<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-20 18:40:57    
د چين د درمل جوړولو تصدۍ د نويو درملو په څيړنو لګيا دي

cri

په چين کې د درمل جوړولو شپږ زره تصدۍ شته چې د شمير له مخې په نړۍ کې لومړي ځای نيسي ، خو د نويو درملو د څيړنې او جوړونې توان يي ډير کمزوری دی ځکه چه زياتره تصدۍ هغه درمل په تقليد جوړوي چه بهرنی امتياز يې له ټاکلې مودې څخه وتلی دی . د چين حکومت له وروستيو کلونو راهيسې د نويو درملو د جوړولو لپاره د تصديو د هڅونې او ملاتړ يو لړ تدبيرونه نيولي دي .

د شميرنې له مخې د چين د پوښاک او درملو د څارنې ادارې ته هر کال د لږ شمير نويو درملو غوښتنپاڼې رارسيږي چې دا د چين د درمل جوړولو د فابريکو له شميرې سره برابر نه ده . د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت د کليوال او ټولنيز پرمختګ لوي مدير يان جه څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د چين د درمل جوړولو د فابريکو له توليد شويو درملو څخه يوازې په سلو کې درې برخه په پخپله اختراع شوي او نور اوه نوي برخه يي د بهرنيو درملونو په تقليدي ډول جوړيږي . هغه وويل په تقليدي ډول د درمل جوړونه دا مانا لری چه امتياز يي له ټاکلې مودې څخه وتلی دی او هر څوک دغه ډول درمل جوړولی شي . خو دغه ډول درمل زاړه شوی او اغيزه يي کمزوری شويده .

ولی په چين کې د نوي ډول درملو څيړنه او جوړونه مشکله او ګرانه ده ؟ د معلوماتو له مخې د هر نوي درمل څيړنه او جوړونه ډيرمشکل کار دی ځکه چې زياتې پيسې او وخت ورته په کار دی . په عمومي توګه د يو ډول نوي درمل جوړونه له اتو څخه تر لسو کالو پوري اوږدې مودې او څو سوو مليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لری . دا امکان هم شته چه د زياتو پيسو په لګولو سره جوړ شوي درمل ښه اغيزمن نه وي . د شميرنې

سره سم په بستريزه ازموينه کې له لسو ډولونو درملو څخه يوازي يو ډول درمل په رسمي توګه ناروغانو ته برابريږي او نورې لګول شوي زياتې پيسې بيځايه مصرفېږي .

د چين د درمل جوړولو تصدۍ يوازې له شلګونو کلونو راهيسې پياوړې شوي او د نويو درملو د څيړنې او جوړونې په ساحه کې نړيوالې پرمختللې کچې ته نشي رسيداي او د بهرنيو سل کلنو لويو تصديو په پرتله د تصدۍ د پيمانې ، پانګونې او تکنولوژۍ په برخه کې زيات واټن لری . څرنګه چه د نوي درمل د څيړنې او جوړونې لپاره زياتې پيسې او اوږده موده په کار ده ، نو د ستونزو په وړاندي د چين د درمل جوړولو د زيات شمير شرکتونو د پرمختګ ګامونه چټک نه دی . د چين حکومت له وروستيو کلونو راهيسې ددې حالت په مقابل کې د خپل هيواد د درمل جوړولو چارو د پياوړتيا لپاره يو لړ هڅوونکي او ملاتړ کوونکي تدبيرونه غوره کړيدي . لومړي د درملو د تقليد د محدوديت لپاره قاعده طرح شوې څو چه د نويو درملو د جوړولو لپاره لاره هواره شي . دوهم ، حکومت په ياده شوې ساحه کې زياتې پيسې لګولي دي . د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت د کليوال او ټولنيز پرمختګ د رياست مرستيال سون هونګ وويل زمونږ وزارت په تيرو پنځو کلونو کي د اړوندو کارکوونکو د معاش نه پرته په ځانګړي توګه د نويو درملو د څيړنو لپاره له يو سل مليونو امريکايي ډالرو څخه زياتې پيسې لګولي دي . پرته له دې نه حکومت د مالياتو د کمولو له لارې تصدۍ هڅوي چه نوي درمل جوړ کړي .

د حکومت د زياتې هڅونې او ملاتړ له امله د شانګهاي د درمل جوړولو ګروپ چه په دې هکله د چين تر ټولو لوي شرکت دی ، په کاناډا او امريکا کې خپل څيړنيز

سازمانونه جوړ کړي او لږه موده دمخه يي د جاپان له يوه شرکت سره د همکارۍ تړون هم لاسليک کړيدی . د ګوانګ جو د درمل جوړولو ګروپ هم په تيرو دريو کلونو کې يو سل مليونه امريکايي ډالره مصرف کړيدي چې دغې اندازې د دې ګروپ لخوا د درمل پلورلو د ارزښت په سلو کې اوه برخه ونيوله .

د چين طبي بوټی د نويو درملونو د څيړنې په ساحه کې يوه ځانګړي سرچينه ده . د بيلګې په توګه له چيني طبي بوټو څخه جوړ شوي لومړني کيمياوي درمل چې ارتيميسينين نوميږي ، د ملاريا پر ضد ډيره ښه اغيزه لری او د نړيوالې ټولنې لخوا د ملاريا پرضد د درملو څيړنې په تاريخ کې تړاو لرونکي برياليتوب بلل کيږي . په دوه زره څلورم کال کې دغه درمل په ټوله نړۍ کې د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا کارول شويدی . د شانګهاي د فو شين ګروپ مرستيال يان چي يو چې د نوموړو درملو توليدولو فابريکه ده ، وويل د درملو د اغيزو د مخنيوي له امله د ملاريا پر ضد ځيني درملونه هيڅ اثر نه لری . هغه وويل په ځينو افريقايي هيوادونو کې په سلو کې پنځه نوي درمل د ملاريا د وقايې او درملنې لپاره هيڅ اهميت نه لری . په بله ژبه دغه درمل د اوړو په شان هيڅ اغيزه نه لری . نو د روغتيا نړيوال سازمان پريکړه وکړه چه ارتيميسينين وکاروي .

اوس مهال د چين تصدۍ د چين د دوديز طب سره سم د نوي درمل په جوړولو بوخت دي .