<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-25 18:45:56    
د چين د شينجيانګ د مسلمانو ښځو د ژوند په هکله څه معلومات

cri

د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکه سيمه د چين يوه داسی سيمه ده چې ګڼ شمير مسلمانان پکښی اوسيږی او د چين د څه نا څه ديرش مليونو مسلمانانو يو پر دريمه برخه په دی سيمه کښی ژوند کوی٠ د دوديزو او کلتوری لاملونو له کبله په پخوانی اوږده تاريخی موده کښی د شينجيانګ د مسلمانو ښځو ټولنيز مقام لوړ نه و او حتی دوی له عادی ټولنيزو فعاليتونو څخه بی برخې وې٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو راهيسی مرکزی حکومت او د شينجيانګ د بېلابېلو کچو سيمه ايزو حکومتونو د مسلمانو ښځو ژونداو پرمختګ ته د زمينو د ښه کولو او د هغوی د ټولنيز مقام د لوړولو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه کړيدی٠ له لسو کلونو راهيسی د شينجيانګ لا زياتو مسلمانو ښځو د هېواد او سيمې د ټولنيز پرمختګ په بهير کښی ګډون کړيدی٠

هر هغه چينايی چې له شينجيانګ څخه يې ليدنې کتنې کړې ، دا نظر لری چې د شينجيانګ نجونې په چين کښی تر ټولو ښکلی دی ٠ د ويغوری قوم په يوه حماسی اثر کښی ليکل شوی چې د دغه قوم نجونې ٌ ښاپيريانې دی : سترګې يې د شين اسمان په شان دی ، ويښتان يې د اوبو په شان نرم دی چې أرام بهيږی او غاښونه يې له مرغلرو څخه توپير نه لری٠ٌ

د شينجيانګ د کاشغر په ښار کښی د سيمال په نامه د مشهور هوټل عمومی مديره ديلی نور چې ٤٣ کلنه ده، د ويغوری قوم يوه ښکلی او تکړه ښځه ده ٠ هغې په سوداګريز سمندر کښی د لامبو وهلو په هکله د خپلو خاطرو د يادولو په وخت کښی وويل : ٌ اوسنی ښځې هوښيارې دی او زياتره يې ستر هدف لری٠ خو خلک داسی دوديز نظر لری چې ښځې په سترو چارو کښی بری نشی ترلاسه کولای٠ حال دا چې زه هيله لرم چې ټولې خويندې خپله هوښياری او استعدادونه وښئی٠ دغه راز زه غواړم چې تر وسی پوری له بی وزلو او کمزورو خلکو سره مرستې وکړم٠ که زه په خپل کور کښی پاتی شم، خپل هدف نشم ترسره کولای٠ ډيره خوشحاله يمه چې اوس خپل هدف ترسره کولای شم٠ ٌ

د ديلی نور په شان د چين په شينجيانګ کښی د بېلا بېلو قومونو مسلمانې ښځې له دوديزو محدوديتونو څخه خپل ځان خلاص او په فعاله توګه يې په بېلا بېلو ټولنيزو فعاليتونو کښی ګډون کړيدی٠ دغه راز د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې حکومت په اقتصادی أبادۍ او ټولنيز پرمختګ کښی د ښځو د ګډون د هڅولو لپاره زيات تدبيرونه غوره کړی ، په بېلا بېلو مودو کښی يې << د شينجيانګ د ښځو د چارو د پرمختګ په هکله پروګرام >> جوړکړی او په پرله پسی توګه يې د ښځو لپاره د ژوند او پرمختګ ښې زمينې برابرې کړې دی ترڅو هغوی وهڅوی چې په فعاله توګه د دولتی او ټولنيزو چارو په اداره کښی ګډون وکړی٠ د شميرنې له مخی، د شينجيانګ په خپلواکه سيمه کښی د بېلا بېلو کچو د ښځينه کدرونو شمير له دری لکو تنو څخه زيات دی او د کدرونو په عمومی شمير کښی نيمه برخه نيسی ٠ د بېلا بېلو درجو ولسی کانګرسونو او سياسی مشورتی کنفرانسونو کښی د ښځو د څوکيو تناسب هم په پر له پسی توګه لوړ شوی چې په دې جمله کښی زياتې مسلمانې ښځې مهم لارښوونکی مقام لری٠

د ويغوری قوم ښځه رايی خان يوسف يوه جدی او باوقاره حکومتی چارواکی ده ٠ يوويشت کلونه مخکښی هغه د چين د شمال ختيځ د اقتصاد له پوهنتون څخه فارغ شوه او اوس د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مرستياله ده چې د دغې سيمې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په هکله د بېلا بېلو تګلارو د جوړولو او پلی کولو مسئوليت په غاړه لری ٠

رايی خان يوسف خبريال ته د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د معلوماتو ورکولو په بهير کښی د دغې خپلواکې سيمې د ښځو چارې او خپل ځان ياد کړ او ويې ويل : زه د وروموچی ځايی اوسيدونکې يمه او د دغه ښار په لومړی او منځنی ښوونځيو کښی مې زده کړې وکړې او د چين د شمال ختيځ د دا ليان په ښار کښی د اقتصاد له پوهنتون څخه له فراغت نه وروسته می په حکومتی ارګان کښی د يوويشتو کلونو لپاره کارونه کړيدی٠ زما په أند ښځينه کدرونه له نارينه وو کدرونو سره کوم توپير نه لری ، نارينه ملګری مو زمونږ له کارونو څخه ډير ملاتړ کوی٠ زما په مشرۍ د يو شيمر ساحو اکثر چارواکی نارينه وی دی چې دوی زما له کارونو څخه ډير ملاتړ کوی او زما سره ښه همکاری کوی٠

د خپل کور د يادونې په بهير کښی ميرمن رايی خان يوسف د نيکمرغۍ احساسات وښودل او ويې ويل چې ما په ١٩٨٧ کال کښی واده وکړ او زما اوسنی کورنی ژوند د نيکمرغۍ په حال کښی دی٠ زه يو زوی او يوه لور لرم، خاوند می يو مطبوعاتی کارکوونکی دی ، مونږ دواړه په باندينيو کارونو کښی يو له بل څخه ملاتړ کوو او په کور کښی په ګډه توګه کورنی کارونه ترسره کوو او په ښه شان سره اولادونه روزو٠ زمونږ مينه ډيره ټينګه ده٠ ٌ

رايی خان يوسف او ديلی نور د چين د شينجيانګ د ګڼ شمير مسلمانو ښځو د ټولنيز ژوند يوه هنداره ده، دوی له نارينه وو سره يو ځای د خپلې هوښيارۍ او زحمتونو د همغږی او نيکمرغه ټولنيز چاپيريال د بشپړولو لپاره خدمتونه کوی٠