<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-16 19:09:33    
چين پلان لري چی په کليوالو سيمو کې بزګرانو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره لس کاله ولګوي

cri

د چين د حکومت د لوړ پوړيو چارواکی په ويناه چين پلان لري چی په کليوالو سيمو کې بزګرانو ته د څښاک د اوبو د برابرولو لپاره لس کاله ولګوي او لسګونه مليونه يوانه پانګه واچوي .د اوبو لګولو وزير وانګ سو چنګ وويل د چين حکومت به په راتلونکو لسو کلونو کې د دری سوه مليونه کسانو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو مسئله حل کړي چی دا د نړيوالې ټولنې لپاره د چين د حکومت يو مهم خدمت وی .

د رسمی شميرنې له مخی د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د چين په کليوالو سيمو کې ٣١٢ مليونه بزګرانو لاهم هغه اوبه وڅښل چی له کيفيت يې سم نه دی .د نوموړی پلان له پلی کولو څخه څرګنديږي چی د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رامنځته شوی روغتيايی ګواښونه به په پوره توګه له منځه يووړل شی .

د م م په زريزی اعلاميه کی ويل شوی چی د ٢٠١٥ کال تر پايه پوری به د هغو کسانو شمير نيمه برخه کمه شی چی څښناک پاکی اوبه نه شی تر لاسه کولی او په پرمختيايی هېوادونو کی په سلو کې ٨٠ ناروغۍ له ناپاکو اوبو څخه رامنځته کيږي .

د چين د اوبو لګولو د وزير مرسيتال ځای هاو هوی وويل په چين کی د ناپاکو اوبو د څښلو له امله د رامنځته ناروغی پنځوس ډولونو ته رسيدلی دی ،نو د پاکو اوبو د سرچينو ساتنه او د پاکو اوبو څښل د چين د اوبو لګولو په کارونو کی تر ټولو نه مهمه دنده بلل کيږي .

د ٢٠٠٦ کال د اګيست په ٣٠ نېټه د دولتی شورا د دايمی چارو په غونډه کی په

کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو د پروژې په هکله د يوولسم پنځه کلن پلان تر غور لاندی نيول او په اصولی ټوګه تصويب شوی دی او له دی څخه څرګند شوی چی د چين حکومت د دری سوه مليونو بزګرانو د څښاک د اوبو اړوندې مسئلې د ژر حل لپاره کوشش کوی .ښاغلی وانګ سو چنګ وويل دغه پروژه په عمده توګه د حکومتی پانګې په اتکا او د بزګرانو په شمول د ټولنيزو ځواکونو په راجلبولو له لاری تر سره شی .هغه وويل مرکزی حکومت به په عمده توګه د منځنيو او لويديځو سيمو ملاتړ وکړي خو په ختيځی سيمې کی به امتيازی تګلاری وټاکي او ټولنيزه پانګونه به راجلب کړي .

د چين نفوس له يو ملياړد دری سوه مليونو تنو څخه اوښتی دی خو د هر تن په سر د اوبو سرچينه يوازی د نړيوال منځنی اندازې يو په څلورمه برخه نيس .د نوی چين د جوړيدو راهيسی د چين په بيلا بيلو کليوالو سيمو کې د څښاک د اوبو د برابرولو ٣ مليونه پروژې جوړې شوې چې ٢٧٣ مليونه بزګرانو ور څخه ګټې اخيستی دی .په تيرو پنځو کلونو کې د چين حکومت د دوه ويشت مليارډ او دوه سوه مليونه په اچولو د ٦٧ مليونه کسانو د څښاک د پاکو اوبو مسئله حله کړې ده .

د چين د اقتصاد په پرمختګ سره د څښاک د پاکو اوبو د مسئلې د حل په همدی وخت کی د چين حکومت لازياتی نړيوالی دندې هم پر غاړه لري .

ښاغلی وانګ سو چنګ وويل په وروستيو کلونو کی چين په پرمختيايی هېوادونو کې د اوبو او روغتيا په برخه کی د ٨٣ پروژيو دنده پر غاړه اخيستی او په همدی وخت کی يی د اوبو د برابرولو پروژو د لارښوونی لپاره افريقايی هېوادونو ته فنی کارکوونکی ليږلی او دغه راز د دغو هېوادونو لپاره يی ګڼ شمير فنی او اداری کارکوونکی روزلي دي .