
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍته مو هرکلی کوم !
تاسو ته به معلومه وی که نه چې په چين کی د هان ، مغول ، تبت او هوی په شمول ٥٦ قومونه ژوند کوی . د بيلابيلو قومونو د کلتورونو او ځانګړتياوو د څرګندولو او خپرولو لپاره څوورځې دمخه په بيجينګ کی د قومی ګلونو د ټاکنې يو فعاليت ترسره شوی دی چې د چين د ٥٦ قومونو له ښځو نه د هر قوم لپاره يوه ښکلی او هوښياره ښځه د قومی ګل په ټوګه وټاکل شوه . نو د پروګرام په دغه کړۍ کی به مونږ له نژدی څخه له دغو ښځو سره وګورو !
( موسيقی )
دغه سندره چې همداوس تاسو واوريدله ، د جنت په نامه يوه مغولی سندره ده . په دغې سندرې سره يوه مغولی نجلۍ نڅا کوله چې نوم يی چيچيګا دی . هغې په خوشحالۍ سره زمونږ خبريال ته وويل :
( اواز )
زمونږ قوم ډير اوږد تاريخ او شتمن کلتور لری . وګړي مو ټول ډير مېلمنه پال او توريالی دی او ټينګه اراده لری .
د مغولی قوم د قومی ګل په توګه د ټاکنې له امله أغلی چيچيګا ډيره خوشحال ده او ويی ويل چې اوس يو زيات شمير وګړي د خپل قوم کلتور ته په درنه سترګه نه ګوری او لازيات خلک ښارونو ته کډه شوی نو په څړ ځايونو کی د مغولی کيږديو شمير ورځ په ورځ کم شوی دی . هغې زياته کړه پريږدی چې لا زيات خلک د دې له لارې د مغولی قوم او لوی څړ ځايونو په باب معلومات ترلاسه کړي نو هغه به د ريښتين قومی ګل په ټوګه ثابته شی .
١٩ کلنه لين جينګ د چين د جنوب لويديځ له يون نان ولايت څخه راغلی د ها ني قوم يوه نجلۍ ده هغې زمونږ خبريال ته وويل چې د دې په ټاټوبی کی د قومی کلتور اغيزه کمزوره شوې ده هغې د قومی ګلونو د ټاکنې په اړه وويل :
( اواز )
دغه فعاليت ژور اهميت لری . د قومی ګلونو ټاکنه د قومی کلتورونو د پراختيا لپاره ده ، نه د ښکلا څرګندويه ده نو ځکه زمونږ قوم به يی د زياتو خلکو پاملرنې راجلب کړي چې دا زمونږ د قوم لپاره ګټور دی .
په دغه فعاليت کی د قومی ګلونو د ټاکنې لپاره تر ټولو نه مهم شرط دا دی چې کانديدان بايد لوړ علمی کيفيت او له خپل قوم سره ژوره مينه ولری . ځکه چې د هر قوم ګل نه يوازی د خپل ځان بلکې خپل قوم استازيتوب کوی او د خپل قومی کلتور د خپرولو دنده پر غاړه لری . د دغه فعاليت عمومی ايديټر ښاغلی جانګ هوای جونګ وويل چې د دغه فعاليت د ترسره کولو موخه د ملی لږکيو د قومی کلتورونو اصليت ساتل دی . هغه زياته کړه :
( اواز )
اوس د زياتو ملی لږکيو قومی کلتورنه د اقتصادی پرمختګ په بهير کی د له منځه وړلو په حال کی دی . زياتې ملی لږکی د اقتصادی پرمختګ سره جوخت کلتوری او فرهنګی ناورين سره هم لاس او ګريوان دی .
د ده په أند د جغرافيايی جاپيريال نه پرته د زياتو ملی لږکيو د وروسته پاتیوالی يو مهم لامل دا دی چې تااستعداد او تګړه کسان يی بهر ته نه دی تللی . نو د قومی ګلونو ټاکنه له يوې خوا بهر ته د ملی لږکيو کلتورونه وښيې او له بلې خوا بهر ته د وتلو په هکله د ملی لږکيو د تکړه کسانو لپاره يو صحنه برابروی .
د فلم ايديټر ښاغلی جو جی جونګ د ښاغلی جانګ له نظر سره موافق دی . په دې اړه چې په نوموړی فعاليت کی ګډون کوونکيو نجونو مسلکی روزنه نه ده منلې ، هغه وويل :
دغو کانديدانو د خپلو قومونو د روښانه کولو لپاره له تودو احساساتو څخه ډکې ويناوې کړي او زما په نظر دا تر ټولو نه مهم کار دی . دغه روحيه به چينی کلتور ته سمسورتيا او پرمختګ ورپه برخه کړي .
ګرانو اوريدونکو ! مونږ هېله لرو چې د چين د ملی لږکيو کلتورونه نسل په نسل وساتل شی او دغه قومی ګلونه لا ځلانده شی .