د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د سپتمبر په شپږويشتمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د خپل منځی همکارۍ د پياوړتيا او له جګړې وروسته د افغانستان د بيا رغاونې په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه. له کتنې وروسته ولسمشر بوش په ګډه مطبوعاتی غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت لخوا د تر سره شويو خدمتونو لوړه ستاينه او دغه خبره يی تکرار کړه چې د افغانستان روانه جګړه له ترهګرۍ سره د نړيوالې مبارزې يوه مهمه برخه ده او امريکا به د ده په وينا د افغانستان د خلګو پلوي ته دوام ورکړی. حامد کرزي څرګنده کړه چې دی به د ترهګرۍ ضد اوسنۍ نړيوالې ستراتيژۍ او د پټو شويو ترهګرانو د نيولو مبارزې ته به دوام ورکړی.