<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-18 17:19:13    
د ناروغانو د مسکی کيدو لپاره

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، د نننی پروګرام په دی برخه کښی به يو مضمون واوری چې عنوان يې دی د ناروغانو د مسکی کيدو لپاره٠

( سندره ) دا سندره چې تاسی يې اوری، ٌ نورو ته د مينې ورکولو ٌ په نامه د چين يوه ډيره مشهوره او خوږه سندره ده٠ په شعر کښی يې ويل شوی چې که هر څوک نورو ته خپله مينه ورکړی، زمونږ نړی به لا ښکلی راتلونکی ولری٠ د چين د شينجيانګ د پوله ساتونکی پوځ د روغتون د چينی دوديز طب د څانګې مرستيال پوځی ډاکټر وانګ يون ژوه د سيمه ايزو خلکو او پوځيانو په زړونو کښی يو داسی سړی دی چې ناروغانو ته خپله ټوله مينه ورکوی او د ناروغانو د مسکې کيدو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه کوی٠

ښاغلی وانګ يون ژوه د يوه پوځی سرتيری په توګه د سرتيری کلکه اراده لری ، په خپلو کارونو کښی د ټينګ هوډ خاوند دی او د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره ټول ځواک کاروی، د يوه ډاکټر په توګه هغه د زړه له کومی له ناروغانو سره ډيره مينه لری او د دوی د روغتيا او نيکمرغۍ لپاره خدمتونه ترسره کوی٠ وانګ يون ژوه د پوځی ډاکټرۍ له لسو کلونو راهيسی څلور ځله د دريمې کچې پوځی کارنامې ټينګې کړې او د څه دپاسه شلو ځلو لپاره د روغتون بېلګه ټاکل شويدی٠

( موزيک ) وانګ يون ژوه وويل : په پوځ کښی داخليدل زما د ژوند يوه ډيره سمه لاره ده او په پوځ کښی د پوځی ډاکټر په توګه قوماندانانو او سرتيرو او سيمه ايزو خلکو ته ځانګړی مينه ورکول زما نيکمرغی او وياړ ګڼل کيږی ٠ نو هغه تل د ناروغانو په مقابل کښی مهربانه او ورين تندی رويه لری چې د ناروغۍ د معاينې په وخت کښی په مسکا سره له ناروغانو سره خبرې کوی او کله نا کله د تيلفونی خبرو له لاری له ناروغانو څخه د هغوی د روغتيا پوښتنه کوی٠دغه راز ډاکټر وانګ يون ژوه او د چينی دوديز طب څانګه کله نا کله د بی کسو زړو ناروغانو او بی وزلو ناروغانو طبی لګښتونه کموی او حتی له هغوی څخه هيڅ لګښت نه اخلی ٠ سپين ږيری جيو ده شينګ چې اويا کلن دی، د ملا د مرۍ په ناروغۍ اخته شوی، که څه هم د څو کلونو لپاره يې درملنه کړې، خو لا هم ند جوړ شوی او سخت درد درلود٠ څرنګه چې د هغه مياشتنی مرستندويه معاش کم دی، نو له خپلې ميرمن سره بی وزلی ژوند تيروی٠ کله چې پوځی ډاکټر وانګ يون ژوه له دی پيښې خبر شو، په نوښت سره يې د سپين ږيری لپاره څه نا څه زر ژن مين بی يوانه طبی لګښت کم کړ ٠ جيو ده شينګ او خپلې ميرمن د چينی دوديز طب څانګې ته يوه افتخاری جنډه وسپارله او په خوښۍ سره يې وويل: رښتيا ده چې پوځی روغتون ښه دی او ډاکټران يې زمونږ له کليوالو سره ډيره مينه او ژور احساسات لری٠

د اکيوپنکچر يا ستن وهلو له لارې د ناروغۍ درملنه د چينی دوديز طب يوه ډيره اغيزه ناکه طريقه ده٠ پوځی ډاکټر وانګ يون ژوه په دې برخه کښی لوی لاس لری او د خپل مهارت په وسيله يې د ډيرو زياتو ناروغانو درملنه کړې ده٠ خو هغه وويل : زما طبی مهارت ځانګړی شتمنی نده ، بلکه زما د ملګرو له ګډو کوښښونو سره اړيکی لری٠

( سندره ) دا سندره چې تاسی اوری، د پوځيانو د ستاينې په هکله يوه خوږه سندره ده ، په شعر کښی يې ويل شوی : مونږ چې پوځيان يو عادی خلک نه يو، په پولو کښی له بادونو، واورو او بارانونو سره مبارزه کوو او د خپل هېواد د أرامۍ د ساتلو لپاره توپکونه نيسو ...

د ډاکټر وانګ يون ژوه په أند، که يو سرتيری وتلی او تکړه جنګی طاقت و نه لری، هغه به معياری عسکر نه وی، د پوله ساتونکی پوځ د يوه ډاکټر لپاره لوړ طبی مهارت په خپله يو جنګی طاقت دی او د طبی مهارت په وسيله پوځيانو ته د روغتيا رسول خپله اصلی دنده ده٠ نو هغه د سياسی شعور د لوړولو تر څنګ په پرله پسی توګه د چينی دوديز طب د تيوريو او معلوماتو زده کړې کوی او له نورو ډاکټرانو سره د تجربو تبادله کوی٠ دغه راز هغه د اساسی پوځی يونټونو له طبی کارکوونکو سره هم ډيرې زياتې مرستې کړېدی٠ د ٢٠٠٥ کال له می راهيسی ښاغلی وانګ يون ژوه د اساسی پوځی يونټونو او پوله ساتونکو مرکزونو لپاره څه دپاسه څلويښت تنه روغتياساتونکی اوطبی کارکوونکی روزلی، د چينی دوديز طب په هکله يې پنځه علمی تزيسونه خپاره کړې او خپله ځانګړی طبی طريقه يې رامنځ ته کړېده٠ د ده نوی طبی طريقه د ناروغيو د درملنې په برخه کښی داسی ښيګړنې لری چې د ناروغانو درد کموی او د طبی عملياتو لپاره پراخ جراحی عمليات په کار ندی او ژر ژر ښه اغيزه هم ترلاسه کولای شی٠ د روغتون د مشرتابه په ملاتړ ډاکټر وانګ يون ژوه د چينی دوديز طب د څانګې له نورو ډاکټرانو سره يو ځای ٌ د غاړې، اوږې، ملا او پښې د درد د درملنې مرکز ٌ ، ٌ د نقرس او روماتيزم د درملنې مرکز ٌ ، ٌ د چينی دوديز طب په وسيله د بڼې او بدن د ښکلی کولو مرکز ٌ او ٌ د چينی دوديزو طبی درملو په وسيله د مينځلو، لوګی کولو او بخار ورکولو له لاری د ناروغيو د درملنې مرکز ٌ جوړ کړيدی٠ اوس دغه مرکزونه د سرتيرو او سيمه ايزو خلکو د درملنې په برخه کښی ستر رول لوبوی٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د پوله ساتونکی پوځ د روغتون د پوځی ډاکټرا وانګ يون ژوه په هکله يوه مضمون واوريده٠