<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-13 17:58:50    
د ايدز ناروغۍ پر ضد د واکسين څيړنې

cri

عالمان د ايدز ناروغۍ پر ضد د واکسين په څيړنو کې شل کلنې تجربې لری ، خو تراوسه په څيړنو کې يي کوم برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ؟ د سي ار اې راډيو خبريال د کاناډا په تورنتو کې د ايدز ناروغۍ د شپاړسمې نړيوالې غونډې په موده کې تر دې عنوان لاندي يو راپور خپور کړ چې د ايدز ناروغۍ پر ضد د واکسين څيړنې

په نولس سوه اوه اتيايم کال کې په نړۍ کې د ايدز ناروغۍ پر ضد لومړني واکسين په بستريزه أزموينه کې کارول شوی څو چه د دغه خطرناکه ناروغۍ بيخې له منځه يووړل شي . خو تر اوسه پورې ددې ناروغۍ پر ضد له زر واکسينونو څخه کوم اغيزمن واکسين ندی تر لاسه شوی . دا ولی ؟ د ايدز واکسين د نړيوالو عملياتو مشر سيس بيرکلي خبريال ته د اړوند واکسين د څيړنې په هکله خپلې ستونزې څرګندې کړې او و يي ويل

لومړنې ستونزه مو دا ده چې د ايدز ناروغۍ ويروس د بدلون په حال کې دی او جينونه يي ډول ډول دی او هر ناروغ ځانګړی ويروس لری . دوهمه ستونزه مو دا ده چه دغه ويروس له ناروغيو څخه د انسان مصونيت ګډوډولی شی .

اوس د ايدز ناروغۍ د درملنې ډيره ښه لاره په امريکا کې پيدا شوې او د امريکې د خوراک او درمل ادارې تازه د نويو درمل جوړونه منظور کړې چه ناروغ هره ورځ يوازی يوه ګولۍ وخوري . خو دغه درملو يوازي او يوازي د ناروغانو د حالت د ثابتولو او کمولو رول لوبوی او د ناروغانو په وجود کې ويروس په پوره توګه نشي وژلی .

د امريکي د پخواني ولسمشر بيل کليتون په نامه صندوق په ټوله نړۍ کې د ايدز

ناروغۍ د وقايې او درملنې هڅه کوي او بيل کليتون هم داسي ويلی چې که له نړۍ څخه د ايدز ناروغۍ د پاکولو موخې ترسره شی ، ددې ناروغۍ د واکسين په څيړنو کې برياليتوب د لومړي کچه اهميت لری . هغه وويل مونږ بايد له دې څخه ناهيلې نشو او بايد او د واکسين له څيړنو څخه ملاتړ وکړو او د بيلا بيلو هيوادونو حکومتونو ته دې څيړنيز لګښتونه برابر کړو . په هغه مهال کې چې د ولسمشرۍ دنده مې په غاړه درلوده ، ګواکی لس کاله وروسته د ايدز ناروغۍ پر ضد اغيزمن واکسين تر لاسه کيداي شي ، خو اوس زما په اند نورو لسو کلونو ته اړتيا لرو .

د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د واکسين د څيړنو په ساحه کې زيري په پر له پسې توګه رارسيدلي دي . د روانې غونډې په موده کې به عالمان د ايدز ناروغۍ پر ضد د واکسين د څيړنو او ددې ناروغۍ د درملنې په لاروچارو کې د بستريزو أزموينو په هکله څلور نيم زره ډول ډول نوي برياليتوبونه اعلان کړي چې يو برياليتوب يي په نوي واکسين پورې تړاو لری . دغه ډول واکسين د ناروغ د مصنونيت سيستم تحريکولی او د ايدز ناروغۍ ويروس وژلی شي . د وړاندوينې له مخې ددې واکسين د کارولو أزموينه به د روان کال په وروستي موده کې پيل شی .

د ايدز واکسين د نړيوالو عملياتو په اټکل سره له دې چې د يو ډول واکسين په کارولو سره په سلو کې څلويښت برخه کامياب شی ، تر دوه زره شلم کال پورې به هم په نړۍ کې هر کال يو مليون نوي اخته ناروغان کم شي .

ښاغلي سيس برکلي دا نظر لری چې پرمختيايي هيوادونه بايد د نوي اختراع شوی واکسين له کارولو څخه ګټه واخلي . هغه وويل زمونږ سازمان د عام صندوق په

مرسته څيړنيز سازمان دی ، نو مونږ د درملو توليدولو له لويو او کوچنيو فابريکو

څخه غوښته کوو چې د څيړنيزو برياليتوبونو په بدل کې مونږ ته پيسې رابرابرې کړی . خو مخکينی شرط مو دا دی چې زمونږ لخوا اختراع شوی واکسين بايد په ټيټه بيه وپلورل شي او په معقولې اندازې ، سرعت ، اصلي بيې دې پرمختيايي هيوادونو ته برابر شی .

ښاغلي برکلي وويل چې د پخوا په پرتله تير کال د نوي واکسين د څيړنې پيسې اوه سوه پنځوس مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيدې چې دغه اندازه له دوه زريم کال څخه

په سلو کي سل زيات شويدی . د نړۍ لومړني بډاي بيل ګيڅ د واکسين د څيړنې لپاره دوه سوه اوه اتيا مليونه امريکايي ډالره نسپنه کړې او لږه موده دمخه يي نور پنځه سوه مليونه ډالره برابر کړي وو .

د فرانسې د باسترو انستيتوت مشر فرانسيس سينوس وويل په تيرو څو کلونو کې مو د ايدز ناروغۍ په هکله د بنسټيز علم او د مصنونيت په ساحه کې ستر پرمختګونه موندلي دي . باور لرم چې د روانې پيړۍ په اوږدو کې د ايدز ناروغۍ د له منځه وړلو واکسين وموندلی شو .