر لاسه کړی . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مشرې ليو جي هوا په اړه معلومات وړاندی کړم . ( اواز )
جينګ هوا يو ډېر کوچنی کلی دی چې څه دپاسه دری سوه اوسيدونکی لری . څلور ديرش کاله نه مخکې دغه کلی په چين کې ډېر بی وزلی کلی و . له دې امله چې په هغه وخت کې د کلی د مشرۍ دنده په وار سره نارينه وو په غاړه درلوده ، او هيچا نشو کولای چې د بی وزلۍ حالات له منځه يوسی . بالاخره کليوالو يوه ښځينه مشره غوره کړه .
مېرمن ليو د کلې د مشری دنده په غاړه واخيستله او له دې وروسته ټولو کليوالو د خوړو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د ليو جي هوا په مشرۍ هره ورځ سهار وختی خپلو کرکيليو ته مخه کوله .دوی د کلې په ټولو شاړو ځمکو کې غنم وکړل . د دوی د کوښښونو له لارې په دوهم کال کې ټولو کليوالو د لومړی ځل لپاره کافی خواړه درلول .
له دې وروسته مېرمن ليو د کليوالو د ژوندانه کچې د لوړولو لپاره نورې زياتې هڅې وکړې . هغې وويل :( اواز )
په ١٩٧٣ کال کې زمونږ د خوړو مسئله حل شوه . خو په هغه وخت کې مونږ لا هم ډېر بی وزلی او غريب دی . د بيوزلۍ د له منځه وړلو لپاره مو يو شمير کوچنی کارخانې جوړې کړې . تر ١٩٧٩ کال پوری ،په چين کې اړوندی پوليسی چاری پراخې شوی . نو مونږ نورې توليدي او صنعتې چارو پياوړی کړی .
له ١٩٧٤ کال څخه کليوالود خپلو توليداتو د خرڅلاو له لارې يو شمير پانګې راټولی کړی . له دې نه وروسته ليو جي هوا له لوبيا څخه د فو جو په نامه د يو ډول چينی خوړو فابريکه جوړه کړه . د دغې فابريکې له جوړولو وروسته مېرمن ليو پخپله د خپلو توليداتو د پلورلو لپاره بېجينګ ته ولاړه او برياليتوب يی تر لاسه کړ . د تېری پېړۍ تر نهمی کسيزې پوری ، په بېجينګ کې په سلو کې پنځوس فو جو د جينګ هوا لخوا توليدل .
او اوس مهال جينګ هوا کلی له يوه کوچني کلي نه په يوې صنعتی ډلې بدل شوی چې ټولی پانګې يی پنځه سوه اتيا مليونو يوانو ته رسيدلی دی . ليو جی هوا وويل : ( اواز)
مونږ له تصديو څخه غوښتنه کوو چې لومړی ، چاپيريال ککړ نه کړي ، دوهم ، له سرچينو څخه د مصرف حجم کښته کړي او دريم ، اصلی پانګې لږی کړی . مونږ يو اصل لرو چې ککړه سوداګری هيڅ نه کوو .
د ليو جي هوا په مشرۍ د کليوالو د کوښښونو له لارې جينګ هوا کلی ګام په ګام غنی شوی دی . د دغه کلي يوې ښځينه چارواکې لي يو وويل : ( اواز)
د جينګ هوا په نامه هوټل او مرکز په ١٩٩٣ کال کې جوړ شو. مونږ په دريو کلونو کې دری ښوونځي جوړ کړل .
اوس په کلي کې ماشومان د نهو کلونو لپاره په وړيا توګه زده کړی کوی ، که
دوی په پوهنتون کې شامل شی ، د کلي حکومت به ورته جايزه ورکړي .
په تېرو ديرشو کلونو کې جينګ هوا کلي له يوه بی وزلی کلي نه غنی کلي ته بدل شوی ، خو ليو جي هوا چې اوس يی عمر شپيته کاله دی ، لا هم په کار بوخته ده . هغې وويل : ( اواز)
اوس زمونږ په کلي کې د خلکو ژوند منځنی کچې څخه ډېر لوړ نه دی چې هر کال هر وګړی څه دپاسه ديارلس زره يوانه عايدات لری . خو مونږ دا پلان لرو چې په راتلونکې کې هر کال په کلي کې د خلکو منځنی عايدات دوه زره يوانه زيات شی .
يقين دی چې په راتلونکی کې به د مېرمن ليو تر مشرۍ لاندی جينګ هوا کلي لا ښه پرمختګ ومومی .
ګرانو اوريدونکو ، د ښځي او ټولنې نننۍ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، ستاسو د کاميابې او خوشحالې په هيله .