<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-13 18:23:47    
چين د نابالغو کسانو د حق ساتلو قانون په اصلاح پيل وکړ

cri

چين د لومړی ځل لپاره د ګډون ، پرمختګ ، ژوند ، د ساتلو او روزلو حقونه د نابالغو کسانو د قانونی حقونو په توګه ټاکلی دی . د چين د ولسی کانګرس د دايمی کمېټی د ٢٣می غونډې په موده کې د نابالغو کسانو د ساتلو قانون د اصلاح مسودې څيړنه وکړه . په دغه مسوده کې په کورنۍ اوټو لينز ژړمو کې چې د نابالغو کسانو د ګډون حق ټاکل شوی دی او پر دوی باندی په اغيزمنو پېښو کې د ګډون او د نظريو څرګندولو حق دی .

د چين د ملی ولسی کانګرس د کورنيو چارو او د عدليې کمېټی د کارګرو ، د ځوانانو او ښځو د چارو دفتر مشر يو جيان وی وويل د نابالغو کسانو د ساتلو په قانون کې د دوي حق په ځانګړی توګه نه دی ټاکل شوی . هغه دې ته اشاره وکړه چې په قانون کې ټاکل شوی چې د دوي پلرونه او ميندی بايد د دوي د ګډون د حق درناوی وکړي او بايد د عمر او عقل له مخې د دوی په هکله د اړوندې پرېکړې له تر سره کولو مخکې دوی ته خبر ورکړي او د دوی وړانديزونه دې واوري . له دې څخه څرګنديږي چې پلرونه او ميندی بايد خپل ماشومان د يو خپلواک کس په توګه د پيژنی او نشی کولی چې د دوي ټول کارونه پخپله تر سره کړي . دغه عمل د نابالغو کسانو د ودې له اصولو او ځانګړتياوو سره برابر دی او دا ښيي چې اصلاح شوی مسوده د علمي لارو چارو پر نسبټ ولاړه ده .

د نابالغو کسانو روزنه او ښوونه هم ډير مهم کار دی ، نو په مسوده کې د روزنې حق په ځانګړی توګه وړاندی شوی او ټاکل شوی چې د بيلا بيلو کچو حکومتونه بايد

هغو نابالغو کسانو ته چې د بی وزلۍ ، معيوبي او د څارنې د نشتوالي له امله له

زياتو ستونزو سره مخامخ دي ، د اجباری ښوونی لپاره مساعده زمينه برابره کړي .

په مسوده کې دا هم ټاکل شوی چې د نابالغو کسانو پلرونه ، ميندی او ساتونکی بايد پخپله لومړی ښوونه حاصله کړی . دوی بايد د کورني روزنې معلومات تر لاسه کړی ، په سمه توګه دې د کوچنيانو د ساتلو دنده پلی کړي او د ماشومانو د ښی ودې لپاره دې رول ولوبوي . اړوند ارګانونه او ټولنيزې څانګې بايد د کورني روزنې او تربيې په هکله د نابالغو کسانو د پلرونو ، ميندو او نورو ساتونکو لارښوونه وکړي .

په اصلاح شوې مسوده کې د نابالغو کسانو د لومړی ساتنې اصول هم ټاکل شوی دی . په چين کې هغه نابالغ کسان چې عمر يې له اتلسو کالو څخه کم دی ، د کوچنيانو په توګه بلل کيږي . په مسوده کې ټاکل شوی چې په عادی ځايونو او ښوونځيو کې د سترو ناڅاپه پېښو د رامنځته کيدو په وخت کې بايد لومړی نابالغ کسان وژغورل شي . د چين د وکيلانو ټولنې په اړه د نابالغو کسانو د ساتلو د ځانګړی کمېټی مشر تونګ لي هوا وويل دغه اصول د ماشومانو د ساتنې او ودې په نړيواله اعلاميه کې د لومړی ځل لپاره وړاندی شوی چې په ١٩٩٠ کال کې د م م په اړه د ماشومانو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې تصويب شوې او د ماشومانو حق د م م له تړون سره برابر دی . چين د ماشومانو د لومړی ساتنې اصول د نابالغو کسانو د ساتلو د قانون په اصلاحی مسوده کې زيات کړی چې له امله يي د چين قانون له نړيوال قانون سره سمون لری .

په اصلاح شوې مسوده کې دا هم زياته شوی چې له ولسوالی څخه لوړ پوړی حکومتونه بايد د هغو نابالغو کسانو لپاره چې ناوړ عملونه يي کړيدي ، ځانګړی ښوونځی جوړ کړي او د ښوونې او روزنې لپاره دې ښه شرايط برابر کړي . چين د قانون له لاری د بد چلند لرونکو کوچنيانو سره د مرستی لپاره کوښښ کوي .