<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-22 17:43:34    
په پاکستان کې د چينی ژبې د زده کړې څپه توده شوی ده

cri

تاسو همدا اوس د کوچنی ښار د کيسې په نامه يوه چينی سندره واورېده چې د څلورو تنو پاکستانی ځوانانو له خوا ويل شوی ده.دغه سندره د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په چين کې ډېره مشهوره وه. د چين او نړۍ ترمنځ د اړيکو په پر له پسی ټينګتيا سره په نړۍ کې د چينی ژبې د زده کړې څپه توده شوی ده. د چينی هنر او کلتور ورځې د لمانځلو لپاره څو ورځې د مخه په اسلام اباد کې يو فعاليت تر سره شويدی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغه فعاليت په اړه څه معلومات درکړم.

ياد شوی څلور ځوانان د معاصرو ژبو په اړه د پاکستان د ملی پوهنتون زده کوونکی دی. اوس د دغه پوهنتون د چينی ژبې څانګه څه دپاسه سل تنه زده کوونکی،څلور تنه چينی او پنځه تنه پاکستانی ښوونکی لري. په دغه فعاليت کې زده کوونکو نه يوازی چينی سندری ويلی بلکې چينی کرکترونه يې ليکلی او يو شمېر يې يو بل ته سره ورته ستونزمنو لغتونو د تلفظ هڅه کړی ده.----اواز ٢---

د ښوونکو په أند څو کاله مخکې دغې څانګې يوازی لس تنه زده کوونکی او دوه يا دری تنه ښوونکی درلودل. خو اوس يې د زده کوونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي او ډېر کسان له چينی ژبې او چينی کلتور سره منيه لري. د دې فعاليت په ترڅ کې يوې پاکستانۍ نجلۍ وويل

----اواز ٢----د چيني ژبې له زده کړې مخکې چينی سندری او فلمونه زما خوښ وو.اوس د سوداګرۍ او کارونو لپاره ډېر زيات چينايان پاکستان ته راغلی او زه ګام

په ګام د لوی ديوال،چينی چای،مجلو،خوړو،ګلونو او چينايانو په ګډون له چينی

کلتور سره ډېره علاقه لرم.

په پاکستان کې د چين کلتوری مستشار ښاغلی شان باو شيانګ وويل

د چيني ژبې زده کول نه يوازی د پاکستان او چين ترمنځ د کلتوری تګ راتګ د پياوړتيا بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د نسل په نسل دوستۍ د تينګتيا لپاره مهم رول لوبوي. ده په اردو ژبه د دغو زده کوونکو د نندارې ستاينه وکړه او و يې ويل:

---اواز ٣--- تاسو ته مبارکی وايم چې د خپلو هڅو له لارې مو برياليتوبونه تر لاسه کړی دی.هيله لرم چې تاسی لا ستر برياليتوبونه وګټئ.

له دغه پوهنتون نه پرته،د چين په مرستې د چيني ژبې کونفوسيوس ښوونځی اوس په اسلام اباد کې د جوړيدو په حال کې دی. بر سېره پردی د کراچی،لاهور او پيښور په ګډون د ډېرو لويو ښارونو په ښوونځيو کې به د چيني ژبې څانګی او کورسونه پرانيستل شي.نو ويل کيږی چې د چيني ژبې د زده کړې څپه په پاکستان کې توده شوی ده. يو پاکستانی زده کوونکی چې اوس چينی ژبه زده کوی، په روانه چيني ژبه يې د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ د ټينګتيا هيله څرګنده کړه. ده وويل

---اواز ٤--- مونږ کله کله وايوو چې د چين او پاکستان دوستی تر قره قورم غره لوړه او تر عربی سمندر ژوره ده.دا ډېره رښتينی خبره ده.زه هيله لرم چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوديزه دوستۍ تل شنه پاتي شي.