<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-23 18:36:27    
د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې په کارولو سره د تبت بزګرانو او مالدارانو له سيلانی چارو څخه ګټې اخيستي دي

cri

د چيهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د کارولو له امله د تبت بزګرانو او مالدارانو له سيلانی چارو څخه ګټې اخيستي دي .د تبت د پلازمينې لاسا د لونګ ده چينګ ولسوالی د سان مو کلی بزګر دان ځن ګونګ ګا د تير کال له پيل څخه کرهڼيزې چارې ته پای ته رسولی او له سيلانی کمپنيو سره تړون لاسليک کړی دی چې له امله يی په سيلانۍ چارو بوخت دی .

اوس هره ورځ دی د کار په ترڅ د سيلانيانو لپاره سندرې وايي اوهم نڅا کوي چې اوسنی کلني عايدات يی لس زره يوانو ته رسيږي ،خو پخوا هره ورځ په کرهڼيزو چارو بوخت و چې کلني عايدات يی يوازی ١٦٠٠يوانه و .

د تبت د سيلانی ادارې د شميرنې له مخې په ٢٠٠٥ کال کې د ديرش زره تبتی مالدارانو او بزګرانو په سيلانی چارو کې د اړوندو خدمتونو د برابرولو له لاری ګټې اخيستې او د هر تن په سر عايدات له دوه زرو څخه اوښتی دی چې د سيلانی چارو په أتکايی شتمنۍ تر لاسه کړي او نژدی دری سوه کورنۍ په دغه برخه کې مشران ګرځيدلی دي .

د تبت د خپلواکی سيمې د سيلانی ادارې مشر با جو وويل په تبت کې د سيلانی چارو د چټک پرمختګ له امله لازياتو تبتی مالدارانو او بزګرانو ور څخه ګټې تر لاسه کړي دي .

د تبت د خپلواکی سيمې د مشر مرستيال لوسنجيانګ چون د تبت د سيلانی چارو په سږنی غونډه کې دی ته اشاره کړې چې د تبت د کرنی او مالداری چارې وروسته پاتی دي او ايکولوژيکی چاپيريال يی کمزوری دی ،دغه راز د دوديزو چارو پرمختيايی

راتلونکی هم ښه نه ده .نو د تبت حکومت پريکړه وکړه چې د سيلانۍ چارو د پرمختګ له لاری په مالدارو او کرهڼيزو سيمو کې اقتصاد پرمختګ رامنځته کړي چې مالداران او بزګران ور څخه ګټې واخلي .

تير کال تبت ته د تللو سيلانيانو شمير له ١٨ لکو څخه اوښتی او د تبت په سيلانی په چارو کې تر لاسه شوی عايدات دوه مليارډه يوانو ته رسيدلی دی .د اټکل له مخې ښايی چې د روان کال تر پايه پوری د سيلانيانو شمير له ٢٥ لکوتنو ته ورسيږي .د ښاغلی داځن په وينا د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې له کارولو مخکې هره ورځ شلګونو سيلانيانو زمونږ له کلی څخه ليدنه کوله خو د دغې لارې له کارولو وروسته هره ورځ نژدی څلور زره سيلانيان زمونږ کلی ته راځي .

د لازياتو ګټو په تر لاسه کولو برسيره له سيلانيانو سره د تبادلې په ترڅ کې د تبتيانو په ژوند کې هم زيات بدلونونه رامنځته شوي دي .

د سان مو کلی مشر چی ژن وانګ دوی وويل چې پخوا د تبتيانو ځينی عادتونه ښه نه و مثلأ کوټې يی د څو مياشتو لپاره نه پاکولې ،خو اوس د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله کليوال وګړي هره ورځ خپلې کوټې پاکوي .

د دغه کلی سپين سری يانګ ځونګ چې پخوا يی تل په خپل کور کې کار کاوه او بهر ته نه وه تللی ، خو اوس د سيلانۍ په ستوري بدله شوې ده .ځکه چې زيات شميرسيلانيان له دې سره د عکس اخيستلو غوښتنه لری . د هغې هغه عکس چې ښکلی قومي جامه يي اغوستې وي، د سيلانی کمپنيو په تبليغاتی پاڼو کې هم ليدل کيږي .

د کلی مشر چی ژن وانګ دوی وويل اوس کليوال وګړي د سيلانۍ چارو د لازيات پرمختګ لپاره کوشش کوي .