د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په وروستيو ورځو کی د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د امريکا له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل پاکستان به د سپتمبر د يوولسمې نيټې ترهګرو پېښو جوړونکي اسامه بن لادن د نيولو لپاره فعال تدبيرونه ونيسی او پر دې يی ټينګار وکړ چې د اسامه بن لادن د نيولو د هلو ځلو تر څنګ به پاکستان خپل استقلال وساتی.
څو ورځې دمخه، د امريکا ولسمشر جورج بوش ويلی وو چې دی به د بن لادن د نيولو په موخه د اړتيا پر وخت پاکستان ته د پوځيانو د ليږلو امر ورکړی. په دې اړه مشرف وويل په افغانستان کی ميشت امريکايی ځواکونه په دغه هېواد کی فعاليتونه کولی شی، خو پاکستان به په خپل هېواد کی د نيولو کارونه پخپله تر سره کړي.