<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-13 17:53:10    
په چين کې د ګاونډيانو اختر

cri

چين لرغوني تاريخ لري او ډير غوره دودونه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي ساتل شوي دي ٠ مثلا هغه دوديز اصطلاح چه وايي د ليري خپلوانو په پرتله نژدي ګاونډيان ښه دي ٠ د ډيرې اوږدې مودې راهيسي د چينايانو په زړونو کې ياديږي نو په چين کې د ګاونډيانو ترمنځ اړيکې عمومأ ډيرې ښې دي ٠د اوو کلونو مخکې د چين د شمالي خوا د تيان جنګ ښار د اوسيدونکو په يوه سيمه کې د ښه ګاونډيتوب د ساتنې په موخه د ګاونډيانو اختر رامنځته شوي دي چه په هغه وخت کې د چين په نورو ځايونو کې نه ليدل کيده ٠ خو اوس دغه ډول اختر د چين په لس ګونو ښارونو کې رامنځته شوي او د دغه اختر له لارې د ګاونډيانو ترمنځ اړيکې هم ورځ په ورځ نژدي کيږي ٠

د چين د دودونو له مخې د ګاونډيان کليمه د چينايانو په زړونو کې له مينې نه ډک احساس لري ٠ ګاونډيان د نژدي اړيکو څرګندويه ده او حتي تر يوې اندازې پورې د خپلوانو سره يو شان ګڼل کيږي ٠ پخوا دچين په ښارونو کې د اوسيدو لويې او جګې ودانۍ لږې وې ، زياتر اوسيدونکي په داسي چاپيريال کې اوسيدل چه څو کورنۍ يا هم لس ګونه کورنۍ په يو لوي انګړ کې سره اوسيدل او په ګډه سره يي له تشناب څخه کار واخيست او په يوه ګډه اشپاز خانه کې پخلي کاوه ٠ نو د ګاونډيانو ترمنځ اړيکې ډيره نژدي وې ، په فارع وخت کې يي دا عادت درلود چه يو د بل کور ته تلل او خبرې يي کولي ، ګاونډيان لکه د يوې کورني غړي په شان دي ٠ خو د ټولنې او اقتصاد په چټکې پرمختيا سره په ښارونو کې د ښاريانو د اوسيدو شرائط ډير ښه شوي دي او مخ په زياتيدونکو اوسيدونکو لوړ پوړيز و ودانېو ته کډه شوي او ځانګړي کوټې ، تشنابونه او پخلنځي لري ٠ له بلې خوا د ځانګړو کارونو او ژوندانه بڼې په بدليدو سره د ګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ ورځ په ورځ لږ شوي دي ٠ ښاغلي جونګ چانګ ځن چه د بيجينګ په يو حکومتي سازمان کې کار کوي ، خبريال ته وويل زه هره ورځ له کار نه وروسته ورزش کوم يا په خپل کور کې له ميرمن او ماشومانو سره خبرې کوم بيا به تلوزيوني پروګرام ګورم يا په انترنيت کې کار کوم نو له ګاونډيانو سره د خبرو کولو فرصتونه ډير لږ او حتي نه شته ٠

د چين په ډير لوي ښار شانګهاي کې د اړوندې څانګې د پلټنې له مخې په دي ښار کې هغه کورنې چه له ګاونډيانو سره تګ راتګ کوې ، په سلو کې څلري ويشت برخه نيسي ٠ نژدي په سلو کې پنځوس برخه يي د ګاونډيانو نومونو او کارونو په باب هيڅ نه پوه شول ٠ په ځينو ښارونو کې دغسي حالت هم موجود دي ٠ خو له بلې خوا د پلټنې له مخې په سلو کې نوي برخه وګړي هيله لري چه له ګاونډيانو سره تګ راتګ وکړي اود ښه ګاونډيتوب اړيکې وساتي ٠ د اړوندو کارپوهانو په أند د ښه ګاونډيتوب ساتل د هرې کورنې د غړيو دروغتيا او ودې او د ټولنې د امنيت او ثبات له پاره ټول مهم ارزښت لري ٠ د تيان جن ښار د ټولنيز علومود اکاډمې پروفيسر هاو ماي شيو وويل د ګاونډيانو ترمنځ سړې اړيکې او بي پروايي د نا ارامتيا سبب ګرځي ، حتي د ګاونډيانو ترمنځ د تګ راتګ کمښت له امله به نا ضروري تضادونه رامنځته شي ٠

د اوو کلونو مخکې د تيان جن ښار د تيان تا په اوسيدونکي سيمه کې يو شمير خلکو د دوديز ښه ګاونډيتوب د اړيکې د بيا پرمختيا له پاره د ګاونډيانو اختر جوړ کړ٠ دغه اختر هر کال په مني کې د يوې اونۍ له پاره ترسره کيږي او پکې بيلا بيل او رنګا رنګ فعاليتونه رامنځته کيږي ٠ مثلا د نڅا او سندرې ويلو مسابقه او د ښه ګاونډيانو انتخابول او داسي نور ٠ د دغو فعاليتونو له لارې د ګاونډيانو ترمنځ واټن کم او د وګړو ترمنځ اړيکې لا نژدي شوي دي ٠ اته اويا کلنه سپين سر ميرمن ما شه مين په عادي وخت کې تل تر خپلې وسي پورې له ګاونډيانو سره مرسته کوي ، په بل عبارت ګاونډيان هم په فعاله توګه له هغې سره مرستې کوي ٠ مثلا يو وار د سپن سرې ميرمن ما اتيا کلن خاوند ناڅاپه ناروغ شو ، ګاونډيان چه خبر شول ، سم د لاسه يي هغه روغتون ته رسولي او هغه په وخت تر علاج لاندې ونيول شو ٠ ميرمن ما وويل کله چه هغه ناروغ شو ، زما اولادونه په کور کې نه وو ، نو زه ډيره وارخطا شوم ٠ په دي وخت کې ګاونډيانو له ما سره زياتې مرستې وکړې ٠ له ګانډيانو څځه پرته زما د خاوند حالت خطرناک وو ٠ زه تل دغه کار په ياد کې ساتم ٠ د تيان جن ښار د ګاونډيانو اختر په رامنځته کيدو سره اوس د چين په نورو ښارونو کې هم دغسي اختر تر سره شوي دي ٠