<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-15 16:36:55    
د أسيا د هنری موزيمونو د مشرانو غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri

ګرانو اورېدونکو! د أسيا د هنری موزيمونو د مشرانو دری ورځنی غونډه د دغو مشرانو لپاره لومړنۍ لوړې پوړی غونډه ده چې له ١٥ هېوادونو څخه ٥٠ تنو مشرانو او استازيو پکې د أسيايی هنری موزيمونو د اوسنيو حالاتو او راتلونکی پرمختګ په اړه بحث وکړ. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغې غونډې په اړه څه معلومات درکړم.

---اواز ١----د اګست په يودېرشمه نېټه د چين په هنری موزيم کې د چين،جاپان،کوريا ، د جنوب ختيځی أسيا د لسو هېوادونو،هند او بنګلاديش په ګډون د پنځلسو هېوادونو مشرانو د دی غونډې په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.د چين د کلتور وزير ښاغلی سون جيا ځانګ په دغو مراسمو کې وويل

---اواز٢--- د نوی پيړۍ له رارسېدو راهيسی هنر او کلتور ورځ په ورځ د هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې مهم رول لوبولی دی. د هنری موزيم په اړه د يو هېواد د کلتوری نښې په توګه بايد تر نويو حالاتو لاندی پرمختګ ته کتنه او پری بحث وشي.زه هيله لرم چې دغه غونډه ډېر برياليتوبونه تر لاسه او مشرانو او کارپوهانو ته د خبرو اترو يو چانس برابر کړي.

د ويتنام د هنری موزيم مشر ښاغلی ترونګ فوک بين خبريال ته وويل

---اواز٣---مونږ به په دغه غونډه کې د همکارۍ په اړه يو شمېر غوښتنې وکړو. د بېلګې په توګه، په خپله سيمه کې به له نورو هېوادونو سره هنری ننداری جوړی او

د کاتوليزم او بوديزم تر اغېزو لاندی د جنوب ختيځی أسيايی هنر په موضوع

به نندارتون جوړ کړو.په دغه سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو کلتور ډېر او لږ د چين او هند تر رڼا لاندی دی. مونږ فکر کوو چې په نړيوال کېدو سره د هر هېواد هنری او کلتوری ځانګړتياوی وساتي.

د چين د هنری موزيم مشر ښاغلی فان دي ان د دغې مسئلې په هکله خبريال ته وويل د أسيايی هېوادونو هنر دوه عمده ځانګړتياوی لری چې يو يې له دود څخه معاصر ته ګرځېدل او بل يې د ملی او نړيوالو هنرونو ترمنځ يو ځای کېدل دی.نو د أسيايی هېوادونود هنری ټولنو ترمنځ د نظريو تبادله او نړيوالې هنری ټولنې ته د خپلو ځانګړيتوبونو څرګندول د أسيا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يو غوره او فعال انتخاب دی. خو له اوږدې مودې راهيسی د موزيمونو ترمنځ تګ راتګ لږ دی. د بيلګې په توګه که څه هم د چين په هنری موزيم کې د اروپا، امريکا،جاپان او کوريا هنر په اړه ډېر لوي نندراتونونه تر سره شوی خو د جنوب ختيځی أسيا د لسو هېوادونو په اړه کم نندراتونونو ته پکې ځاي ندی ورکړل شوي .فان دي ان څرګنده کړه د دغې غونډې جوړول د أسيايی هنری ټولنو ترمنځ د همکارۍ يوه نښه ده. ده وويل

---اواز٤---د بېلا بېلو اسيايي هېوادونو ډير هنری اثرونه په نړۍ کې مشهور دي ځکه چې پخوا د موزيمونو ترمنځ تګ راتګ کم و ، نو د نوروأسيايی هېوادونو خلک له دغو غوره او ارزښتناکو أثارو څخه ګټه نشي اخيستی .فکر کوم چې له دغې غونډې وروسته به دوه او څو اړخيز تګ راتګ په زياتوالی سره ډېر خلک له دغو أثارو څخه برخمن او خوند واخلي.

د سينګاپور د هنری موزيم مشر ښاغلی کوک کيان چو وويل په دغه موزيم کې د

اثارو ساتلو هڅې د جنوب ختيځی أسيايی هېوادونو ملاتړ لاس ته راوړی دی.خو له

نورو هېوادونو سره ډيری همکارۍ ته سترګی په لار دی. ده زياته کړه

---اواز ٥---هيله لرو چې د همکارۍ يو ډګر جوړ کړو چې پکې ګټور او پر وخت معلومات يو بل ته وړاندی کړو..مونږ نه يوازی د هنری چارو پرمختګ ته بلکې له نورو هېوادونو او نړيوالو ارګانونو سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګورو. يوازی په دی شرط هنر او هنری موزيم په پرله پسی توګه د خلکو د ګټو پر بنسټ مهم رول لوبولی شي.