<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-18 18:44:24    
چين به په بيلا بيلو ساحو کې د توليداتو کيفيت د لوړوالی لپاره کوشش وکړي

cri

ګرانو اوريدونکو ،د سپتمبر په ١٢ نېټه د چين حکومت د توليداتو په چاروﻻ کې د کيفيت د سويې او پرمختيايی توان په هکله يو اقتصادی شاخص خپور کړچې په بيلا بيلو برخو کې د توليداتو کيفيت د لوړوالی لپاره هڅه وشی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په هکله به په دغه پروګرام کې تاسو ته د توليداتو کيفيت د لوړوالی لپاره د چين د حکومت د کوششونو په باب معلومات وړاندی کړو.

دغه شاخص چی پکی په عمده توګه د توليداتو د اوسنی کيفيت او پرمختيا امکانات شامل دی ، د توليداتو د کيفيت د کچې او په بازار کې يی د برخې سره سم د چين د شميرنې ادارې له خوا ارزول شوی او د چينی توليداتو د کيفيت او سيالی توان تری څرګند شوی دی .

د چين د شميرنې ادارې مشر جيو شياو هوا وويل چې د چين د مخابراتی تجهيزاتو ،کمپيوټرونو ،نورو بريښنايی توليداتو او ماشين ألاتو د جوړولو په چارو کې د کيفيت د سيالی توان لوړ دی ،خو دغه توان د چاپونې او د کرنې او فرعی توليداتو د چمتوکولو په چارو کې ټيټ دی .(اواز................) په چين کې د توليداتو جوړولو په چارو کې د کيفيت د سيالی توان په څرګنده توګه نابرابر دی .د هغو چارو د توليداتو کيفيت او سيالی توان لوړ دی چی عصری تکنالوژی او زياته پانګه پکی کارول شوی ،خو په هغو دوديزو چارو کې د توليداتو د سيالی توان ټيټ دی چی د کارکوونکو شمير يی له اړتيا څخه زيات دی .

هغه وويل چی د چين په ختيځه سيمه کې د توليداتو د کيفيت او سيالی توان لومړنی ځای نيولی دی خو په منځنی او لويديځه سيمه کې دغه توان ټيټ دی .

د چين د توليداتو د کيفيت د څارنې او د عمومی قرنطينې ادارې مشر لی چانګ

جيانګ د دغه شاخص د ارزونی په ترڅ کی وويل چی د دغه شاخص له

خپرولو مخکی چين په څو کلونو کی د بيلا بيلو توليداتو د کيفيت په څيړنې لاس پوری کړې او دغه شاخص يی شميرلی دی خو دغه شاخص نه دی خپورشوی .د دوی د شميرنې له مخی د تير کال تر پايه پوری د چين د توليداتو د کيفيت او سيالی توان شاخص په مسلسلو اوو کلونو کې لوړ شوی دی .خو هغه په همدی وخت کی دی ته اشاره وکړه چې له پرمختلليو هېوادونوسره د چين دغه توان لاهم زيات واټن لري چی عمده لامل دا دی د نړيوالو ميعارونو سره سم د چين ځينی توليدات ميعاری سويې ته نه دی رسيدلی او د ځينو کوچنيو تصديو له خوا د توليد شويو توکيو کيفيت ښه نه دی .

هغه زياته کړه چی چين به په دغو چارو کې د خپلو توليداتو د کيفيت د سويې د لوړوالی لپاره په مختلفو برخو کې نړيوال ميعارونه پلی کړي .(اواز.............)

په وروستيو کلونو کې د ماشينونو ، بريښنايی ماشين ألاتو او بيړيو د جوړولو په شمول چارو کې لازيات نړيوال ميعارونه کارول شوي دي .تر اوسه پوری په دغو چارو کې د نړيوالو ميعارونو د کارولو اندازه په سلو کې له ٨٠ څخه اوښتی ده .نو د توليداتو کيفيت يی په ثابته توګه لوړ شوی دی .

د چين د شميرنې ادارې مشر چيو شياو هوا وويل د اوږدی مودی له پلوه چين به د توليداتو د کيفيت اوسيالی توان د لوړوالی لپاره اختراعاتو ته اړتيا ولري .(اواز.....)

شک نه شته چی چين يو د توليداتو په برخه کې يو لوی هېواد دی ،خو چين د اختراع په برخه کې بيا يو کوچينی هېواد دی .که څه هم د چين د جوړونی چارو

توليدی اندازه په نړۍ کې دريم ځای نيسی او د يو سل او ديرش ډوله

توليداتو توليدی اندازه يی په نړۍ کې لومړنی ځای لري ،خو د چين له خوا د هغو توليد شويو توکيو برخه ډيره لږه ده چی مهمه تکنالوژۍ او خپل مشهور مارکونه لري ،نو دی ته پاملرنه کوم چی چين به څنګه د يو لوی جوړونکی هېواد پرځای په يو لوی اختراعی هېواد بدل شی ؟