<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-27 17:20:35    
په چين کې فنی ښوونه د چټک پرمختګ په حال کې ده

cri

له وروستيو کلونو راهيسې د چين ښوونيزو چارو چټکتيا موندلې ، په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د شامليدو انډول زيات شوی دی تر دې څنګ ځينو کسانو فنی ښوونې ته زياته پاملرنه نه ده کړې چې په پايله کې يي په ځينو سيمو کې فني کارکوونکي کم دي . نو د چين حکومت د فني ښوونې د پرمختګ لپاره څو اړين تدبيرونه غوره کړيدي .

په چين کې فني ښوونه په دوو برخو ويشل کيږي چې يوه برخه يي هغه فني ښوونځي دي چه د منځني ښوونځي له دوهمې مرحلې سره برابر دی او بله برخه يي د منځني ښوونځي له دوهمې مرحلې څخه پورته دی . اتلس کلن زده کوونکي جيانګ جيا جي چه اوس د بيجينګ د مطبوعاتي ادارې په فني ښوونځي کې زده کړه کوي ، خبريال ته وويل چې د ماشومتوب په مهال کې می له انځور کښلو سره مينه پيدا کړه ، نو تير کال مې د منځني ښوونځي د لومړي مرحلې له بشپړولو وروسته د اوسني فني ښوونځي د کمپيوتري ډيزاين په څانګه کې شامل شوم . هغه زياته کړه زما په انددغه تخصص به په راتلونکي مهال کې زما دپاره د کار پيداکولو لپاره ګټور وي ، په وروستيو ورځو کې د اولمپيک په هکله د کارتون جوړولو يو تمرين ترسره شو څو چې غوره اثار په تلويزيون کې خپاره شي . زما په اند زما لخوا کښل شوي کارتون ډير ښه دی . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې له دې ښوونځي څخه فارغ شوي زده کوونکو په اسانه توګه کار پيدا کړيدي .

د چين د ښوونې وزير جو جي وينا ددې خبر پخلی وکړ . هغه وويل له وروستيو څو کلونو راهيسې له فني ښوونځيو څخه د فارغ شويو زده کوونکو د استخدام انډول د

لوړيدو په حال کې دی ، اوس د داسي زده کوونکو غوښتنه نشي پوره کيداي . د فني ښوونځيو زياتو مشرانو ما ته وويل چې اوس د تصديو مشران ددوي څخه د هغو زده کوونکو د منلو غوښتنه کوي چې په راتلونکي کال کې به فارغ شي .

د وزير جو په وينا اوس په چين کې شپاړس زره فني ښوونځي شته او هر کال څو مليونه زده کوونکي ورڅخه فارغيږي . د وروستيو څو کلونو راپدي خوا له پوهنتونونو څخه د فارغ شويو زده کوونکو په پرتله له فني ښوونځيو ٍڅخه فارغانو د استخدام انډول لوړ دی .

په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا سره سم زياتو نړيوالو تصديو په چين کې خپلې فرعی فابريکې او څيړنيز سازمانونه جوړ کړي دي او تر څنګ يې د چين تصدۍ هم غواړي چې غوره توليدات جوړ کړي ، نو زياتو هغو فني کارګرانو ته اړتيا لری چه له تيوريکي زده کړو او تجربو سره أشنا دي . اوس مهال په چين کې له کارګرو څخه د عالي فني پرسونلو برخه يوازي په سلو کې درې اعشاريه پنځه دی ، خو په پرمختللو هيوادونو کې دغه تناسب په سلو کې له شلو څخه تر څلويښتو پورې دی . په داسي حال کې د چين حکومت په دې ښه پوه شو چې پرمختللي تکنولوژۍ او د تصديو د اداره کولو په هکله غوره تجربې له بهرنيو هيوادونو څخه تر لاسه کيداي شي ، خو نشي کيداي چه له بهرنيو هيوادونوڅخه زياته اندازه فني کارکوونکي استخدام شي . يوازني لاره يي دا ده چې د فني ښوونې د پرمختګ له لارې لا زيات شمير فني کارکوونکي وروزل شي . نو له دې امله به د چين حکومت په راتلونکو پنځو کلونو کې د فني ښوونې د پياوړتيا لپاره لس مليارده يوانه ولګوي چې په فني ښوونځيو کې تجهيزات او تاسيسات بشپړ شي .دغه راز د

چين د ښوونې او ماليي وزارتونو پريکړه وکړه چې له روان کال څخه هر کال د فني ښوونځيو له بي وزلو زده کوونکو سره د مرستې لپاره اته سوه مليونه يوانه بيل کړي .

د چين د ښوونې د وزارت مرستيالې ميرمن وو چي دي وويل مرکزي حکومت هر کال اته سوه مليونه يوانه ځانګړي کوي او د بيلا بيلو ټولنو له مرستو سره يو ځاي هر کال په سلو کې شل فني ښوونځي بيلا بيلې مرستې حاصلوي .

د معلوماتو له مخې په تيرو پنځو کلونو کې له فني ښوونځيو څخه دوه زره شپږ سوه تنه فارغ شوي او څلور سوه مليونوښاريانو او کليوالو فني روزنه منلې ده ، نو اړوندو پوهانو ويلي چې اوس د چين فني ښوونه د بي ساري چټک پرمختګ په حال کې ده .