<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-27 17:30:05    
کوچنيان په انقلابی موده کې د مروج شويو سندرو خوښوي

cri

اوس نه يوازی نيکه ګان او اناګانې په تيره انقلابي موده کې د مروج شويو سندرو خوښوي ، دغه خبره د چين په جنوب د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمی کې د هه چی ښار د يوی منځنی ښوونځی زده کوونکی هوانګ يی يوان وکړه . هغه وويل زما په اند دغه ډول سندرې د اوسنيو عاميانه او ولسي سندرو په پرتله خوندورې دي . پخوا می دا نظر درلود چې د انقلابی سندرو أهنګونه او شعرونه ډير ساده دی ، نو په جدی توګه می نه دي يي اوريدلي .

څو ورځی مخکې د هه چي په ښار کې د اوږد مارش تر عنوان لاندی ننداره د بيجينګ د پوځی سيمو د سرتيرو د هنری ډلی له خوا تر سره شوه . دغه ډله به د سره اردو د هغه اوږد مارش د لارو سره سم چې اويا کاله مخکې ترسره شو ، په يو څلويښتو ښارونو او ولسواليو کې نندارې وکړي او وروستی موخه به يي د شمال لويديځ چين د يان ان ښار وي . زده کوونکی هوانګ يی يوان د دوی د سندرو له اوريدلو وروسته خپل اصلی نظر بدل کړ او انقلابی سندرې خوښوی .

د هنري ډلی مرستيال او سندرغاری ليو بين دا معلومات ورکړل چې د اوږد مارش لارو په اوږدو کې نندارو زيات شمېر کوچنيان راجلب کړی دی . د هه چی ښار په ننداره کې زيات شمېر نندارچيان زده کوونکی او ځوان کارکوونکی وو . کله چې هنرمندانو د سره اردو له سرتيرو سره د خدايی پامانی او د ژيړ سيند د ستاينی نومی سندرې ويلی ، ځوانو نندارچيانو تودی چک چکې وکړې او له دوی سره يې يو ځای د

چين د کورني جګړې په موده کې دغه مشهوره سندره وويله .

٢١کلن سرتيری وی تاو وويل انقلابی سندری ځکه زيات شمير مينوال لری ، لامل يي دا دی چه شعرونه ډير په زړه پوري دی او په هغه وخت کې د همدغو سندرو اهميت ژور دی . هغه وويل د خدايی پامانی ، د سره اردو د دواړو ډلو د راغونډونی او د اوږد مارش په ګډون لسی سندرې ټولې خوندورې دي . که چيری د دغو سندرو شعرونه ډير اسان دی ، خو د اوږد مارش په بهير کې د سره اردو د سرتيرو د ټينګ هوډ او سخته مبازره څرګنده شوی ده . د دغو سندرو له اوريدلو وروسته به وګړي ډير هڅونکي وي چې د راتلونکی کار يا زده کړي لپاره لا زيات کوښښ وکړي .

د اوږد ماش د سندرو شعرونه په ١٩٦٥ کال د جنرال شياو هوا له خوا ليکل شويدي ، له يو څلويښتو کلونو راهيسی دغې سندرې په زره ګونو ځلو لپاره په چين او بهرنيو هېوادونو کې ويلې شوې او په شلمی پيړۍ کې د چينايانو د کلاسيکې سندرو په توګه ټاکل شوی دی . د چين د اطلاعاتو پوهنتون يو زده کوونکی د ګوانګ سی ولايت د ګوی لين په ښار کې د اوږد مارش په هکله د ننداری له کتلو وروسته وويل دغه سندرې ځکه زيات مينوال لری ، لامل يي دا دی چ ساده شعرونه د لطيف هنر يو ځاي شويدی . هغه زياته کړه د خواخوږۍ وړ خبره دا ده چې انقلابی سندرې د اوسنيو عاميانه سندرو په پرتله زيات ځوانان نه راجلبوي . ځکه چې دوی د تيری پيړۍ په اتيايمی او نويمی کاليزي کې زيږيدلي او د انقلاب او جګړې په هکله کوم معلومات نه لری ، نو ځکه دوي د مينې ، غمونو او مايوسۍ څخه له ډکو عاميانه او ولسي سندرو سره زياتې علاقې لری . خو لنډه دا ده چې انقلابي سندرې چې دايمي روحياتي اهميت لری ، به هرومرو له مودې څخه وتلی نشي .