د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کانادا د ملی دفاع وزارت د سپتمبر په پنځلسمه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کی د کانادا د ځواک د قوماندان د غوښتنې سره سم او د ځايی وضعې ته په غور سره به کانادا د افغانستان جنوب ته نور دوه سوه تنه سرتيری وليږی چې په دغه سيمه کی د طالبانو پر ضد په مبارزه کی د کانادا له ځواک سره مرسته وکړي.
نوموړی وزارت وويل طالبانو د مينونو ګوليو او راکتونو په وسيلی د ناتو په مشری پر نړيوالو امنيت ساتونکو ځواکونو بريدونه کړی او له دې امله د کانادا ځواک له نور زيات پيچلی او ستونزمن حالت سره مخامخ دی، نو سيمی ته د نورو زياتو سرتيريو ليږل يو اړين تدبير دی.