<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-20 19:13:29    
د لمر تر وړانګو لاندی د ماشومانو وده

cri

ټولو ته معلومه ده چې د ماشومانو روزنه او تربيه نه يوازي د ميندو او پلرونو دنده ده ، بلکې د ټولنې ګډ مسؤليت هم دی ، ځکه چې ماشومان د ټولنې راتلونکي ځوانان او جوړونکی ګڼل کيږي . له وروستيو کلونو راهيسي په چين کې د هلکانو او نجونو د جنايت مسئله د عدليې او ښوونې د څانګو او د پلرونو او ميندو په ګډون د ټولې ټولنې د زيات پام وړ ګرځيدلې ده . نو دا د ټولې ټولنې ګډه دنده ده چي هلکان او نجونې څنګه په سالمه لاره پرمختګ وکړي ..

له وروستيو کلونو راهيسي د چين په شمال ختيځ ښار جي لين کې تل د هلکانو او نجونو د اخلاقې روزنې د لارې چارې د لټولو لپاره کوشش کوي چې په ترڅ کې يي په ٢٠٠٥ کال کې د بيلا بيلو ټولنو تر ملاتړ او مرستې لاندي د ښار د اوسيدونکو په سيمو کې روزونکي مرکزونه جوړ شوي څو چې ماشومانو ته د خوشحاليو او ښاديو په فضا کې د سالمې ودې زمينه برابره شي .

د اړوندو خواوو د ګډو کوششونو له برکته روزونکي مرکزونه د ماشومانو د پلرونو او ميندو د هرکلي او خوښۍ وړ ګرځيدلی دي . د ګوانګ مينګ په نامه د اوسيدونکو د سيمی په روزونکي مرکز کې خبريال په ٢٠٠٦ کال کې د ماشومانو د روزنې او تربيې په هکله ترتيب شوي فعاليتونه وليدل د بيلګې په توګه له باور څخه ډک ژمنی کمپ ، له پلرونو او ميندو سره يو ځای د زړو کسانو له مرستون څخه ليدنه کتنه او د ترافيکی مقرراتو سره سم د تمرين په ګډون زيات فعاليتونه . د دغه مرکز مشر چنګ يو وويل په هر مرکز کې بيلا بيل ځانګړی فعاليتونه تر سره کيږي چې هر فعاليت د کوچنيانو د ودې لپاره ګټور دی .

١٦کلنۍ زده کوونکې شياو که په لومړي ښوونځي کې ډيره تکړه وه او دټولګی د مشرتابه دنده يې په غاړه درلوده . په منځنی ښوونځی کې په خپل ټولګی کې د تکړو زده کوونکو شمېر ډير زيات دی ، نو ورو ورو يې خپلی ښيګڼې له لاسه ورکړې او د يوازيتوب او ناکرارۍ په حال کې پاتې شوه او حتی د ځان وژلو نيت يې هم درلود . پلار او مور يي د خپلې لور لپاره د دوو کلونو په لنډه موده کې اوه ښوونځي بدل کړل ، خو په پايله کې د دې غمجن روانی حالت بدل نه شوه . د تير کال د اپريل په مياشت کې نجلۍ شياو که د شانګ شانګ په نامه په روزونکي مرکز کې ګډون وکړ چې د هر کوچنی لپاره د زده کړی ، ژوند او د پلرونو او ميندو د روزنی په ګډون لارې چارې پکې ترسره کيږي او د نويو برخو په اړه د رواني تحليل او څيړنې اته سوه پوښتنې ټاکل شوې وې . په دغه مرکز کې د روانې روزنې او تربيې له لاری د نجلۍ شياو که روحي حالت بير ته ټينګ شو .

د کوچنيانو روزونکي مرکز د کورنۍ روزنې يوه ضميمه ده او ددې ترڅنګ کورني روزنه هم د نوموړي مرکز د کارونو د کلی اهميت لری . د جي لين ښار هر روزونکي مرکز د پلرونو او ميندو لپاره ځانګړي سيمينار هم پرانيزي او د ماشومانو د روزنې په هکله ددوي د مفکوری او لارو چارو د بدلون او د روزنې توان د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبوي . د جي لين په ښار کې روزونکي مرکزونه چې د ټولنې په مرسته جوړ شوي ، د اوسيدونکو په سيمو او کورونو کې د کوچنيانو د روزنې او تربيې لپاره يوه ګټوره ازموينه برابروي.د دغو مرکزونو د جوړولو له امله زده کوونکی له ښوونځيو څخه د وتلو وروسته او يا د رخصتيو په موده کې سالمه روزنه منلی شي .