ټولو ته معلومه ده چې مونيچ د المان د باواريا ولايت مرکز دی او د المان دوهم لوی ښار هم دی . په ١٩٧٢ کال کې د اولمپيک شلمې دورې سپورتي لوبې په دغه ښار کې تر سره شوې او د يو سل او يوويشتو هېوادونو اوه زره او يو سل او دوه اويا تنو لوبغاړيو پکی ګډون کړی و . په دغو لوبو کې له اتلسو لويو پروګرامونو نه پرته د جودو ، د غشی ويشتلو او هندبال سيالي چې د المپيک په تېرې سپورتي لوبې کې لغوه شوی بيا اعاده شوې . بر سيره پردی په دغو لوبو کې د پوستی کشتی په سياليو کې له خنډونو څخه د تيريدو سيالي هم زياته شوه چې دغه سيالی يوازی د دغی دوری په سپورتي لوبو کې تر سره شوه .
د اولمپيک په دوبنيو سپورتي لوبو کې لومړنی نيکمرغه حيوان رامنځته شو .
په مونيخ کې د اولمپيک په دوبنيو سپورتي لوبو کې د المان د يو ډول سپی د بڼی له مخی چې وار دی نومېده د لوبو د نيکمرغه حيوان په توګه وټاکل شو . له هغه وخت راهيسی له نيکمرغه حيوانانو سره سم ، د لوبو شيانو ډيزان او جوړونه د اولمپيک په بېلا بېلو سپورتي لوبو کې د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږی . د دې تر څنګ د دغې دوری سپورتي لوبو نښان له زياتو وړانګو څخه جوړ شوی يو نقش و چې معنې يی ځلا ، ژوند او مهرباني وه .
ځوان لوبغاړي چې د اتلولۍ لقب يی تر لاسه کړی و د اولمپيک د لوبو اور بل کړ .
د ١٩٧٢ کال د اګست په شپږويشتمه نېټه د المان ولسمشر هېنيمان په مونيخ کې د اولمپيک د شلمې دورې د سپورتي لوبو پيل اعلان کړ . له دې وروسته ځوان لوبغاړي زان چې پخوا يی د ١٥٠٠ مترو ځغاستي د ځوانانو په سيالۍ کې د اتلولۍ لقب تر لاسه کړی و د اولمپيک اور بل کړ .
ريفريانو يا لوبڅاريو لوړه وکړه .
د المپيک د شلمې دورې په سپورتي لوبو کې د ريفريانو يا لوبڅاريو له خوا د لوړې مراسم د لومړی ځل لپاره تر سره شول . په هغه وخت کې د اس سورلۍ مهارت ريفری حاينيس د ټولو ريفريانو په استازيتوب په دغه مراسمو کې لوړه وکړه چې به په بېلابېلو سياليو کې په عادلانه توګه کار وکړي .
ښځينه لوبغاړې د لومړی ځل لپاره د ټولو لوبغاړيو په استازيتوب لوړه وکړه .
په دغو سپورتي لوبو کې د المان ښځينه لوبغاړې سچولير چې پخوا يی د ليری ټوپ وهلو په سيالۍ کې د اتلولۍ لقب تر لاسه کړی و . د ټولو لوبغاړيو په استازيتوب د دغو سپورتي لوبو د پرانيستنې په مراسمو کې لوړه وکړه . دا د اولپميک د سپورتي لوبو په تاريخ کې لومړی ځل و چې سځينه لوبغاړې د ټولو لوبغاړيو په استازيتوب لوړه کړي او دغه عمل په ټوله نړۍ کی د ښځينه لوبغاړيو لپاره يوه لويه هڅونه وه .
د اولمپيک په شلمو سپورتي لوبو کې ډېر ښه برياليتوبونه تر لاسه شول .
په دغو سپورتي لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ډېر ښه برياليتوبونه تر لاسه کړل او د پخوانيو دوو دورو سپورتي لوبو په پرتله په دغو سپورتي لوبو کې لا زيات ريکاردونه مات شوي چې د اولمپيک د سپورتي لوبو دوه اويا ريکاردونه بيا نوی شوی او په دې جمله کې د اته ديرشو پروګرامونو نوی نړيوال ريکاردونه قايم شوی وو .