<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-20 18:25:17    
هغه په افغانستان کې د پوليسو سلاکار دنده په غاړه لري

cri

د افغانستان داخلي جګړې له پاي څخه څلور کاله تيره شوې دي٠ په دي وروستيو کلونو کې د افغانستان د سولې د ساتنې او د خپل هيواد د بيا رغاونې په چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي ٠افعانان دا نه هيروي چې دا د نړيوالي ټولنې د ملاتړ او مرستو څخه نه جلاکيدونکي برخه ده ٠ په تيره بيا د ملګرو ملتو سوله ساتي پوليسي ځواکونو د افغانستان د سولې د ساتلو له پاره ډير مهم رول لوبولي دي ٠ خصوصأ په دغو ځواکونو کې د چين پوليس افغانانو ته ژوره خاطره پري ايښې ده ٠ په کابل کې يو انجنير چې عبدالهاري نوميږي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتو په سوله ساتو ځواکونو کې د چيني پوليس لوړه ستاينه وکړه او ويي ويل د ملګرو ملتو سوله ساتي پوځ د افغانستان د امنيت ساتنې او پياوړتيا له پاره زمونږ هيواد ته راغلي دي ٠ که په هيواد کې امنيت ټينګ شي ، نو د هيواد د بيا رغاونې بيلا بيل کارونه په عادي توګه تر سره کيداي شي ٠ شک نه شته په سوله ساتي پوليسي ځواکونو کې چيني پوليسان ډير مهم او فعال رول لوبولي دي ٠

لږه موده د مخه زمونږ د راډيو خبريال په کابل کې د ملګرو ملتو په سوله ساتي پوليسي ځواکونو کې له چينې منصبدار چيوڅونګ ون سره وکتل چه اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سوله ساتي پوليسو د سلاکار دنده په غاړه لري ٠ ښاغلي چيو خبريال ته وويل چې د ٢٠٠٥ کال د مي په مياشت کې هغه د ملګرو ملتو د غوښتنې او د چين د عامه امنيت د وزارت په سپارښتنه افغانستان ته راغلي ٠ که څه هم هغه پخوا دا شان دندې تر سره کړي او د جګړې له امله رامنځته شوي زيات ناوړه حالاتونه يي ليدلي دي ، خو کله چې لومړي ځل افغانستان ته ولاړ ، لا هم د دغه هيواد د منظرو په وړاندي ډير حيران شو ٠ هغه وويل چې له الوتکې څخه مځکې مې ته کتل ، په افغانستان کې پراخې او شاړې مځکې پرتې دي او کابل په کنډوالو بدل شوي ٠

د ملګرو ملتو د پوليسي سلاکار په توګه د ښاغلي چيو عمده دنده د افغانستان د پوليسو ځواکونو سمون او بيا جوړول دي ٠ هغه په دي هکله وويل د پوليسي ځواکونو بيا جوړل هم د سياسي چارو د بيا ودانولو يوه برخه ده ٠ په افغانستان کې د اوږدي مودې جګړې له امله نژدي ټولې چارې ويجاړې شوي ، خصوصأ د عدليې او د قوانينو سيستم سخت ويجاړ شوي دي ٠ نو هر کار بايد له سر څخه پيل شي ٠ سلا کار چيو خبريال ته وويل ددي له پاره چه د افغانستان د سولې او بيا رغاونې چارو ته يو ارام او سوله ايز چاپيريال برابر شي ، د پوليسي چارو بيا رغاونه تر ټولو نه ډيره مهمه دنده ګڼل کيږي ٠ د ښاغلي چيو په أند د يو داسي پوليسي ځواکونو جوړول چې اداري سازمان يي مکمل ، اړوند پرسونل يي ټاکل شوي معياري سويې لرونکي او پوليسي سيستم يي اغزمن وي، بايد د افغانستان د اوسنيو پوليسي حالاتونو په هکله پوره معلومات تر لاسه کړي ٠ نو له امله يي هغه د افغانستان د ختيځې خوا څلور ولايتونو ته تللي ، په څه د پاسه لسو پوليسي ادارو کې يي اړونده پلټنې وکړې او زيات معلومات يي تر لاسه کړل ٠د سلاکار چيو او د ملګرو ملتو د سلاکارانو د ډلې د نورو ملګرو په مرسته په افغانستان کې د پوليسو د چارو د سمون او د بيا رغاونې په کارونو کې ستر پرمختګونه رامنځته شوي او د افغانستان پوليسي ځواکونو د بيا رغاونې په کارونو کې مهم رول هم لوبولي دي ٠ ښاغلي چيو وويل د ملګرو ملتو او د نورو اړوندو هيوادونو په مرسته د افغانستان د پوليسو چارو د سمون په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي ٠ مثلا ګمارل شوي پوليسان اوس څلور پنځوس زرو ته رسيدلي او يو پوليسي پوځ جوړ شوي دي او په بيلا بيلو کچو تر روزنې لاندې راغلي دي ٠ بر سيره پر دي حکومتي پوليس ارګان او د بيلا بيلو ولايتونو پوليسي سازمانونه په تدريجي توګه بشپړ شوي دي ٠ مثلا په ٢٠٠٥ کال کې د افغانستان د پارلماني ټاکنو په وخت کې حکومتي پوليسو مهم رول لوبولي دي ٠

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د پوليسي سلاکار په توګه د ښاغلي چيو کارونو د افغانستان د حکومت او د ملګرو ملتونو د اړوندې څانګې لوړه ستاينه حاصله کړې ده ٠