وو هان پوهنتون د هو بی ولايت په مرکز وو هان کی دی او يو مشهور عمومی پوهنتون دی چې د چين د پوهنې له وزارت سره مستقيم تړاو لری.
او په ١٩٢٨ کال کی دولتی وو هان پوهنتون ونومېد او په چين کی له لومړنيو عمومی دولتی پوهنتونونو څخه دی. د چين له ورخلاصون او اصلاحاتو راهيسی دغه پوهنتون لومړی د ښوونې او روزنې اصلاحات تر سره کړی چی په بيلا بيلو ساحو کی يی ستر پرمختګ کړی او عمومی توان يی لوړ شوی دی. په ١٩٩٩ کال کی د ساينس په نامه په نړيواله مشهوره مجله کی ويل شوی چې وو هان پوهنتون د چين له وتلو پوهنتونونو څخه دی.
د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو راهيسی، حکومت وو هان پوهنتون ته په ډېره درنه سترګه ګوری. په ١٩٥٨ کال کی فقير ولسمشر ماو ځه دونګ له دغه پوهنتون څخه ليدنه وکړه. ١٩٩٣ کال د دې پوهنتون د جوړېدو له سلمې کاليزې سره برابر و. د پخوانی ولسمشر جيانګ ځه مين په شمول د هېواد د مشرانو ورته مبارکی وويله. ٢٠٠٣ کال د دغه پوهنتون د جوړېدو له يو سل او لسمې کاليزې سره برابر و او کورنيو او بهرنيو څلورو سوه تنو مشهورو شخصيتونو له دغه پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
وو هان پوهنتون ښه منظره لری او په نړۍ کی ډېر ښکلی پوهنتون ګڼل کيږی. د دغه پوهنتون پراخوالی دری مليونه او دری لکه او شپېته زره مربع متره دی. يو جهيل له دغه پوهنتون سره نژدی دی او په پوهنتون کی بيلا بيل ډول ونی شته. ودانی يی هم خپله ځانګړتيا لری او د چين په پوهنتونونو
کی د ودانيو د ښه مثال په توګه بلل کيږی. يو شمېر لرغونی ودانۍ د دولتی شورا لخوا د چين د لرغونيو اثارو د ساتنې ځای په توګه ټاکل شوی دی.
د وو هان پوهنتون بشپړې علمی څانګی لری چې د انسانانو، ټولنې او طب په ګډون د شپږو برخو شپږ دېرش څانګې او دری روغتونونه هم پکی شته. اوس په دغه پوهنتون کی دری زره او څلور سوه تنه ښوونکی کار کوی چې دوه زره او سل تنه يی پروفيسران اويا د پروفيسرانو مرستيالان دي. دوه لس تنه د چين د علم او انجنيری د اکاډميو غړی دي. دغه پوهنتون د علمی څېړنې قوی توان لری چې پکی د چين څلور مهم لابراتورونه او د انجنيری د تکنولوژۍ د څېړنې دوه مرکزونه او د پوهنې وزرات اوه مهم لابراتورونه شته .
د چين د پرمختګ په بهير کی وو هان پوهنتون ستر خدمتونه تر سره کړی. د دريو تنګيو د اوبو د کنترول پروژی او له جنوب څخه شمال ته د اوبو ليږلو پروژی په شمول د سترو او مهمو پروګرامونو په علمی څېړنې کی يی ګډون کړی دی. د جنوبی او شمالی قطبونو د علمی څېړنې او د سارس ناروغۍ په ضد د دارو درملو د جوړونې په ساحو کی يی په پر له پسی توګه برياليتوبونه او په عمدی وخت کی يی ټولنيزې او اقتصادی ګټی هم تر لاسه کړی دی.
په وروستيو کلونو کی، وو هان پوهنتون د طبيعی علم او انسانی علم په ساحو کی ډېرې جايزې هم تر لاسه کړی دی.دغه پوهنتون د شپېتو هېوادونو او سيمو له دری سوه پوهنتونونو او د علمی څېړنې له ارګانونو سره د همکاری او تبادلې اړيکې هم ټينګې کړی او له دوه سوو پوهنتونونو سره يی د همکارۍ تړونونه لاسليک کړی دی.