<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-22 17:53:41    
د مغولی قوم نجلۍ دو لين

cri

د ښوونيزو سرچينو نړيواله ټولنه يوه غير حکومتی ټولنه ده او موخه يې دا ده چې د نړۍ ځوانان د انترنټ او نورو نويو تکنولوجيو له لارې د ښوونيزې همکارۍ په پروګرامونو کې شامل شي او ددوي د زده کړې توان پياوړی شي.اوس دغه ټولنه د ١٠٠ هېوادونو له ٤٠٠٠ ښوونځيو سره اړيکی لری.د ٢٠٠٥ کال په نومبر کې د بريتانيا په کمبريج پوهنتون کې د دغې ټولنې د مقر داوطلب او د بهرنی ژبې ښوونکی پاول د داخلی مغولستان خپلواکی سيمې په مرکز کې يوی ښوونځی ته تللی او په چين کې يې ١٠ مياشتنی پر له پسی داوطلبانه فعاليت پيل کړی دی.

پاول وليدل چې د عالی ښوونځی د لومړنی کچې زده کوونکی دو لين له دې سره په انګليسی ژبه خبرې اترې کولی او په ټينګه ، توده او زړوره توګه خپل نظرونه څرګندولی شی. دو لين له انترنټ سره مينه لري او په فعال توګه د انترنټ په فعاليتونو کې ګډون کوي.دا په چين کې د پاول ښه مرستياله ده.

دغه ټولنه هر کال يوه نړيواله غونډه تر سره کوي اوهرې غونډې ته يوازی يو سکالرشپ برابرېږي. دغه سيالی د دو لين لپاره يوه ننګونه کڼل کېږي.د ١٣ پړاو د نړيوالې غونډې برخه وال بايد د اوو سمندونو د کيسې په اړه يو راپور وړاندی کړي. له دې امله چې١٦ کلن زده کوونکی په ١٧ پيړۍ کې د چين د سمندری بندرونو په هکله زيات معلومات نه درلودل ، نو ډېر سندونه يي ولوستل او په پای کې يې په انګليسی ژبه په ١٧ پيړۍ کې د چين د بندرونو په نامه يو راپور وليکه. د ده هڅې بې پايلی نه وې .چې د نړيوالې غونډې لخوا د ډير ښه راپور په نامه وټاکل شو او د

٢٠٠٠ يورو په ارزښت سکالرشپ يې تر لاسه کړی دی.د ٩٠ هېوادونو په ١٥٠٠ کسانو کې دو لين يوازنی کس او د چين د سترې برخې يوازنی استازې وه چې دغه سکاليشپ يي وګاټه .

د ٢٠٠٦ کال د جولای په دريمه نېټه دو لين د مغولي قوم د دوديزو جامو په اغوستلو سره د دغې ټولنې د ١٣ نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. په هالند کې د دغې ټولنې مشر ښاغلی بوب د برخه والو هېوادونو معلومات څرګند کړل. کله يې چې د چين په اړه خبرې وکړې،دو لين ودريده ، خپل لاسونه يې وښورول او د خيتځانو ښکلی موسکا يې د ٩٠ هېوادونو ١٥٠٠ تنو استازيو ته ورسوله.

له پرانستونکو مراسمو وروسته د هر هېواد استازی غوښتل چې له دو لين سره عکس واخلی او دو لين د مغولي کلتور په اړه د دوی بېلا بېلو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ښاغلی توکس چې د راپورنو د ارزونې ډلې مشر دی، د دغې ډلې په استازيتوب يې د هالند د طبيعی منظرو د عکسونو البوم او يو کارت دو لين ته ورکړ چې پکې د دغې ډلې د غړيو نومونه ليکل شوی وو.

بيرته خپل وطن ته له راستنيدو وروسته دو لين د افريقا د راتلونکی په نامه يو راپور وليکه او د انترنټ له لارې يې په بريتانيا کې د دغې ټولنې مقر ته ولېږه.دو لين په خپل راپور کې هيله څرګنده کړه چې په افريقا کې بې وزلي،جګړې او توکميز توپيرونه نه وي او نړۍ له سولې او مينې نه برخمنه وي. د دغې ټولنې مشر بوب دې ته بلنه ورکړه چې په راتلونکی کال کې مصر ته ولاړه شی او په ١٤ نړيواله غونډه کې ګډون وکړي.