
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم !
د چين په جنوب لويديځ د ګوی جو په ولايت کی د جاو شينګ په نامه يو ځای شته چې په عمده توګه د دونګ قوم وګړي پکی ژوند کوی . له ليری ځای څخه د غرونو پر لمنو کرنيزې ځمکې ليدل کيږی او په ګرد او لړه کی پټ دی . اوس به مونږ له تاسو سره يو ځای په جاو شينګ کی د دونګ قوم هغه ښکلی کلی ته سفر وکړو .
( موسيقی )
د جاو شينګ د دونګ قوم د کلی د دروازې په وړاندی ځينو نجونې او هلکان د قومی جامو په اغوستلو سره د مېلمنو انتظار باسی او د مېلمنو د هرکلی لپاره سندرې وايی او نڅاوې کوی . زمونږ خبريال په دغه کلی کی و ليدل چې د دونګ قوم ځانګړی او ښکلی ودانۍ د سيند تر څنګ ولاړې دي او د ودانيو ترمنځ کرنيزې ځمکې ، کوچنی ډنډونه او سابه ليدل کيږی .
( موسيقی )
د دغه کلی له مرکزی ډګر څخه د په زړه پوری سندرو غږ اوريدل کيږی . د دونګ قوم کلی په عمده توګه لوی نه دی او په يو کلی کی څه ناڅه دوه سوه کورنی لری خو په هر کلی کی يو ډګر شته . د ډګر په يوه خوا کی د ګو لو په نامه يوه لوړه ودانۍ ولاړه او په مخالفه خوا کی يی يوه صحنه موجوده ده چې د کليو د وګړو د راغونډيدو د لويو فعاليتونو د پرځای کولو او نجونو او هلکانو ترمنځ د اشنايی ځای ګڼل کيږی .
د ګو لو په نامه هغه ودانۍ د مينار شکل لری او جګوالی يی څه ناڅه شل ميتره دی . د دغې ودانۍ په شاوخوا کی د لرګی زينه او چوکی شته . خلک د ساعت تيری لپاره
په دغه ځای کی راغونډيږی . دغه ودانۍ پر يو اوسپنيزميخ سربيره يوازی د يو لرګی په اتکا ولاړ ده او له دې نه د دونګ قوم د وګړو پرمختللی ساحتمانی مهارت څرګنديږی .
په دې اړه د دونګ قوم هلک لو ليو چنګ وويل چې د دونګ قوم په هر کلی کی يوه داسی ودانۍ شته .
( اواز )
ګولو زمونږ د دونګ قوم يوه مهمه نښه ده . زمونږ د کورنيو نوم عمومأ لو دی او بيا وروسته په پنځو لويو قبايلو جلا شوی وو او زمونږ قبايل د دغه ګولو په شاوخوا ژوند کوی .
ګولو ته نژدی يو شمير نجونې او هلکان ليکه ليکه ځای نيسی او د دونګ قوم مشهوره لويه سندره وايی .
( موسيقی )
يوه سپوږمۍ نومی نجلۍ زمونږ خبريال ته وويل چې د دونګ قوم دغه لويه سندره ډيره منظمه ده او يوازی په سترو فيستوالونو او د درنو مېلمنو د هرکلی په وخت کی ويل کيږی .
هغې وويل :
( اواز )
په دغه لويه سندره کی جګ او کښته غږونه ټول په طبيعت کی د بيلابيلو غږونو سره سم دی د بېلګې په توګه د مرغانو او چرچرکانو د غږونو په شان دي . نو دغه لويه سندره هم په په زړه پوری توګه سندره ويل کيږی .
د ګو لو په نامه د ودانۍ په شاوخوا د لاس شيانو د پلورلو لپاره دکانونه شته چې پکی د سپينو زرو ګاڼې او د ګلدوزی ښکلی لاسی شيان ايښودل شوی دی
زمونږ خبريال د يو دکان له څښتن سره خبرې وکړې او ورته معلومه شوه چې ٥٠ کلن څښتن لو شو هوای نوميږی . هغه تل د خپل قوم د کلتور ساتنې او خبرونې ته پام کوی او د ده په نظر د دغو لاسی شيانو پلورل نه يوازی ګټې رسولی بلکی د دونګ قوم د قومی کلتور د خپرولو لپاره هم ګټور دی .
( اواز )
سيلانيان د دغو لاسی شيانو له لارې پو هيږی چې د جاو شينګ د دونګ قوم په کلی کی دومره زيات قومی لاسی شيان شته او ډيرې قومی ځانګړتياوې لری .
( موسيقی )
ګرانو اوريدونکو ! د دونګ قوم پر ځانګړو دوانيو او لاسی شيانوسربيره خوراکونه يی هم خوندور دی او د دغو قومی کليو ته مو هرکلی کوو !