د ١٩٧٢ کال د سپتمبر په پنځمه نېټه سهار وختی ، د فلسطين د تور سپتمبر په نامه د ترهګرۍ ډلې اتو تنو ترهګرانو د اسرائيلو د لوبغاړو له کوټو څخه د دغه هېواد لس تنه لوبغاړی وتښتول . له دې وروسته د دغو لوبغاړو د خوشی کولو په اړه د خبرو اترو د ناکامۍ له امله د المان پوليسو د زور له لارې پر تښتوونکو بريد وکړ او له امله يی د اسرائيلو لس تنه لوبغاړی، يو تن پوليس او پنځه تنه ترهګران ووژل شول . د دغې پيښی له امله د اولمپيک د دغې دورې سپورتي لوبو ټولې سيالي بندې شوې او د مړه شويو لوبغاړو د خواخوږی مراسم تر سره شول . د اسرائيلو وډلې لويدلې وياند لارکين په دغو مراسمو کې وويل : مونږ به له خپلو مړه شويو هېوادوالو سره يو ځای بېرته خپل هېواد ته ولاړ شو . خو زمونږ د اولمپيک افکار به د تل لپاره ژوندی وساتل شی . زه ژمنه کوم چې زمونږ لوډله به له راتلونکو څلورو کلونو وروسته په مونتريل کې د اولمپيک په راتلونکی سپورتي لوبو کې ګډون وکړی .
واليری بورزوف د يوی دوری په سپورتي لوبو کې د ١٠٠ مترو او ٢٠٠ مترو د لنډې ځغاستي په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل .
دغه حالت ډېر لږ ليدل کيږی چې يو لوبغاړی د سپورتي لوبو په دوو سياليو کې ګډون وکړی. خو د پخوانی شوروی اتحاد لوبغاړی واليری بورزوف په پر له
پسی توګه د سل او دوه سوو مترو د لنډی ځغاستې په دوو سياليو کې ګډون وکړ . د ده له خوا د ١٠٠ مترو د ځغاستي په سيالي کې د سرو زرو مډال له تر لاسه کولو وروسته ، خلکو د ٢٠٠ مترو د ځغاستي په سيالي کې ورباندې باور نه درلود چې بيا به هم بری تر لاسه کړی . خو بورزوف په شلو ثانيو کې د دغي سيالي د سرو زرو مډال هم تر وګاټه . نو په هغه وخت کې بورزوف د فرانسی د يوې ورځپاڼی له خوا په نړۍ کې د ځغاستي په لوبو کې تر ټولو ډېر چټک ځغاستونکی وګڼل شو.
د مونيخ د اولمپيک د باسکتبال په پای لوبه کې د امريکا لوبډله له بدمرغۍ سره مخامخ شوه .
د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د باسکتبال په پای لوبه کې د امريکا لوبډله د شوروی اتحاد له لوبډلې سره مخا مخ شوه . په هغه وخت کې چې د مسابقې وروستې دری ثانيې پاتی وې د امريکا لوډله د نهه څلويښتو په مقابل کې د اته څلويښتو نمرو په اخيستلو بېرته پاتی وه ، خو امريکا د دوو ځلو جريمې له لارې دوه نمرې تر لاسه کړې . د امريکا د لوبغاړو په انډ دوی برياليتوب موندلی دی ، خو په هغه وخت کې سيالی پای ته ونه رسيده او د شوروی اتحاد لوبډلې د امريکايی لوبغاړو له خوا د بری د لمانځنې په وخت کې يوګل وکړ او د سيالۍ په وروستي وخت کې يی د يو پنځوسو په مقابل کې په پنځوسو نمرو سره امريکايی لوبډلې ته ماتی ورکړه .
د المان لوبغاړې روسندال د سرو زرو دوه مډالونه او د سپينو زرو يو مډال تر لاسه
کړل .
د دغې دورې په سپورتي لوبو کې د کوربه هېواد لوبغاړې روسندال د ليری ټوپ وهلو په سيالۍ او د ريلی په توګه د څلور سوو مترو په واټن د څلور ځله ځغاستي په لوبه کې د سرو زرو درې مډالونه په پنځه ډوله سياليو کې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ .
د لامبو وهلو په سياليو کې د امريکا لوبغاړې مارک سپيتز ډېر ښه برياليتوب تر لاسه کړ .
د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د لامبو وهلو په سياليو کې د وشو امريکا غوره لوبغاړې مارک سپيتز د سرو زرو اوه مډالونه تر لاسه کړل او يو داسی لوبغاړی وه چې د اولمپيک د يوې دورې په سپورتي لوبو کې يی د سرو زرو ډېر مډالونه تر لاسه کړل .