<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-15 15:33:08    
په چين كې د يوې كانادايي ميرمنې ژوند

cri

درنو اوريدونكو اسلام عليكم تاسو د چين له بين المللي راديو څخه زموږ غږ اورۍ ،دا دى تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين كې د اونيزې برخې د خپريدو وار رارسيدلى،نن بيا هم زموږ همكار خوشحال تايب په بيجينګ كې له بهرنۍ اوسيدونكې سره مركه كړې او پربنسټ يې دا راپور برابر كړى چې ستاسو پام ورته رااړوم.

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونکو او د ويبپاڼې لوستونکو نيکې هيلې او سلامونه،هيله ده چې روغ او رمټ اوسۍ، پدې برخه كې به نن د يوې بهرنۍ په اړه چې اوس مهال په چين کې په دنده بوخته ده يو څه معلومات درکړم،

دغه پيغله يو ولېن نوميږي او اصلا د کانادا اوسيدونکې ده چې د شاوخوا يو نيم کال راهيسې دلته په بيجينګ کې اوسيږي،نوموړې ميانه ونه لري غټې سترګې چې کله کله عينکې هم په سترګو کوي،خوله يې تل له خندا ډکه وي،او ډير ژر له نورو کسانو سره د دوستۍ لاره پرانيزي هغه په لمړي سر کې مقابل لوري ته خپل ځان ورپيژني او بيا دهغه د ځاي ځايګي په اړه ترې پوښتي،هيڅکله په لاره يواځې نه ځي مطلب دا چې د لارې په داوږدو کې د ځان لپاره دوستان پيدا کوي او ورسره د زړه خواله کوي،له څه مودې راهيسې يې د چين د بين المللي راډيو په انګليسي څانګه کې په کار پيل کړی دی، څه موده وړاندې كله چې د راډيو له خوا د بيدي هه سيمې ته د ميلې لپاره تللي وو، نو هلته مې وليدل چې( يو ولېن) به له هر چا سره په خوږه ژبه روغبړ کاوه او تل به له ګڼو کسانو سره په خبرو بوخته وه،ما هم وخت غنيمت وګاڼه او په چين کې د هغې د ژوند په اړه مې پوښتنې ورځينې وکړې،په ورين تندي او خندا سره يې ځوابونه راکول،(يو وې) وايې که څه هم چې له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه ډيره ليرې ده خو په چين کې له ژوند کولو څخه زيات خوند اخلي،او اوس مهال دلته په چين کې ډير شمير ښه دوستان لري هغې وويل:

ژباړه: په چين کې ژوند تل په زړه پورې دی،که څه هم ښايي په ځينو برخو کې لږ څه نيمګړتياوې موجودې وي خو چين ډير ښه خلک لري او په زړه پورې ځاي دی،

په هغه ښار کې چې ما له يوولېن سره مرکه وکړه يو ډير ښکلی ښار دى،او دخلکو او موټرو ګڼه ګوڼه هم پکې ډيره زياته نه ليدل كيږي،هوايې ښه صفا او تل شين آسمان لري،بل دا چې په دغه سيمه کې بيلابيل ډول سيمه ايز خواړه هم ليدل کيږي،يو وې پدې هکله داسې څرګندونې کوي.

ژباړه: دلته زيات ترافيک ( د موټر ګڼه ګوڼه) نشته،او ډير آرام او ښه ښار دی،بيلابيل ډولونه سمندري خواړه هم شته چې ډير زيات خوندور دي،او موږ هم زيات خوند ورڅخه اخيستي دی،

درنو اوريدونکو د بيجينګ ښار تر ډيره حده له سمندر سره اړيکې نلري پدې مانا چې خلک د سمندر د ليدلو او په هغه کې د لامبو لپاره نورو ليرې سيمو ته ځي،آغلې يو وې وايي په بيجينګ کې د لامبو وهلو لپاره د لامبو ډنډ يا حوض ته ځي،خو دلته په سمندر کې لامبو وهل ورته ډير په زړه پورې دي،ځکه د دوي په هيواد کې هم دا شان د سمندر غاړې ډيرې لږ ليدل کيږي:

په کاناډا هيواد يعنې زما په اصلي ټاټوبي کې زيات سمندرونه شته او موږ ګڼې بحيرې لرو او ددې موخې د پوره کولو لپاره هلته ځوو،چې هغه هم بيل او ځانګړی خوند لري،دلته د اوبو او شګو رنګ يو شان دی چې دا زما لپاره ډير په زړه پورې دی،تاسې وګورې شنې اوبه،ګڼې شنې ونې او شنې شګې،دا منظره دهر چا پام ځان ته را اړوي،حتی آسمان هم دلته ډير روښانه او صاف دی،ما دشپې ښکلي ستوري وليدل چې د دوبي په موسم کې په بيجينګ کې ډير لږ ليدل کيږي،وي وې راته وويل چې دا ښکلی ځاي او منظرې به يې هيڅکله هير نشي،

قدرمنو اوريدونکو ما تاسو ته په تيرو پروګرامونو کې ويلي وو چې دبيدى هه په سيمه كې په سلکونو تنو د سمندر پدې غاړه کې لامبو وهله،ځينې کسان ډير تکړه وو او د سمندر له غاړې څخه ليرې په لامبو وهلو بوخت وو ځينو نورو چې په لامبو وهلو کې يې دومره لوي لاس نه درلود نو د سمندر د غاړې په نږدې څو مترونو کې يې لامبو وهله،يو شمير ميرمنو خپلو ماشومانو ته لامبو ورزده کوله،او د موټرو د ټاير له ټوپونو او ورته نورو وسايلو څخه يې کار اخيسته چې ماشومان يې په اوبو کې ډوب نشي،يو وې هم ددې په وينا چې تر ډيرې مودې وروسته يې په داسې يو ځاي کې لامبو وهلې ډير په زړه پورې کار وو او ډيره خوشحاله ده:

ژباړه: دا ډير ښکلی او په زړه پورې کار دی چې دلته راته د لامبو وهلو زمينه برابره شوه او او له اوبو څخه مو خوند واخيست،او و مو ليدل چې خلک د سمندر د غاړې د واليبال لوبه کوي،او يوه بله خبر چې دد سيمې شګه ډيره ښکلې او پسته ده،چې دا تر هر څه ماته په زړه پورې دي.درنو اوريدونكو چين يو ډير پراخ او لرغونى هيواد دى، دلته په هر سيمه او برخه كې په لسګونو او حتى په سلګونو بيلابيل تاريخي او دليدو وړ ځايونه او اثار ليدل كيږي،چې دغه اثارله بيلابيلو دورو او پادشاهانو څخه دې هيواد ته په ميراث پاتي دي،او هر كال په سلهاوو زره كورني او بهرني سيلانيان له هغو څخه ليدنې كوي،او د هغو په اړه معلومات تر لاسه كوي.كه تاسو ته هم دا زمينه برابره شي نو حتمآ ددې ځايونو ليدلو ته راشۍ.س

محترمو اوريدونكو او د ويبپاڼې عزتمندو لوستونكو د بهرنيان په چين كې د ننۍ برخې لپاره وخت همدومره وو،كه تاسې په دې هكله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوكې لرۍ نو زموږ سره يې شريكي كړى چې دغه برخه لا پرې بډايه شي.ستاسو د ښكليو او په زړه پورې ليكونو په هيله.