<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-17 17:56:11    
د مرچو په اړه معلومات

cri

په وروستيو کلونو کی مرچ د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د خوندور خوراک په توګه ومنل شول٠ د مثال په توګه په امريکا کی هغه رستورانونه چی په غذا کی يی مرچ ډېر اچول کيږي، ورځ په ورځ زياتيږي او حتی د امريکا فضايی پيلوټ فضا ته د سفر په وخت کی هم يو بوتل مرچ له ځان سره وړی وو٠ دغه راز يو امريکايی شرکت هر کال د مرچو سل مليون بوتل غوړی سلو هېوادو ته صادروی٠ خو په بېلا بېلو هېوادونو کی د مرچو د خوړلو دودونه سره توپير لری ، مثﻵ د ماليزيا خلک مرچ د کبانو له سوس سره يو ځای خوری، د مکسيکو خلکو لا اته زره کاله دمخه د مرچو په خوړلو پيل کړی ، هنګريان داسی مرچ خوری چی پکی د ګلابو پاڼی اچول شوی وی، کوريايان وچ مرچ خوښوي ، جاپانيان د مرچو له ميده کولو وروسته يو ډول مساله جوړوي او په چين کی ډېر زيات خلک مرچ خوری، په تېره بيا د جنوبی او مرکزی چين په هغو ولايتونو کی چی هوا يی مرطوبه او بارانی وی، خلک د مرچ خوړلو عادت لری٠ هغه کسان چی مرچ نه خوری ، په دی نظر دی چی مرچ د ذائقی حس لپاره فايده نه لری، خو حقيقت کټ مټ برعکس دی چی په مرچو کی يو ډول خاص مواد شته چی دغه مواد د خوراک د خوند د زياتوالی رول لری٠ ولی د مرچو له خوړلو وروسته خوله سره کيږي او له بدن خولی بهيږي؟ د ځينو عالمانو په نظر د مرچو له خوړلو وروسته په دماغ کی داسی غلط حس پيدا کيږي چی وجود ته تاوان رسوی، نو د درد په ضد يو ډول ماده خوشی کيږي، په حقيقت کی په دی وخت کی مرچ وجود ته هيڅ تاوان نه رسوی٠ که بيا هم مرچ وخوړل شی، په دماغ کی به داسی غلط حس بيا راشی او د درد په ضد به

نوری زياتی داسی مادی خوشی شی چی د دغو مادو د پر له پسی خوشی کيدو له امله خوند، راحت او هيجان رامنځته کيږي٠

د مرچو خوړل د درد د تسکين او کمښت رول لوبوی، نو له کلونو کلونو راهيسی

مرچ د درد کمولو د درملو په توګه استعماليږی ، خو عالمانو يوازی په دی وروستيو وختونو کی د درد د کمښت په اړه د مرچو رول کشف کړ٠ مرچ د وينو د ګردش ، د زکام له امله د رامنځته شويو نښو د ليري کولو او حتی د سرطان د وقايی او مخنيوی لپاره هم ډېره ګټه لری٠ د مثال په توګه د جنوب ختيځی اسيا په هېوادونو او هند کی په سرطان د اخته شويو وګړو شمېر له لويديځو هېوادونو نه کم دی، د عالمانو په وړاندوينی سره په دغو تيزو خوراکونو کی د مزمنو ناروغيو، د سرطانونو د مخنيوی او د ارګانيزم د زړيدو په ضد مواد پيدا کيږي٠ په وروستيو وختونو کی د امريکا د هاواي پوهنتون د عالمانو په نظر په مرچو او ګازرو کی يو ډول ماده د سلولونو ترمنځ د علامی نقلولو جين تحريکولی شی چی دا ممکن د سرطان د مخنيوی په برخه کی مهم رول لوبوی، ځکه چی د انسان په جهاز کی د سرطان د راپيدا کيدو په وخت کی د سلولونو ترمنځ د علامی د نقلولو په سيستم کی خنډونه رامنځته کيږي٠