<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-24 17:48:42    
ولی په سمندری اوبو کی مالګه شته

cri

په سمندری اوبو کی له ډول ډول کيمياوی ترکيباتو څخه د مالګی تناسب ډېر لوړ دی٠ د اټکل له مخی، په ټولو سمندرونو کی د مالګی عمومی زيرمی پنځوس مليونو مليارډو ټنو ته رسيږی٠ که دغه مالګی له سمندری اوبو څخه استخراج شی، نو د يو سل او پنځوس مترو په پنډوالی او يوی څلويښت پوړيزی ودانۍ په جګوالی به د مالګی يوه زېرمه رامنځته شی٠ په سمندری اوبو کی مالګی څرنګه رامنځته شويدی؟

په ظاهره دا يوه ساده پوښتنه ده ، خو له اوږدی مودی راهيسی ددی مسئلی په اړه د عالمانو ترمنځ د ناندريو سبب ده٠ دغه ساده مسئله د هغی مسئلی په شان هم سخته ده چی په ځمکنی کره کی سمندرونه څنګه رامنځته شويدي٠ تر اوسه پوری ددی مسئلی په اړه مباحثی پای ته نه دی رسيدلی او عالمان هم په دی باره کی کومی موافقی ته ندی رسيدلی٠ د ډېرو عالمانو په نظر د ځمکی کری د پيدا کيدو په وخت کی ډېر سخت باران اوريدلی او اورغورځوونکی غرونه انفجار شوی وو او په خوشی شويو بخارونو او ويلی شويو ډبرو کی د مالګی ترکيبات له اوبو سره ابتدايی سمندرونو ته بهيدلی وو چی له دی امله سمندری اوبه طبعأ مالګينی شوی دی٠ ورپسی د سمندرونو په تلونو کی له ډبرو څخه مالګينی مادی په اوبو کی حل شوی او د اور غورځوونکو غرونو د پر له پسی انفجار له امله سمندری اوبه ورځ په ورځ مالګنی شويدی٠ د نورو عالمانو په اند سمندری مالګی له دی امله رامنځته شوي چی د اوبو د بهيدو په جريان کی له خاورو او ډبرو سره حل مالګی سمندرونو ته يووړل شوی دی٠ د اټکل له مخی، هر کال هغه مالګی چی د اوبو په واسطه سمندرونو ته

وړل کيږي، ډېری زياتی دی٠ خو دغه دوه ډوله توضيحات کامل نه دی په تېره بيا هغه نظريه چی مالګی له ځمکو نه سمندرونو ته وړل شويدي، ځکه چی په سمندرونو کی د مادی ترکيباتو ، کيمياوی ځانګړتيا او له ځمکو نه سمندرونو ته د وړل شويو معدنی موادو د پرتلی ، تحليل او محاسبی څخه دا نتيجه لاس ته راغلی ده چی په سمندرونو او ځمکو کی د زيرمه شويو مالګو ترمنځ توپير ډېر لوی دی٠ دغه راز په سمندرونو کی د مالګی ترکيبات په ځمکو او جهيلونو کی له زيرمه شوی مالګی سره يو شان ندی٠ د تېری پيړۍ له اومی لسيزی وروسته عالمانو په سمندری درزونو کی د تودو مايعاتو له غبرګون څخه نوی معلومات تر لاسه کړيدی چی دغه غبرګون په سمندرونو کی د يوی برخی مالګی د رامنځته کيدو سبب شوی دی٠ که څه هم دغه نظريه د زياتو عالمانو له خوا منل شوی ، خو يوازی يوه داسی نظريه ده چی وايی سمندری مالګی له جهيلونو څخه راغلی دی او يوازينی نظريه نه ده٠ نو ځکه له دغو توضيحاتو سره سم هغه معما لاهم نده حل شوی چی په سمندرونو کی مالګی څنګه رامنځته شويدی٠