<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-13 10:59:02    
پرويز مشرف وويل چې طالبان د القاعدې سازمان په پرتله لا هم خطرناک دی

cri
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د سپتمبر په دوولسمه نېټه په بروکسيل کې څرګنده کړه په وروستيو څو ورځو کې له بيا جوړولو وروسته طالبان د القاعدې سازمان په پرتله لا هم خطرناک ترهګر سازمان ګرځېدلی دی. په همدې ورځ ولسمشر مشرف د اروپا په پارلمان کې وويل د سپتمبر د يوولسمې نېټې له پېښې او د افغانستان له جګړې پنځه کلونه تېر شول. اوس د افغانستان په حالاتو کې لوی بدلون رامنځته شوی او طالبان د القاعدې سازمان په پرتله لا هم خطرناک دي. د اروپايی پارلمان يو غړي د دې غندنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان تدبيرونه موثر نه دي، وسله وال طالبان په اسانه توګه پاکستان ته نژدی د سرحدی سيمو له لارې افغانستان ته ننوځی او د ناتو پر پوځونو بريدونه کړي دي. ښاغلي مشرف دغه خبره و نه منله چې افغانستان ته نژدی په خپله سرحدی سيمه کې پاکستان پنځوس زره سرتيري ځای پر ځای کړي او شکه نشته چې پاکستان تر وسې پوری له سرحدی سيمو څخه د ترهګرانو د تېريدو د مخنيوي لپاره زيات تدبيرونه نيولي دي. د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه ولسمشر مشرف بروکسيل ته ورسيد او دا د ولسمشر په توګه د اروپايی ټولنې مقر ته د ده لومړنی سفر دی.