<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-19 15:55:14    
د چين مشهوره او غوره خبرياله ليانګ يو جين

cri

محترمو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهورې او غوره خبريالې ليانګ يو جين په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

په چين کې زياتره خلکو پر عراق باندی د امريکا د تېري په جګړه کې د خبريالې ليانګ يو جين نوم وپېژاند. که څه هم په هغه وخت کې پر بغداد د جګړې تور څادر غوړيدلی ؤ ، خو هغه نه وېرېده او لا هم په خپلو کارونو بوخته وه او خلکو ته يی د جګړی تازه راپورونه برابرول .

که څه هم د چين ډېر نور خبريالان هم بغداد ته ولېږل شول ،خو اوږه موده په دغه ښار کې پاتی نه شول . يوازی ليانګ يو جين په خپلې ټينګې ارادې سره هلته تم شوه . نو له دې امله د چين خلکو ډېر وخت د دې له خوا جنګي خبرونه تر لاسه کول .

د دغې جګړې له پای ته رسېدلو وروسته ليانګ يو جين د ژوند لپاره بېرته چين ته راستنه نه شوه او د منځنی ختيځ او بېلا بېلو لوېديځو هېوادونو کې يی د خبريالي په توګه کارونو ته دوام ورکړ .

ليانګ يو جين د ١٩٥٣ کال د می په اولسمه نېټه په بېجينګ کې زېږېدلی او د ١٩٩٩ کال له سپتمبر نه بيا تر اوسه پوری په مصر کې د چين د مرکزی ټلويزيون د لومړنی خبريالي په توګه کار کوی . د ١٩٧٧ کال په فبروری کې مېرمن ليانګ د بېجينګ د بهرنيو ژبو د دوهم پوهنتون د عربي ژبې له څانګې څخه فارغه او وروسته يی د چين په مرکزي ټلويزيون کې کار پيل کړ .

د ١٩٩٩ کال په سپتمبر کې ليانګ يو جين چې په هغه وخت کې يی عمر شپږ څلويښت کاله و د خبريالانو د يو نوی مرکز د جوړولو لپاره مصر ته وليږل شوه او د ټولې افريقا او منځنی ختيځ سيمو کې يی مطبوعاتی دنده پر غاړه واخيستله .

د ١٩٩٩ کال په نوامبر کې د ترکيی د دوزکی په ولايت کې سخته زلزله پيښه شوه . په هغه وخت کې ليانګ يو جين سمدلاسه له نورو همکارانو سره يو ځای د الوتکی په واسطه له قاهرې څخه استانبول ته ورسيده او د موټرونو او اړوندو لوازمو له چمتوالی وروسته مصيبت ځپلې سيمې ته لاړه چې له استانبول څخه څه دپاسه دری سوه کيلومتر واټن لری . له مرکو وروسته سمدلاسه د پروګرامونو د خپرولو لپاره بېرته استانبول ته ستنه شوه . دوی په ديرشو ساعتو کې استراحت نه وکړی او خواړه يی نه وخوړلي . په هغه وخت کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه څه دپاسه څلويښت تنه خبريالانو هم په دغه ځپل شوی سيمه کې مرکې وکړې او دوی د ليانګ يو جين ټينګه اراده او روحيه احساس کړه . د دې ترڅنګ د ترکيی د ټلويزيون کارکوونکو د ډيجيټال ويډيو له لارې د ليانګ يو جين د کارونو د بهير يادونه وکړه او په نهو چينالونو کې يی خپور کړ . ليانګ يو جين په خپلی دغې دندې سره د چين د مطبوعاتی کارکوونکو په استازيتوب وياړ تر لاسه کړ .

د ٢٠٠٣ کال د مارچ په شلمه نېټه امريکا پر عراق باندی بمباری پيل کړه . ليانګ يو جين د چين د مرکزي ټلويزيون د خبريالې په توګه لومړی اړوند راپورونه خپاره کړل . نوموړې د دغه تلويزيون له خوا د دغې جګړی د خبر پوښنې لپاره په لېږل شويو خبريالانو کې يوازينی ښځينه خبرياله وه .

د ٢٠٠٣ کال په سپتمبر کې اسرائيلو اعلان وکړ چې د فلسطين د خپلواکی غوښتونکی سازمان مشر ياسر عرفات به وشړي . د فلسطين د رام الله پر ښار د جګړې تورې پردې اچولی دی . په هغه وخت کې ليانګ يو جين په يوه ډېره سخته ناروغی اخته شوه ، خو بيايی هم د فلسطين د رمضان په نامه د ويديو مرکز له څلورو کاری ګروپونو سره همکاری وکړه او په څليرويشتو ورځو کې يی په مسلسله توګه د دغې پيښې راپورونو ورکړل .

د روان کال په جولای کی د اسرائيلو او لبنان ترمنځ جګړه پيل شوه او ليانګ يو جين يو ځل بيا هم جبهې ته ولاړه .

د مېرمن ليانګ همکاران او په مصر او اردن کې د سفارتونو کارکوونکی نوموړې ته د مطبوعاتی سرتېری په نامه يادوي . که څه هم مېرمن لينګ تل په خپلو کارونو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخا مخ وه ، خو بيا هم له خپلو کارونو سره مينه لری او د دې په اند په هغو ځايونو کې لا زيات ښه خبرونه وی چې ډېر ګواښونه پکې وي . نوموړی به په دايمی توګه خپل هېواد او خلکو ته د خدمتونو لپاره کوښښ وکړي .