<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-22 18:13:09    
حامد ظهور د چيني وګړو تود چلند ستايي

cri

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونكو او د ويبپاڼې محترمو لوستونكو زه خوشحال تايب مو په سلامونو مو ستايم ،هيله ده چې سوكاله ژوند مو په برخه وي، په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين كې د نننۍ برخې وړاندې كولو ته، پدې اونۍ كې مې له يو تن پاكستاني سره چې په چين كې ژوند كوي يوه مركه كړې ،او پر بنسټ يې تاسو ته يو راپور وړاندې كوم،

دغه كس چې ما ورسره مركه كړې حامد ظهور نوميږي ،ميانه ونه لري،غنم رنګى پوستكي او ښكلى ځوان دى،دى په پښتو ژبه هم تر ډيره حده خبرې كولى شي، نو كله چې ورسره مخامخ شم نو په پښتو ورسره خبرې كوم او د چا خبره خپله د پښتو خبرو تنده ورسره ماتوم. حامد ظهور ډير د ښه خوي او اخلاقو درلودونكي دي،او تل د خبرو ځواب په خندا سره راكوي،شاوخوا شپږ مياشتې كيږې چې چين ته راغلى او مخكې يې د پاكستان په راډيو كې دنده درلوده،كله مې چې په چين كې د هغه د ژوند په هكله ورڅخه و پوښتل نو په ډيره خوښۍ سره يې راته وويل چې دلته له خپل ژوند او كار څخه ډير خوښ او راضي دى،دده په وينا د پاكستان او چين ترمنځ اړيكې ډيرې ژورې او ټينګې دي،او دى لدې څخه ډير خوښ دى:

غږ ترك ۱۲

ژباړه: د چين او پاكستان تر منځ اړيكې داسې دي چې هغو ته هر څومره نومونه وركړو نو بيا هم لږ دي،د پاكستان عام وګړي د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستي اصلي بنسټ جوړوي،او زموږ نوي نسل پر دې پوهيږي چې ددواړو هيوادونو تر منځ دوستي تر سمندرونو څخه پراخه او له غرونو څخه لوړه ده،او دا ويلى شم چې د پاكستان او چين تر منځ دوستي د څلورو فصلونو دوستي ده،دا يواځې په خبرو او ليكلو نه، بلكې ثابته خبره ده.

په وروستيو دوو لسيزو كې له كله نه چې چين د ورخلاصون پاليسي پيل كړې نو له ګڼ شمير هيوادونو سره يې د مرستو لاس نور هم اوږد كړى او په بيلابيلو برخو كې يې د بيارغونې او جوړولو كارونه پيل كړي، د ښاغلي ظهور په وينا د پاكستان په زياتره برخو كې هم چين كمپنۍ او تصدۍ په بيلابيلو كارونو لګيا دي او له هغه هيواد سره خپلې ډول ډول مرستې كوي:

غږ ترك ۱۳

ژباړه:په پاكستان كې زياتره چارې د چين هيواد په مرسته پر مخ روانې دي،ده وويل چې اوس موږ همدا اوس په بيدى هه كې د سمندر پر غاړه يو ،خو موږ هم په پاكستان كې د ګوادر په نوم همداشان د سمندر غاړه ، او ستر تفريحي ځاي لرو،چې دا تفريحي ځاي د چين له خوا موږ ته يوه ستره تحفه ده، او كه ددې ځاي په شان پر نورو ګڼو ځايونو او چارو نظر واچوو نو د ددواړو هيوادونو تر منځ د دوستي ژوندى بيلګې ورڅخه جوتيږي،

چين يو ستر او د شاوخوا يو نيم ميليارد وګړو درلودونكى هيواد دى، نو طبيعي خبره ده چې په دومره پراخه ځمكه اود ګڼ شمير وګړو په درلودلو سره بيلابيل دودونه هم لري،او دا څرګنده ده كله چې يو بهرنى دې هيواد ته راځي نو له مختلفو دودونو او كړنو سره مخامخ كيږي،چې يو شمير كسان تر يوه حده ورسره آشنا خو بيا ځينو نورو ته باالكل نوي وي، د پاكستان اوسيدونكى ښاغلى حامد ظهور وايي رښتيا هم چې د دوي او چينايانو د كلتور او دودنو تر منځ زيات توپير موجود دى:

غږ ترك ۱۴

ژباړه: د چين او پاكستان د ژوند او كلتور تر منځ ډير زيات توپير موجود دى،په چين كې ژوند ډير تيز او روښانه دى،او زما په خيال د چين د پرمختګ راز هم په همدې كې نغښتى دى،چې چين شاته نه ګوري،او تل د راتلونكي په اړه فكر كوي،په پاكستان كې هم كه څه ژوند تر يوه حده روښانه او تيز دى،خو بيا هلته چلند يو څه توپير لري،دا رښتيا خبره ده چې ددواړو هيوادونو كلتورونه بشپړ توپير لري،خو دا چې دواړه هيوادونه آسيايي او له يو بل سره ګاونډي دي،نو له يو بل څخه نه بيليدونكي دي،په تيره بيا هغه سيمې چې ددواړو هيوادونو په سرحدونو كې پرتې دي هلته كلتور تر ډيره حده يوشان دى.

له ښاغلي ظهور څخه مې و پوښتل چې په چين كې تر هر څه كوم شى زيات خوښ شوى دى نو په خندا سره يې داسې ځواب راكړ:

غږ ترك ۱۶

په چين كې تر هر څه زيات د خلكو چلند ډير ښه دى چې زما ډير خوښ شوى دى، تاسو كه هر چيرې ولاړ شۍ په ماركيټ يا بازار كې او يا مو هم څه په كار وي ،او د هغو پر ژبه پوه نشۍ نو چينايان ستاسو سره تر خپل وروستي حده او امكان پورې هڅې كوي،او غواړي چې ستاسې ستونزې حل او ليرې كړي،او دا ډيره غټه خبر ده چې هغه تا نه زوروي بلكې كوښښ كوي چې له ممكنې طريقې د هغه لپاره د حل لار ولټوي.

درنو اوريدونكو په تلو تلو كې ددې برخې وخت هم پاي ته په رسيدو كې دى كه تاسې د نوموړې برخې په اړه سالم نظرونه وړانديزونه او نيكې لرۍ نو په خپلو ليكونو كې يې زموږ سره شريكې كړۍ، موږ تل ستاسو د سالمو نظرونو او وړانديزنو لار څارو. بريالي اوسۍ.