<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-21 17:33:26    
د بيجينګ د هيلۍ کباب

cri

د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلی لپاره به چين ته د سفر په پروګرامونو کې په بيجينګ کې د ښکليو منظرو او خوندورو خوړو په هکله تاسو ته معلومات درکړو . په بيجينګ کې هغه اصطلاح شته چې وايی لوی ديوال نه وينی ، نو چين به څه وينی ، که بيجينګ ته د سفر په مهال د هيلۍ کباب نه خوری ، د عمر خواخوږی او تاسف دی . چين ته د سفر په دغه کړی کې به تاسو ته د نامتو خوړه د بيجينګ د هيلۍ کباب په هکله څه معلومات وړاندی کړو . (موسيقې )

د بيجينګ د هيلۍ کباب اوه سوه کاله مخکې د بډايانو او لوړپوړيو مشرانو په ميلمستيا کې ليدل کيده . د ميلاد په څلور سوم کال کې د جنوبی او شمالی امپراطوری په سلسلی کې د أشپزي په يو کتاب کې د هيلۍ کباب ياد شوی او د چينګ د امپراطوری په سلسلی کې امپراطور چيان لونګ او مور يي د هيلۍ کباب هم ډيرخوښيدل ، نو د هيلۍ کباب د بيجينګ هيلۍ کباب په نامه ونومول شو . له دې وروسته د ټولنيز پرمختګ سره سم دغه خوندور خواړه په تدريجي توګه له امپراطوری ماڼۍ څخه د عامو وګړو کور ته داخل شول . د نوی چين له جوړولو وروسته د بيجينګ د هيلۍ کباب ورځ په ورځ نامتو شوی او حتی په ټوله نړۍ کې يي شهرت موندلی دی .

په بيجينګ کې د بيان يی فانګ په نامه د هيلۍ کباب راستورانت تر ټولو اوږد تاريخ لری چې شپږ سوه کاله مخکي جوړ شو .اوس په بيجينګ کې د بيان يی پانګ په نامه فرعي راستورانتونه پرانستل شوی او مرکزي راستورانت د ښار په مرکز د تيان ان

من ډګر ته په نژدی ځاي کې پروت دی . که تاسی دغه راستورانت ته ننوځۍ ، سمدلاسه د چينی کلتور ځانګړتياوې تر سترګو کيږي .د راستورانت مشر ښاغلی سونګ يان وويل زمونږ د راستورانت لومړنې ځانګړتيا دا ده چې هيلۍ په تړل شوي نغری کې کباب کيږی . هغه وويل ___اواز_____

په داسي نغری کې د کبابولو ځانګړتيا دا ده چې اور نه ليدل کيږي او په پوره توګه په نغری کې د حرارت په وسيله هيلۍ کباب کيږي . دغه تکنولوژی تر يوې اندازې پوري په هغه نغري کي د هيلی د کبابولو په پرتله ستونزمنه ده چې هيلۍ بالکل د اور په وسيله کبابيږي . خو د دغې تکنولوژۍ په کارولو سره کباب شوی هيلۍ ډيره خوندوره او مزه داره وي ځکه چې د هيلۍ پوستکي يي نازک او غوښه يي نرمه ده . د ښاغلي سونګ په وينا د کبابولو لپاره هيلۍ بايد دوه مياشتې مخکې توليد شي او وزن يي د دوه زره نهه سوه ګرامو په شاوخوا کې وي .

د بيان يی فانګ نه پرته د چيوان جيو ده په نامه د هيلۍ کباب راستورانت هم ډير مشهور دی . چيوان جو ده اوس په يو ګروپي شرکت بدل شوی او د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کې فرعي راستورانتونه پرانستل شوی دی . اوس به تاسو ته د چيان من په سيمه کې يو راسترانت معلومات درکړو . دغه راستورانت يوازې تيان ان من ډګر ته نژدی دوه کيلو متره واټن او سل کلن تاريخ لری . د يادونې وړ خبره دا ده چې د رستورانت په لومړي پوړ کې زاړه ميزونه او څوکۍ ايښودل شوي او په ديوال باندي يي د پخواني بيجينګ ښار نقشه ځوړنده ده . د بيان يي فانګ رستورانت په پرتله ددې رستورانت لوي توپير دا دی چه د اور په وسئله کباب شوی هيلۍ پلرول کيږي چې سوان مواد يي د خرما او يا شفتالو د ونو ښاخونه دي ، نو کباب شوي هيلۍ يي ډيره خوندوره مزه ده . د مشتريانو د جذبولو بله ځانګړتيا يي دا ده چې د کباب شوې

هيلۍ د غوښو د ټوټه کولو او خوړلو له ځانګړی لاری چارې سره اړيکی لری . د راستورانت خاوند ښاغلی ما جه وويل ___اواز____

أشپز له هرې کباب شوې هيلۍ څخه يو سل او اته ټوټی پری کولی شي . د خوړلو طريقه يي دا ده چې لومړي خميره شوي خوږه قورمه په نرم نان باندي ووهل شي او بيا د کباب شوي هيلۍ غوښې او څو دانې پياز او د بادرنګ ټوټې واچول شي او په پاي کې نان وبنډل شي .

نن ورځ نه يوازی چينايان ، بلکې بهرنيان هم د بيجينګ د هيلۍ کباب خوښوي . . له سويس څخه راغلی ښاغلی پيتير کوتيل د دغه هيلۍ د مزې ډيره ستاينه وکړه . هغه وويل ____اواز___

زما په اند د هيلۍ کباب ډير خوندور دی او حيران يم چې د هيلۍ د کبابولو بهير ډير پيچلی دی . په راستورانت کې می وليدل چې هيلۍڅنګه په نغری کې کبابيږي او د خوړلو په وخت کې ځانګړی نرم نان له بادرنګ او پياز سره يو ځای خوړل کيږي . . زه د هيلۍ کباب ډير خوښوم !