تونګ جی پوهنتون چې په شانګهای کی پروت دی، د چين د پوهنې وزارت يو مهم پوهنتون دی ، د انګړونو مساحت يی څه دپاسه دوه سوه او څلويښت هکتاره دي او په پنځو ښوونيزو برخو ويشل کيږی چې پکی څلور برخې جوړ شوې او وروستی برخه يی د جوړېدو په حال کی ده.
په لومړی سر يعنی په ١٩٠٧ کال کی د المان د ډاکترانو لخوا په شانګهای کی جوړ شوی طبی ښوونځی و او نوم يی د همکارۍ معنی لری. په ١٩٢٧ کال کی په رسمی توګه د دولتی پوهنتون په توګه وټاکل شو. د جاپان د تيرۍ پر ضد د مبارزې په بهير کی دغه پوهنتون د سه چوان ولايت ته وليږدول شو او په ١٩٤٦ کال کی بيرته شانګهای ته راوليږدول شو او وروسته ګام په ګام د درملنې او قانون په شمول پنځه پوهنځۍ لرونکی مشهور عمومی پوهنتون وګرځېد. تر ١٩٥٢ کال تونګ جی پوهنتون د چين په ساختمانی برخه کی تر ټولو لوی او بشپړ پوهنتون بلل کېده.
د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کی د پوهنې د وزارت او د شانګهای ښاروالی تر ملاتړ لاندی، د شانګهای د پرمختګ پوهنځی او د ساختمانی مالونو پوهنځی په تونګ جی پوهنتون کی ورګډ شول. د ٢٠٠٠ کال په اپريل کی د شانګهای د اوسپنيزې لارې پوهنځی هم په دغه پوهنتون کی ور ګډ شوی نو اوسنی تونګ جی پوهنتون ډېر زيات ځواکمن دی چې د اسپرانتانو د پوهنځی د جوړولو له لومړنيو پوهنتونونو څخه دی چې د دولتی شورا لخوا منظور شوی وو.
په تونګ جی پوهنتون کی د ساختمان، اقتصاد، ادارې، تکنولوژۍ پر عامه پوهنځيو سربيره، د چين او المان د اسپرانتانو د روزلو پوهنځی شته چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا منظور شوی او د چين او فرانسی د انجنيری او ادارې پوهنځی هم شته چې د فرانسی د لوړې تکنولوژۍ د پوهنتون له شرکت سره په ګډه جوړ شوی.
اوس د بيلا بيلو سيمو پنځوس زره تنه زده کوونکی د تونګ جی پوهنتون په بيلا بيلو څانګو په خپلو درسونو بوخت دي چې څلور زره دوه سوه تنه ښوونکی لری. پکی دوه لس تنه د چين د علومو او انجنيرۍ د اکاډميو غړی دي او يو زر اته سوه تنه يی پروفيسران اويا د پروفيسرانو مرستيالان دي. د چين د علمی څېړنې د يوې مهمې اډې په توګه په دغه پوهنتون کی د دولت او ولايت په درجه څوارلس لابراتورونه او څېړنيز مرکزونه شته. پر دې سربيره پنځه روغتونونه او دوه ښوونځی هم له دې پوهنتون سره تړاو لری.
تونګ جی پوهنتون د اوږدې مودې په پرمختګ کی خپل ځانګړی وړتياوی رامنځته کړی چې اوږد تاريخ لری، په جدی توګه ښوونيزې چارې تر سره کوی، ښوونکی يی لوړ کيفيت لری، په ساختمانی برخه کی لومړی ښوونيزه سويه لری، له نورو هېوادونو سره اړوندی تبادلې کوی او نور.
په وروستيو کلونو کی تونګ جی پوهنتون د ښوونيزو چارو په اړه د خپلې ځانګړې نظريې د جوړولو لپاره کوشش کړی او اوس دغه پوهنتون د ګړندی پرمختګ په حال کی دی.