<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-12 15:14:26    
د جمناستيک ښاپېرۍ __ ويرا کاسلافسکا

cri

د مکسيکو سيتی د اولمپيک د سپورتي لوبو د جمناستيک په سياليو کې د چک لوبغاړې ويرا کاسلافسکا ډېر لوی برياليتوبونه تر لاسه کړل . له دې امله چې د ١٩٦٨ کال په اګست کې پخوانی شوروی اتحاد پر چک تېری وکړ ، نو کاسلافسکا يوازی په غرني سيمو کې روزنه وکړه . خو د هغې لوبغاړې په توګه چې په ١٩٦٤ کال کې د توکيو د اولمپيک د سپورتي لوبو د جمناستيک په لوبو کې يی درې د سرو زرو ميډالونه تر لاسه کړي وو هيڅ بده اغيزه و نه کړه او په دغو سپورتي لوبو کې يی د خپلو ښو تکنالوژيو په واسطه د څلورو سرو زرو او دوو سپنيو زرو ميډالونو په ګډون شپږ ميډالونه تر لاسه کړل . په تېره بيا ، د ازاد جمناستيک په سيالي کې کاسلافسکا د مکسيکو يوه موسيقې وټاکله ، نو پدی سره يې د مکسيکو د خلکو ډېره خوښی تر لاسه کړه .

په چپه توګه د لامبو وهلو لوبې پاچا __ د لويديځ المان لوبغاړی ماترس

د مکسيکو سيتی د اولمپيک د سپورتي لوبو د لامبو وهلو لوبې د امريکايی ورزشکارانو تر ولکې لاندی و ، خو د لويديځ المان ورزشکار ماترس د خپلو کوښښونو له لارې په دوو سياليو کې امريکايی حريفانو ته ماتې ورکړه . ماترس په ماشوماتوب کې د خپل پلار تر اغيزی لاندی له لامبو وهلو سره ډېره مينه درلوده . پلار يی په ځانګړی توګه د خپل زوی د روزنې لپاره امريکايی مشهور روزونکی شيمان چافير ته بلنه ورکړه . بالاخره ماترس د ١٠٠ او ٢٠٠ مترو په واټن په چپه توګه د لامبو وهلو په دوو سياليو کې مډالونه تر لاسه کړل .

د لامبو وهلو مشهور روزونکې لامبو نه شوه وهلی .

د مکسيکو د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د لامبو وهلو په سياليو کې امريکايی ټيم په پر له پسی توګه په يوويشتو سياليو کې د سرو زرو ميډالونه تر لاسه کړل . ورزشکاران يی ډېر خوشحاله و . نو د خپلی خوښۍ د څرګندولو لپاره يی خپل استاز د لامبو په حوض کې وغور ځاوه . خو هغه استاز چې په تېرو لسګونو کلونو کې يي لامبو وهونکو ته روزنه ورکړې ، لامبو يی نشوه وهلای . په هغه وخت کې ټول ورزشکاران هک حيران شول ، دوی سمدلاسه له خپل استاذ سره مرسته وکړه او له يو لړ بيړنيو مرستو وروسته هغه له ګواښ څخه بچ شو .

د سرو زرو مډال تر نورو ډېر غښتلی اخيستونکی __ د سوک وهلو ورزشکار جيورجي فوريمان

جيورجی فوريمان چې قد يی يو عشاريه نوی متره دی ، ډېر غښتلی دی . هغه د سوک وهلو په سيالي کی خپل ښه تکنالوژی او زور ښکاره کړ . د دغو سپورتي لوبو د سوک وهلو په درنې کچې سيالي کې هغه د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . له دې نه وروسته يی د سوک وهلو په مسلکي سياليو کې ګډون وکړ او له څو کلونو وروسته يی د مسلکي سياليو د سروزرو مډالونه هم وګټل .

اللکساندر ميدويد __ لومړی ورزشکار و چې د اولمپيک په پر له پسی دريو سپورتي لوبو کې يې د غيږ نيولو په سياليو کې د سرو زرو ميډالونه تر لاسه کړل . د پخوانی شوروی اتحاد ورزشکار اللکساندر ميدويد د توکيو د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د غيږ نيونې د اوه نوی کيلوګرامو په وزن سيالي کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . خو د مکسيکو سيتی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د خپل بدنی وزن د زياتوالی له امله يوازی له اوه نوی کيلوګرامو څخه په لوړی کچې سيالي کې ګډون وکولای شو چې په دغو سياليو کې د نورو ورزشکارانو بدني وزن د ميدويد له بدني وزن څخه ډېر دروندو . په دغو سياليو کې ښاغلی ميدويد تر ډېرو ستونزو ګاللو وروسته د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . بر سيره پر دی هغه د مونيچ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يو ځل بيا د دغې سيالي د سرو زرو مډال وګاټه . نو له دې امله هغه لومړی ورزشکار و چې د اولمپيک په پر له پسی دريو سپورتي لوبو کې يې د غيږ نيولو په سياليو کې د سرو زرو ميډالونه تر لاسه کړل .