دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی وی جين دونګ له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری وړاندی کړی٠ لومړی به مونږ په ګډه د وی جين دونګ او شياو می له خوا ويل شوی د چين د جنوب لويديځې سيمی د بو يی قوم يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی له ډېری مودی وروسته د سندرو ويلو له ياده وتل ٠
( سندره ١ )
وی جين دونګ د چين په پلازمېنه بېجينګ کی زېږېدلی او د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو له ويلو سره منيه درلوده٠ په ١٩٧٨ کال کی وی جين دونګ د بېجينګ له هنری ښوونځی څخه له فراغت وروسته خپله هنری لار پيل کړه٠ په ١٩٨٦ کال کی هغه د بېجينګ د سندرو ويلو او نڅا هنری ډلی يو سندغاړی وګرځېد او په ١٩٨٩ کال کی يی د چين د موسيقی په مرکزی پوهنتون کی له مشهور پروفيسر لی شوانګ جيانګ څخه د موسيقۍ زده کړه وکړه ، ٤ کاله وروسته وی جين دونګ د چين په راډيويی هنری ډله کی کار پيل کړ او په بېلا بېلو ځايونو کی ننداری وکړې٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو، همدا اوس مو د وی جين دونګ او منګ ګه له خوا ويل شوی د هو بی ولايت يوه ولسی سندره واورېده چی نوم يی دی خور٠ له دغی سندری څخه د
ښکلی مور او ځوانی لور ترمنځ مينه څرګندېږی ٠د تېرې پيړۍ له ٩٠ لسيزی راهيسی وی جين دونګ څو ځله د چين د موسيقی په بېلا بېلو سياليو کی جايزی ترلاسه کړی٠
د پروګرام په پای کی به تاسو ته د شينجيانګ يوه ولسی سندره وړاندی کړو چی نوم يی دی ښکلی نجلۍ٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د وی جين دونګ خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننۍ پروګرام په همدي ځای پای ته رسيږي٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠