<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-14 16:47:51    
د لونګ يو په ولسوالی کې ډبرينو غارونو ته سفر

cri

د لونګ يو ولسوالی د چين په ختيځ د جه جيانګ په ولايت کې پرته ده ، لس کاله مخکې په دغه ولسوالی کې تر ځمکی لاندی لوی ډبرين غارونه پيدا شول چې دغې کشفونې نه يوازی د اړوندو کارپوهانو ستره علاقه راجلبه کړی ، بلکې د زيات شمېر سيلانيانو د سفر هدف هم ګرزيدلی دی . چين ته د سفر په دغه کړې کې به له ما سره يو ځای د دغو ډبرينو غارونو سيل وکړي . ( موسيقې )

دغه ډبرين غارونه د لونګ يو ولسوالۍ په شمال د شی يان بې په نامه په يوه غرنی کلي کې پراته دي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه مسافروړونکی موټر پنځه دقيقې وروسته دې کلي ته رسيدای شي .دغه ډبرين غارونه غرونو او سيندونو ته نژدی دی او په شاو خوا کې يې شنې ونې ولاړې دي . خلکو ته لا پخوا معلومه وه چې په درو کې زيات ډنډونه شته او اوبه يې ډيرې پاکې او ژورې دې . د ١٩٩٢ کال په دوبي کې څو تنو کليوالو وغوښتل چې خپل پټيو ته د ډنډ اوبه ورکړي ، نو د ډنډ اوبو د وچولو پرېکړه يې وکړه. دوی لومړي په پمپ د شلو مربع مترو په مساحت د يو کوچني ډنډ په وچولو پيل وکړ چې د څلورو شپو ورځو د کار وروسته ډبرينې طبقې ښکاره شوې ، نهه ورځې وروسته دوه لوی ډبرين ستونونه او اوولس ورځې وروسته تر ځمکی لاندې يو ډبرين غار پيدا شو .

د ډبرينو غارونوتر کشفولو وروسته کليوالو اوه ډنډونه وچ کړل چې په پايله کې اوه ډبرينه غارونه يو پر بل پسی رامنځته شول . خو ډيره عجيبه خبره دا وه چې په اوو ډبرينو غارونو کې د يوې سر نه لرونکی ډبرينې مجسمې برسيره هيڅ تاريخی اثر نه ليدل کيده . د چين د انجنيرۍ اکاډمی پروفيسر وانګ سی جينګ له خبريال سره د

مرکی په ترڅ کې وويل کليوال د دغو تتو ډبرينو غارونو د کشفولو په لومړی وخت کې ډيره حيران وو . په حقيقت کې دوی په نړۍ کې تر ځمکو لاندی لومړنی لوی مصنوعی ډبرين غارونه کشف کړي دي . هغه وويل ____اواز____

ما د دغو ډبرينو غارونو له لومړنې کتنې وروسته په لرغونيو زمانو کې د ډبرينو غارونو د کيندلو په هکله زمونږ نيکه ګانو له پرمختلليو تکنالوجيو څخه تعجب وکړ ځکه چې ددوي عقل او تجربې ډيرې لوړی سويې ته ورسيدې . هغه زياته کړه د پيدا شويو ډبرينو غارونو له نظره هر غار تر ځمکی لاندی يو لوی سالون دی او هر يو يې لږ تر لږه زر مربع متره پراخوالی لری . د دغو اوو غارونو په شاوخوا يو کيلومترو په ساحه کې نور څليرويشت داسي غارونه هم پيدا شويدي .

د چين د ډبرو د مخانيک او انجنيرۍ ټولنې مشر ليانګ لين ده څو ځله دغه ډبرين غارونه له نژدې کتلی دی . هغه وويل د څيړنې له مخې د هر غار د کينولو په بهير کې مشخص پلان جوړ شو ، غارونه د يو بل په څنګ کې کيندل شوي ، خو يو بل ته د تګ لاره نشته . هغه وويل ____اواز_____

هر کله چې د لونګ يو ډبرينو غارونو ته ګورم ، ډير خوشحاله شم او پری وياړم ځکه چې دغه غارونه په لرغونی زمانی کې زمونږ د ماهرو صنعتګرانو له خوا جوړ شوی او د هېواد د لرغونی تمدن د تاريخ د څيړنې لپاره ډير ارزښت لری .

د لونګ يو ډبرين غارونه په لويې پيمانی ، ښکلی ډېزان او د تخنيکونو د مهارت او د ارزښت له مخې په نړۍ کې ډير کم تر سترګو کيږي . سره له دې چې د چين اړوندو کارپوهانو د دغو ډبرينو غارونو په هکله پراخه او ژوره څيړنه ترسره کړی ، خو د دغو

ډبرينو غارونو په هکله يي پوره معلومات نه دی تر لاسه کړي او زياتې پوښتنې يي لا هم ندي حل کړي . د بيلګې په توګه دغه غارونه کله ، د چا له خوا او په کومو وسيلو

کيندل شويدي ؟ د دغو ډبرينو غارونو ډيرې معماوې د زرګونو تنو سيلانيانو د راجلبولو لامل شوی دی . د چين په شمال د داخلی مغولستان له خپلواکی سيمی څخه راغلی سيلانې ميرمين جانګ ګو وويل ____اواز____

دغه ډبرين غارونه ډير عجيب دی او ډيره مينه ورسره لرم . خو نه يوازی دا احساس کوم چې دغه ځای د ليدو وړ ځای دی ، بلکی د دغو غارونو جوړونکو ته ډير درناوی کوم .

ګرانو اوريدونکو ، د وخت د لنډوالی له امله زمونږ نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي . که تاسی فرصت لرئ ، د لونګ يو ډبرينو د غارونو سيل وکړئ ! ښايی چې تاسی هم نوی شيان کشف کړئ !