<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-27 17:18:00    
د بهرنيانو په سترګو کې د چنګ ځنګ اوسينيزه لار

cri

د روان کال د جولاي په لومړي نيټه د چين د چنګ هاي له ولايت څخه د تبت تر خپلواکې سيمې پوري اوسپنيزه لار چې په نړۍ کې د سمندر له سطحي څخه تر ټولو نه لوړه ده ، په بريالي توګه پرانستل شوه او د نړۍ زياته پاملرنه يي ځان ته راجلبه کړې ده ٠ يو شمير دوستو بهرنيانو وويل چې دغه اوسپنيزه لار نه يوازي تبت او تيتيانو ته سمسورتيا او نيکمرغۍ رسولې بلکې د تبت او د نورو ځايونو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو له پاره يي اسانتياوي هم برابرې کړي دي ٠ همداشان د دغې لار جوړول د بهرنيو هيوادونو او سيمو د هغو وګړو له پاره چه د سوداګرۍ او سيل له پاره تبت ته لاړ ځي ، زمينې او فرصتونه برابر کړي دي ٠

د تبت په مرکز لاسه ښار کې د با لانګ بازار ډير مشهور بازار دي ٠ په دي بازار کې د نيپال د اوسيدونکي يو دکان شته چه په کې د سپين زرو سامانونه خرڅيږي ٠ اوس دغه دکان د بيا رغونې په حال کې دي ٠ دکاندار پنځه څلويښت کلن دي او کومار تولادر نوميږي ٠ هغه خبريال ته وويل چې زما په أند د چانګ هاي او تبت اوسپنيزه لار د پرانستلو نه وروسته به زما د دکان کاروبار ډير ښه وي او نور لازيات وګړي به تبت او همداشان زما دکان ته راشي ٠ نو ځکه زه بايد ښه تياري ونيسم ٠ سوداګر تولادر په لاسا ښار کې د دوه ويشتو کلونو راهيسي سوداګري کوي او زياتره وخت په دي ښار کې پاتي وي ٠ د دغې لار د پرانستلو وروسته به هغه په څو مياشتو يا لا لنډ وخت کې بيرته نيپال ته ستون شي ٠ پخوا دده پلار د څلويښتو کلونو له پاره په لاسا ښار کې سوداګرۍ کړي وه ٠ په هغه وخت کې په لا سا ښار کې حتي يو ښه سړک هم نه و٠ بيرته نيپال ته د ستنيدو په لاره کې غرونه ، سيندونو او داسي نور ډير خنډونه موجود وو٠ نو پلار يي په هر دوو يا درو کلونو کې بيرته نيپال ته تللي شو ٠ اوس د چنګ ځانګ اوسپنيزه لار پرانستل شوي او له دي نه وروسته به د نيپال او تبت ترمنځ د سوداګريزو شيانو وړل او راوړل ډيرې اسانتياوي ولري ٠ هغه وويل چې د دغې لار پرانستل د چين د تبت او نيپال له پاره تر ټولو ډير ښه کار دي٠ مونږ تل په دي انتظار کې وو چه دغه لاره پرانستل شي ٠ ځکه مونږ له دغې لارې له چنګ هاي ولايت څخه زيات چيني شيان نيپال ته او له نيپال څخه ځانګړي توليدات چين ته وړلي او راوړلي شو ٠ هغه وويل مونږ دا هيله هم لرو چې خپله سوداګرۍ د چين نورو ښارونو ته پراخه کړو ٠ لکه بيجينګ او چنګ دو ښارونو ته ٠ زه هيله لرم چې وروسته به د نيپال زيات توليدات د لاسا له لارې د چين نورو ښارونو ته وليږل شي ٠

د با لانګ په بازار کې د ماکي امي په نامه يو تبتي رستوان هم شته ٠ په دي رستوان کې ميرمن ماکدونالد چه له سکاتلند څخه راغلي ، له خپلو اولادونو سره يو ځاي تبتي چاي څښې ، خبريال ته وويل چې د دغې لار د پرانستلو وروسته به لا زيات د اړتيا وړ شيان تبت ته داخل شي چې دا به د تبتيانو ژوند لا ښه کړي ٠ دغه راز لا زيات بهرني سيلانيان به تبت ته راشي ٠ ځکه د الوتکې د تکيت په پرتله د اورګاډۍ تکيت ډير ارزان دي ٠ بر سيره پر دي د سيلانيانو له پاره د اورګاډۍ په واسطه سيل کول يوه ډيره ښه لتر ده ٠ ځکه په اورګاډۍ کې د چين له چنګ هاي څخه تر تبت پوري د تګ په لاره کې د لوړې ښکلي او طبيعي منظرې په ښه توګه ليدل کيږي ٠ دغه اوسپنيزه لار په نړۍ کې داسي اوسپنيزه لار ګڼل کيږي چې د لارې د دواړو غاړو منظره يي تر ټولو نه ډيره ښکلي ده ٠ د ميرمن ماکدونالد لور کاتنونا وويل چې زما په أند که څه هم د اورګاډۍ په سپرلۍ سره سيل کول زيات وخت ته اړتيا لري ، خو په اورګاډۍ کې د بهرنيو منظرو سيل کيداي شي چه دا د الوتکې په پرتله ښه ده ٠ عمومأ سيلانيان له دغه ډول سيل سره مينه لري ٠ يو اسرائيلي ځوان چه هاګي اون نوميږي او په نوموړي تبتي رستوران کې چاي څښي ، خبريال ته وويل چې د دغې اوسپنيزې لار د پرانستلو له لارې به لا زيات وګړي او بهرني سيلانيان تبت ته راشي ٠ دغه راز تبت به هم د پرمختيا زيات فرصتونه تر لاسه کړي ٠