دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور پيانو غږونکی ليو شی کون له خوا غږول شوی بهرنۍ نغمی وړاندی کړو٠
( نغمه ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د پولند د پيانو غږونکی او موسيقی جوړونکی چوپين فردرک له خوا ليکل شوی او د ليو شی کون له خوا غږول شوی نغمه واوريده٠ دغه نغمه د تورو کليو دنغمې په نامه ياديږي ځکه چه نغمه بالکل د پيانو د ښۍ خوا په تورو کليو غږول کيږي .
ليو شی کون په ١٩٣٩ کال کی زيږيدلی او د ماشومتوب په موده کی يی د پيانو غږولو زده کړې کړې ، کله چی پنځه کلن و ، د پيانو د غږولو ځانګړې ننداره يي وکړه او د ١٠ کلنۍ په وخت يی د پيانو د ځوانو غږونکو په ملي سيالی کی طلايی مډال ترلاسه کړ او د نابغه ماشوم په توګه وبلل شو٠ ليو شی کون په وار سره د شانګهای او بيجينګ د موسيقي په ښونځيو او د مسکو د موسيقی په پوهنځی کی زده کړه وکړې، په ١٩٥٦ کال کی هغه په هنګری کی د ليسزت په نامه د پيانو د غږولو په نړيواله سيالی کی دريم مقام وګاټه او ٢ کاله وروسته يی د چايکوفسکی د موسيقی په نړيواله سيالی کی دريم مقام هم ګټلی و٠ له دی وروسته هغه په نړۍ کی ډېر مشهور شو او د چين د غوره پيانو غږونکی په توګه وګڼل شو٠ راځئ چی د ليو شی کون له خوا غږول شوی د هنګرۍ شپږمه رپسودي واورو٠
( نغمه ٢ )
ليو شی کون په تېری پيړۍ کی د دايمی هستوګنی لپاره هانکانګ ته لاړ او د پيانو د تعليم لپاره يی هڅی وکړی، هغه په هانکانګ کی د خپل نوم په نامه د پيانو هنری مرکز جوړ کړی او وروسته يی د بېجينګ او شانګهای په ګډون په لسګونو ښارونو کی د پيانو ښوونځی هم جوړ کړی چی په پايله کی يی د موسيقی په چارو کی ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل٠ د پروګرام په پای کی راځئ چی د ليو شی کون له خوا غږول شوی د ای غږ د بم يا ډبل کولو سره سم د پولند د نڅا يوه ترانه واورو٠
( نغمه ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری نغمی په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ نننی پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!