<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-25 19:28:57    
د چين مرکزی بانک د اقتصاد د دايمی پرمختګ لپاره د سپمولو او کرديت ګټه زياته کړه

cri

 د چين د مرکزی بانک يعنی د چين ولسی بانک د اګيست په ١٩ نېټه د سپمولو او کرديت ګټه په سلو کې صفر اعشاريه اوه ويشت زياته کړه چې دا په روان کال کې د سپما او کرديت د ګټې د زياتوالی په برخه کې د چين د د مرکزی بانک دوهم عمل دی چې لومړنی موخه يې د پانګونې او پورونو د چټکې زياتوالی مخنيوی دی .په همدی وخت کې مرکزی بانک د دغه عمل د پلی کولو په بهير کې د عامو خلکو پرژوند د منفی اغيزې کمولو ته پاملرنه کړه .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د چين د مرکزی بانک له خوا د سپما او پورونو د ګټې د زياتوالی په باب معلومات وړاندی کړو.

د روان کال راهيسی د چين د اقتصاد پرمختيايی انډول په سلو کې لس ساتل شوی دی .په غير منقولو شتمنيو کې پانګونه او صادارات د اقتصاد د چټک پرمختګ د پرمخبيولو لپاره دوه مهم لاملونه دي چې په دی ترڅ کې د غير منقولو شتمنيو پانګونه د روان کال په لومړنی نيمايی کې د تير کال د همدی مودی په پرتله په سلو کې ديرش زياته شوی او د ژن مين بی يوانو د پورونو اندازې د کلنی پلان په سلو کې نوی برخه نيولی ده .د چټکې پانګونې او د لازياتو پورونو د برابرولو له امله توليدی توان له حده څخه اوښتی دی او د اقتصادی جوړښت د نابرابرۍ او د انرژيو او سرچينو د کمښت حالات سخت شوی .نو مرکز بانک د روان کال په اپريل کې لومړی ځل د ژن مين بی يوانو د سپمولو ګټه په سلو کې صفر اعشاريه اوه ويشت زياته کړه .

د سپما او کرديت ګټو د بيا زياتوالی په هکله د چين د دولتی شورا د پرمختګ د څيړنی مرکز کارپوه شا بين وويل (اواز...........) د سپما او پورونو د ګټې زياتوالی د بهرنيو اسعارد زيرمې ، د پيسو د برابرۍ او د پانګونې د چټکتيا د مخنيوی او د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره پلی شوی دی .

ښاغلی شا وويل چې د پورونو د ګټو د زياتوالی له امله تر يوې اندازې پوری د تصديو پانګونه کم شوی ده .

کارپوهان دا نظر لري چې د سپما د ګټې دوهم ځل زياتوالی له لومړنی زياتوالی سره ځينی توپيرونه لري .

لومړی په لومړنی عمل کې يوازی د پورونو ګټه زياته شوه خو په دوهم عمل کې د سپمولو او د پورونو ګټه په همدی وخت کې لوړه شوه چې له دی څخه د پخوا په پرتله خلک به له دايمی سپما څخه لازياتې ګټې تر لاسه کوي

برسيره پر دی د چين د سوداګريزو کورونو د بيې د لوړوالی په وړاندی د پورونو د ګتې زياتوالی له امله خلک د کورونو د اخيستلو په برخه کې د پورونو له درنه دندې څخه انديښنه لري ،له دغه حالت سره سم د اګيست په ١٩ نېټه مرکزی بانک د پورونود ګټې د زياتوالی په همدی وخت کې پريکړه وکړه چې د اګيست په ١٩ نيټه د پورونو د ګټې زياتوالی په همدی وخت کې د ځانګړيو کورونو د سوداګريزو پورونو د ور کولو په برخه کې خلکو ته امتيازی تګلارې پلی کړي .ښاغلی شا وويل (اواز.........) حکومت د پورونو د ګټې د زياتوالی په بهير کې د خلکو ژوند او د دوی د کورونو اخيستنه تر نظر لاندې نيولی ده نو د کورنو د سوداګريزو پورونو د ورکولو په برخه کې يې دوی ته امتيازی تګلاره پلی کړه چې له دی لاری پرخلکو د دغه عمل

منفی اغيزه کمه شوی ده .

د پورونو د ګټې د تنظيمولو په هکله د چين خلک بيلا بيلې نظريې لري .ښاغلی لی لي چی په مطبوعاتی ساحه کې کار کوي ،وويل (اواز...........) د پورونو د ګټې زياتوالی پرما هيڅ منفی منفی اغيزه ونه کړه .ځکه د کورونو د اخيستلو لپاره له ما څخه لږ پورونه وغوښتل شول نو دغه عمل پر ما باندی فشار نه دی اچولی .

په همدی وخت کې د چين د مرکزی بانک دغه عمل د نړيوالې ټولنې له خوا د پاملرنې وړ ګرځيدلی .د ځينو کسانو په أند اوس چين دسپما او پورونو د ګټې زياتوالی پړاو ته ننوځی او له نن څخه به د چين مرکزی بانک په پر له پسی توګه د اقتصاد د کنترول لپاره د پيسو تګلاره پلی کړي .